b0dc5fa189d9a52116889fd04ae3106c_XL

لیلیان بتنکورت د ارایشي محصولاتو ملکه

لیلیان بتنکورت د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر په ۱۲ د فرانسې په پاریس کې زیږیدلې ده.

د فوربس د شمېرو له مخې په اروپا کې لومړۍ شتمنه ښځه او په نړۍ کې دويمه شتمنه مېرمنه ده، چې په ټوليز ډول په نړۍ کې ۱۵ ځای لري.

هغه د لوریال کمپنۍ مشره ده، چې د ارایشي او زینتي محصولاتو په تولیدولو کې د نړۍ له اوچتو کمپنیو څخه ده.

هغې په ۱۹۵۰کې له یوه فرانسوي سیاستمدار سره واده وکړ او په ۲۰۰۷ کال د مېړه تر مرګه پورې ور سره یو ځای اوسیده. لیلیان ته په ۱۹۵۷ کې د لوریال کمپنۍ د هغه له پلار څخه ور ته په میراث پاتې شوه.

د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په سوداګرۍ کې هم نوښت مهم دى، د لیلیان پلار هم د ویښتانو د رنګولو داسې نوى فورمول وړاندې کړ، چې ورته یې د au réale نوم ور کړ، پلار یې له همدې فورمول نه په ګټه اخیستنې د ویښتانو رنګولو محصولاتو باندې پیل وکړ او د پاریس سينګار ځايونو کې يې ووېشل.

هغه په ۱۹۰۹کې خپلې کمپنۍ ته (د فرانسې د ویښتانو بې ضرره رنګ ټولنې) نوم ور کړ چې وروسته یې په لوریال واړاوه.

له پیله د کمپنۍ پالیسي دا وه چې د څېړنې او نوښت پر بنسټ به توليد کوي چې دې کمپنۍ ته یې نړیوال شهرت ور کړ.

د لوریال کمپنۍ لومړی د ویښتانو د رنګ د تولیدولو له محصولاتو پیل وکړ خو ډېر ژر یې خپلو محصولاتو ته پراختیا ور کړه او نور لکه د لمر ضد کریمونه، ارایشي محصولات، عطرونه او د وېښتانو ساتنې محصولاتو په تولیدولو یې پیل وکړ.

د لوریال په باور ټول وګړي د ځان ښایسته کولو په لټه کې دي، نو له همدې کبله وایی د دې کمپنمۍ شعار دا دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نرانو او ښځو ښکلي کول يې ماموریت دی.

Liliane_Bettencour_3177191b

په ۲۰۰۹ کال کې دې کمپنۍ ۱۷.۵میلیارد ډالره عواید درلودل چې د ۶۴۶۰۰ تنه کارکونکو په درلودلو یې د نړۍ په ۱۳۰هیوادونو کې فعالیت کاوه.

لیلیان درسونه نه دي ویلي، خو د خپلې کمپنۍ په پراختیا کې یې ښه ونډه اخیسته، د لیلیان د کمپنۍ بریالیتوب په دې کې دی چې تل په خپلو تولیداتو کې نوښت کوي، نوي نوي شیان بازار ته وړاندې کوي، د مشتریانو ذوق ته ګوري، خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي او خپلو رقیبانو ته په بازار کې متوجه وي چې مات یې نه کړي.

همدارنګه لیلیان د بټن کورت شولر بنسټ هم لري چې تر ۴۵کلونو کمو عمر لرونکو اروپایی څېړونکو ته (د بتن کورت د عمر علمي جایزې)تر نامه جایزې ور کوي.

د بی بی سي د راپور له مخې په ۲۰۰۹ کې د لیلیان لور فرانسوا بتن کورت په محکمې کې په خپلې مور ادعا وکړه چې مور یې عصبي ستونزه لري، خپلې پیسې هسې مصرفوي، لور یې وروسته تر هغې چې مور یې خپل یوه دوست ته یو میلیارد ډالر ورکړل، نور تورونه هم پرې ولګول او د هغه په دوست يې چې یو عکاس دی تور و لګاوه چې غواړي له مور نه یې ناوړه ګټه واخلي، خو لیلیان وایی چې ټولې پیسې یې خپل ملکیت دی او څوک ور سره غرض نه لري.

loading…