Edhi

مسلماني تا مسلماني اس- خوشال خلیل

پاکستان کې یو انساني خدمتګار عبدالستار ایدهي وفات باندې د هر فکر او مذهب خلک ټول خفه دي، هغه ښه کلک مسلمان و، خو کله به یې چې خلکو سره مرسته کوله د هغو د مذهب، ژبې او نژاد پوښتنه یې نه کوله.

زه یو وخت کراچۍ کې پاتې شوی یم، د ښار هره برخه کې یې د خیریه مرستو او وړیا امبولانسونو مرکز درلود، د مرکز مخې ته به یې یوه زانګو اېښې وه او په سر یې لیکلي و.

( تاسو یوه ګناه وکړه، له نامشروع لارې مو ماشوم وزیږولو، اوس بله ګناه مه کوئ دا ماشوم حق لري ژوند وکړي که خپله یې نشی ساتلی دغه زانګو کې یې واچوی)

هغه وخت زه بیخي زلمی وم، ږیره مې لا نه وه شوې، خو دغې زانګو ته به چې ودریدم، زر او سل پوښتنې به راته پیدا شوې، ځکه زموږ وطن کې دغه ډول ماشومان چې حرمونی یې بولي، که ژوندی پاتې شي بیا یې هم ټول ژوند پیغور وي، همدغه زانګو او پاس جمله زما لپاره د ډېرو نورو ناویلو خبرو او تابوګانو د راسپړلو مقدمه شوه، له هغې وروسته به مې د هرې خبرې باره کې سوالونه کول او ګڼې پوښتنې راته پیدا کېدې او هره تابو ته مې په انتقادي نظر کتل.

په ۱۹۹۶کال کې چې زه کراچۍ کې وم، د کورنګۍ پنځم نمبر سیمه کې دده مرکز مخې ته مې دا سړی له نږدې ولید، ساده، عاجزه، دروند با وقاره معلومیده، هغه وخت دا کمرې نه وي کنه حتما به مې سیلفي ورسره اخېسته.

د کراچۍ ښار شمال ته د ناظم اباد سیمه کې بیا د الرشید ټرست په نوم یو بل خیریه مرکز و، دوی به د ضرب مومن په نوم اخبار چاپولو دا په اصل کې په اردو ژبه د طالبانو رسمي اخبار و او طالبانو ته به یې په ډېر شدت تبلیغ کاوه، دا مرکز بیا د وسله والو له خوا ساتل کېده، جنګ ته به یې خلک تشویقول او د جهاد لپاره به یې چندې ټولولې کابل او جلال اباد کې یې هم نمایندګۍ درلودې. زه د خپلې کنجکاوۍ په وجه دغه جومات او مرکز ته هم لاړم چې ضرب مومن اخبار او د طالبانو په اړه تازه چاپ شوي مطالب ترلاسه کړم، هلته په رسیدو لږه شیبه ولاړ وم چې ددې مرکز مشر مولوي چې اوس یې مکمل نوم رانه هیر دی له یوې پیک اپ ډاډسنې راښکته شو، شاته یې وسله وال باډي ګاردان چې ټولو پګړۍ وهلې وې راښکته شول، په خورا کبر او غرور او روب داب زموږ له مخې تېر شو.

ددغه دوو مرکزونو په اړه سل رنګه پوښتنې راته پیدا شوې، سره پرتله کول به مې، که څه هم طالبان هغه وخت کې ښه کش کې روان و، د هر چا خوښېدل خو ما ځانته قناعت نشوای ورکولای. ځکه دغه یو مرکز کرکه او بل مینه او محبت تولیدولو، نن د ایدهي مشر وفات باندې ټوله دنیا خواشینې ده، خو د الرشید ټرسټ څوک نوم نه اخلي. ځکه ایدهي سنټر د عامو خلکو په مرستو چلیده او الرشید بیا د پاکستان د پوځ په پیسو.

ما به تل ځان سره ویل کاش دا زموږ جهادي مشران هم د عبدالستار ایدهي په شان خیریه بنسټونه جوړ کړي. چې د خلکو خدمت وکړي او دوی چې څومره خلک وژلي او غلط کارونه یې کړي هغه به هم خدای ورته معاف کړي او پاتې ژوند به یې هم له دې مردار سیاست لري په سړیتوب تېر شي.

خو زه نه پوهیدم، ځکه زموږ جهادي مشران او د عبدالستار ایدهي مسلمانۍ کې ډېر فرق و، ایدهي غوښتل انسان ته د خدمت او چوپړ له لارې ځان خدای ته نږدې کړي او زموږ رهبرانو غوښتل د خلکو په وژلو، جاسوسۍ او مرګ ژوبلو د خدای رضا حاصله کړي، ددوی خدایان لا جلا ول. ځکه هر یو د خدای نه بېل تصور درلود. نن چې پاکستان دومره خوار او ذلیله دی، یوه وجه یې د الرشید ټرسټ په څیر د بنسټ پالنې مرکزونو ته زیاته توجه ده، چې ټول پاکستانی ولس یې د نړۍ پر وړاندې بدنام کړی دی، د دوی په عقیده او هر شي خلک شکمن دي، خو نړۍ باید خبره شي چې هلته د ایدهي په څیر مسلمانان هم اوسیدل، چې دغه ډول انسانان د پاکستاني ریاست ایډیال نه و، زما په فکر پاکستان تر عبدالستار ایدهي بل افتخار نه لري او که غواړي ځان په نړۍ کې سیال او سم معرفي کړي د د مولانا سمع الحق، فضل الرحمان، سپاه صحابه، لشکر جهنګوي، حرکت المجاهدین، طالبانو او نورو تندلارو ډلو په ځای دې د ایدهي په څیر مسلمانان او اسلام تقویه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.