aid7019870-728px-write-an-agreement-letter-step-17

له نورو سره څنګه قرارداد وکړو؟

پلار مې دې خدای وبښي، په ډېرو وړو معاملو کې یې هم له مقابل اړخ سره قرارداد کاوه. دا خوی یې اوس ماته په میراث پاتې دی. تراوسه مې، چې څومره مالي او اقتصادي معاملې کړې، د روښانه قرارداد په رڼا کې یې له ستونزو سره نه یم مخامخ کړی.

تېرکال مې له یوچا کور په ګروۍ نیولی و. قرارداد یې ما په خپله لیکلی و. یوه ماده په کې داوه، چې هروخت د کور څښتن او کرایه نیوونکي خوښه وي، یو بل د کور پرېښودو پرېکړه کولای شي. دې مادې ماته ډېره ګټه کړې ده.

تاسې کله هم کوښښ مه کوﺉ قرارداد په بل چا ولیکئ. په خپله یې ولیکئ او که په حقوقي مسایلو ډېر بلد نه وﺉ، له دارالوکاله، یا کوم ملګري قانونپوه نه مشوره واخلئ. تاسې که د معاملو د لارښوونې دفتر ته ځى، هغوی د کور د کرايې او ګروي په تړاو خپله ونډه هم غواړي.

موږ له نورو سره د خپلو حقوقي اړیکو د ټینګښت په موخه قرارداد ته اړتیا لرو. په شراکتي کار، موټر اخيستنې، د کور په کرایه او ګروي ټولو کې موږ باید قرارداد وکړو. که دا کار ونه کړو، شفاهي هوکړې مو راتلونکې ستونزې او جنجالونه نه شي اوارولای. په قراردادونو کې د دواړو اړخونو د قانوني استوګنې ځای، پته، دقیق وخت او مهلت، اجرايي ضمانت ( لکه د قرارداد فسخ کول او زیان ورکول) او نورې ټولې ځانګړې لیکل کیږي.

په قرارداد کې د معاملې ټول جزیات لیکل کیږي، په کلیاتو اکتفا بېلابېل تفسیرونه او تعبیرونه رامنځته کوي. په قرارداد کې ټولو ښکیلو اړخونو ته یوه یوه اصلي کاپي ورکول کیږي، ځکه د انکار پرمهال فوټوکاپي کار نه ورکوي. دوه اړخیز شرایط، ژمنتیاوې، د فسخ کولو شرایط، غیر مترقبه یا ناڅاپي مسایل لکه زلزله، سېلاب راوتل او د کور ړنګېدل، مهرونه، لاسلیکونه او ګوتې ټول د قرارداد جزیات دي.

د قرارداد په اړخونو کې حقوقي یا حقیقي شخص، هویت، امکانات، واکونه، (د شرکت کړنلار)، مهر، مشخصه او مشروع موضوع، تضمینونه، منځګړیتوب او نور جزیات مهم دي، ځکه د قرارداد په اوږدو کې د هر ډول ابهام او ستونزې په اواري کې له تاسې سره مرسته کوي.

زما یوه ملګري کال مخکې په افغانیو کور ګرو کړی و. یوه میاشت مخکې یې، چې کور پرېښود، شاوخوا څلور زره ډالره زیان یې وکړ، ځکه د افغانۍ بیه د کال مخکې بیې په پرتله پنځه افغانۍ راغورځېدلې ده. ملګري مې کور له دې امله ګرو کړی و، چې د کرایې پیسې یې بچت شي، خو د قرارداد په پای کې یې، چې افغانۍ په ډالرو حسابولې، هره میاشت یې ۳۳۳ ډالره زیان کړی و. یانې په کوم کور کې، چې اوسېده د هغې کرایه هم د ۳۵۰ ډالرو په شاوخوا کې وه. د دې پرځای که نوموړي کرایه ورکړې وای او د ګروۍ په پیسو یې کاروبار کړی وای، ډېره ګټه به یې کړې وای.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ما هم یو کور په ۲۰ زره ډالره ګروي نیولی و، خو کور مې د قرارداد د شرایطو له مخې په پنځمه میاشت پرېښود. د کور څښتن نیمې پیسې راکړې او نیمې پرې پاتې دي. د کور د ګروۍ پرمهال یو ډالر په ۵۰ افغانۍ بدلېده، خو څه موده مخکې یې، چې پیسې را سپارلې په بازار کې یو ډالر په شاوخوا ۵۶ افغانیو و. دغه ښاغلي په ډالر کې شپږ افغانۍ زیان وکړ، خو ما سره له دې، چې کور مې ګرو کړی و، د ۱۲۰ زرو یا ۱۴۰۰ ډالرو په شاوخوا کې مې ګټه هم کړې ده.

په شرعي لحاظ ما ته دغه ګټه سمه نه برېښي، ځکه خو مې اوس نیت دی، چې یو دیني عالم وپوښتم. خو یو څېز شته، چې دغه سړي ته ما هره میاشت یوه متفقه ټاکلې کرایه هم ورکړې ده.

په دې توګه په قرارداد کې د حقوقي او مالي مسایلو په پام کې نیول ډېر مهم دي. که چېرې موږ په قراردادونو کې داډول مسایل په پام کې ونیسو، زموږ ډېرې ستونزې به ورسره اوارې وي.