ocd-1

مضر احتیاط مو د پرمختګ مخه نیسي

احتیاط په خپل ذات کې ښه عمل دی، خو په احتیاط کې افراط د پرمختګ، پرېکړو او چټک عمل مخه نیسي.

مدیرانو او د چارو مسوولانو ته باید دا واک ورکړل شي، چې هغوی په خپله تصمیم ونیسي، خو که احتیاط مو له حده ډېر وي، مدیران او مسوولان به په یوه فکري محدوده کې را غونډ وي او د هېڅ راز پرمختګ جرات به نه کوي. که تاسې له دې ویریږﺉ، چې په پانګونې سره به تاوان وکړﺉ، یا که په فابریکه او شرکت کې شریک شى، د ګټې پرځای به مو زیان ته مخه شي، دا د وېرې زیږند احساس دی او وېره په خپله د دې الامل ګرځي، چې موږ له حده زیات احتیاط ته مخه کړو. وېره او احتیاط دواړه د ذهن زېږنده دي او له ذهن سره د ذهنیت جوړونې او ذهن بدلونې له لارې مبارزه شونې ده.

زه نه وایم، چې تاسې هېڅ مه ډاریږﺉ، یا هېڅ احتیاط مه کوﺉ. دواړه کوﺉ، خو افراط په کې مه کوﺉ. موږ په دې پوهیږو، چې د اختراع، ایجاد، پرمختګ او بالاخره احتیاط یو لامل وېره او ډار دی. که موږ له یخنۍ نه وېرېدای، کالي، لباس او د تودوخې وسایل به نه رامنځته کېدل. که موږ په کنګل کې د غورځېدو وېره ونه لرو، کله به هم په تګ کې احتیاط ونه کړو.

وېره او ډار موږ فکر کولو ته اړباسي او د پېښو پر وړاندې زموږ دفاعي سیسټم پیاوړی کوي، خو دا په دې معنا هم نه ده، چې موږ په ډار او احتیاط کې افراط وکړو او د هرڅه د ایجاد او اختراع سرچینه وګڼل شي. که موږ وېره او احتیاط په خپل ذهن کې ونه روزو ، موږ دا جرات موندلای شو، چې په ډېرو هغو مواردو کې پرېکړې وکړو، چې د افراطي احتیاط او زیان له وېرې یې نه شو کولای.

وېره او احتیاط ستاسې د ذهن له تصوراتو سرچینه اخلي او د چارو پر وړاندې مو ډېر بندیزونه لګولای شي. د مفرط احتیاط او ډار له امله د ذهن د واقعیت لیدو کړکۍ بندیږي او یوازې ذهني تصورات پرې واکمنیږي. تاسې ته به هېڅ ګواښ متوجه نه وى، خو ویریږﺉ، چې که د شپې ووځى، څوک به مو په چاړه ووهي، یا به مو وتښتوي. دا کار کېدای شي ستاسې د ناوخته کار او ډېرو نورو چارو مخه ونیسي، خو که احتیاط او وېره مو راکمه کړﺉ، ستاسې ذهنيت به ډېر ورسره ورغیږي.

زه یو داسې کس پېژنم، چې په میلیونونو افغانۍ شتمني یې درلوده، خو یوځل یې له پاکستان نه د واردوونکو وریژو موټر د تورخم پرلار چپه شو او ډېرې وریژې یې ضایع شوې، اوس هېڅ کاروبار ته زړه نه ښه کوي. د هغه شتمني له لسګونو میلیونو افغانیو نه اوس څو میلیونو ته راکمه شوې، ځکه د وېرې او احتیاط له امله کاروبار ته زړه نه ښه کوي او ټولې له جیبه خوري. زه پوهیږم، چې یوه ورځ به د پولۍ ټک ته کښیني.

د نوي کار په تړاو د وېرې او احتیاط یو ستر لامل دادی، چې موږ یې له پایلو وېرېږو. که موټر واخلم، په لین کې به یې څوک پریږدي؟ تېل او موټرچلوونکی به څنګه شي؟ ځمکه خو به واخلم، خو کور به په څه جوړوې؟ اوس خو دادی، ۲۰۱۴ کال رانږدې دی، که بیا جګړې پیل شي، ځمکه خو رانه پاتې ده؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې تاسې دې ته اړباسي، چې په چارو کې له حده زیات احتیاط وکړﺉ. که په دغسې فکر سړی ژوند کوي، هغه ژوند نه شي کولای.

تاسې باید د هرکار له پیل مخکې د کار پر څرنګتیا غور وکړﺉ، په دې هم غور وکړﺉ، چې احتمالي پایلې به یې څه وي. که له تاسې سره دغسې یو سنجش موجود وي، په هېڅ ډول هم په پرېکړو کې خپل جرات له لاسه نه ورکوﺉ. هغه کسان، چې د پرېکړې جرات په کې نه وي او له هرڅه ډاریږي، د ژوند وړ نه دی.

هغه بالاخره د یوې بلا خولې ته ورځي. رحمان بابا وايي: ((کل وسواس له احتیاطه پیدا کیږي- زه رحمان له هوښیارۍ نه لیونی شوم)). په دغه شعر کې یو ستر راز او مفهوم پروت دی. ما خو یو ځل مخکې درته ویلي و، چې زموږ یو صراف ملګری د اسعارو د تبادلې په چارو کې دومره وسواسي و، چې بالاخره لیونتوب ته ورسېد او له ځان سره به یې پرلارو ګوتې شمېرلې او بېځایه به یې خندل.

زه هغه کس اوس په کابل کې وینم، چې د لکونو ډالرو څښتن دی. دغه سړی ولې شتمن شوی؟ ځواب دادی، چې هغه د وسواس غم وخوړ، بې ځایه احتیاط یې پرېښود او د چارو په تړاو یې په پوره فکر او دقت پرېکړې کولې.

په ټولنه کې هر ډول خلک پیدا کیږي. ټول خلک به ستاسې کارونه ونه ستايي، خامخا به یوه خو په کې راباسي، خو تاسې د هغوی هرې نیوکې ته غوږ مه ږدﺉ. ډېرې نیوکې داسې وي، چې کېدای شي هېڅ منطق ونه لري، دا ډول نیوکې باید ستاسې د کار روحیه ونه ځپي او نه هم له تاسې نه د پرمختګ شیمه واخلي.

ځینې کسان له دې ویریږي، چې که فلانکي ته ووایم، چې کار او پروژه را وګوري، بده پرې ونه لګیږي، یا رد ځواب رانه کړي. دغه وېره او احتیاط له تاسې نه ډېر ښه فرصتونه لوټي. کېدای شي ستاسې په ویلو سره مقابل اړخ تاسې ته کار او پروژه در کړي او ستاسې ژوند او کاروبار وسره جوړ شي. تاسې له ازمویښت نه مه ویریږﺉ، خو ازمویښت ته ځان ښه چمتو کړﺉ.

لکه، څنګه، چې زده کوونکي د ازموینې لپاره ځانونه چمتو کوي، تاسې د خپل کاروبار د ازموینې لپاره تیاری ونیسئ. په دې تیارۍ کې به تاسې ټولې لارې چارې، ستونزې او ښېګړې سنجولي وي. کله، چې په دغسې یوه سنجش سره کار پیلوى، وېرې او مفرط احتیاط ته هېڅ اړتیا نه پیدا کیږي.