946317_484537094933750_2144560889_n

مخابراتي کمپنۍ له آزاد بازاره په ګټه د مشتریانو جیبونه وهي

افغانان وايي مخابراتي کمپنۍ پر هغو ژمنو چې په رسنيو کې يې د اعلانونو پر مهال خلکو ته ورکوي، عمل نه کوي. دوى وايي د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کيفيت تر هغه څه چې اعلانوي يې ټيټ؛ خو بيې يې لوړې دي.

شنونکي حکومت ملامتوي او وايي چې د وړ پاليسو د نشتون له کبله مخابراتي کمپنۍ له آزاد بازار نه په ګټه اخيستو په کيسه بورانه شکل له خلکو نه پيسې اخلي او خپل جيبونه پرې ډکوي.

يو شمېر افغانان او د اقتصادي چارو شنونکي وايي سره له دې چې د مخابراتو په برخه کې پرمختګ د ستاينې وړ دى، خو په دې برخه کې د حکومت نه کنټرول اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار اسېدونکي وايي مخابراتي کمپنۍ په رسنيو کې د سوداګريزو خبرتياوو له لارې خلک خپل خدماتو ته وربولي، خو پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.
دوى ادعا کوي چې په کور دننه او بهر ته د اړيکو بيې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په پرتله لوړې دي.

د کابل ښار يوه تن اوسيدونکي شاه محمود هميانۍ ورځپاڼې ته وويل چې په ګاونډي پاکستان او ايران کې داخلي شبکو ته بيې ډېرې ټيټې دي، خو په افغانستان کې له داخلي شبکو سره اړيکې خورا ګرانې دي چې د سيمې له هېڅ هېواد سره د پرتلې وړ نه دي.

دى زياتوي چې کورنيو شبکو ته تخفيف د شپې په داسې وخت کې ورکول کيږي چې ټول مشتريان ترې ګټه نه شي پورته کولى.

نوموړي د مخابراتي شبکو په انټرنېټي خدماتو هم نيوکه وکړه چې د کمپنيو اعلاناتو د کابل ښار ټول واټونه نيولي، چې چټک انټرنېټ، خو چې کله ترې استفاده وکړې بيه يې لوړه او سرعت يې د اعلان خلاف سخت ورو وي.
دى وايي سره له دې چې کمپنۍ د انټرنېټي خدمتونو لپاره د تبليغ په موخه وايي چې د درېيم نسل تنکالوژي(3G) وړاندې کوي، خو د درېيم نسل په نوم دغه تنکالوژي، ان د انېټرنېټ د تر ټولو سپکې خواله پاڼې (فيسبوک) د خلاصون وړتيا نه لري.

کابل ښاريان دغه راز نيوکه کوي چې ټول ښار د تري جي تر پوښښ لاندې نه دى راوستل شوى، خو کمپنۍ د ښار په ټولو سيمو کې خپلو مشتريانو ته تر همدې نوم لاندې خدمات وړاندې کوي.

کابل ښاريان وايي چې اوس د مجبوريت له کبله له ټيلفون نه هم صرف نظر نه شي کولاى او کمپنيو هم دوى له خوږ ګوتې نيولي او ټولو شبکو ورته د قيمتونو په ټاکنه کې اتفاق کړى.

ياد ښاريان د مخابراتو وزارت نه په کلکه غواړي چې دې ستونزې ته په جدي سترګه وګوري او د مناسب قيمتونو د راوستو لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.
اقتصادي شنونکي هم پر حکومت نيوکه کوي چې د مخابراتي خدماتو د کنټرول لپاره منظمه پاليسي نه لري، څو پر بنسټ کمپنۍ سالم رقابت ته وهڅوي.
دوى وايي مخابراتي کمپنۍ په هېواد کې د آزاد بازار له سيستم نه ناوړه ګټه اخلي.

د اقتصادي چارو شنونکى احمد ضيا ضيا له هميانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل د وړ پاليسو د نشتون او نه تطبيق له کبله مخابراتي کمپنۍ په کيسه بورانه شکل له خلکو نه پيسې اخلي او خپل جيبونه پرې ډکوي.

نوموړې زياته کړه چې په افغانستان کې کافي کمپنۍ شته او د رقابت لپاره شرايط هم اماده دي چې پايله کې به يې قيمتونه ټيټ او د خدماتو کيفيت لوړ شي، ترڅو يې ګټه مستهلکينو ته ورسيږي.

ضيا په افغانستان کې مخابراتي شبکې په غلطو او ناسمو اشتهاراتو ورکولو تورنې کړې چې قيمتونه او خدمات يې هغه ډول نه دي په کوم ډول چې اعلانات کوي.
ويل کېږي مخابراتي شبکې يوه بهرني هېواد ته د اړيکو د کمښت په اړه مشتريانو ته دقيق معلومات نه ورکوي.
ضيا په همدې اړه زياته کړه: کله چې يوه بهرني هېواد ته د اړيکو په بيه کې د کمښت خبره کيږي، نو د اصولو سره سم بايد په بهر کې هغه کمپنۍ چې دوى ورسره توافق کړى په دقيق ډول مشخصه شي.

دى وايي له بده مرغه دلته داسې نه کيږي او کله چې په ياد هېواد کې له بلې کمپنۍ سره اړيکه ونيول شي، نو بيه يې د پخوا په څېر لوړه وي.

ضيا دا مني چې د ازاد بازار د اصولو پر بنسټ حکومت د قيمتونو د ټاکنې حق نه لري، خو د دې حق لري چې د سيمې او کورنيو شرايطو په پام کې نيولو سره پر کمپنيو فشار راوړي چې له معقوليت نه کار واخلي او په بيو کې ټيټ والى راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو وزات په يادو کمپينو د نظارت خبري کوي، خو لاهم نه دى توانېدلى چې داسې قيمتونو ته زمينه برابره شي چې د خلکو د قناعت وړ وګړځي.