JobLossStress

له دندې ګوښه کول څومره زور غواړي؟

له دفترونو د کارکوونکو انفکاک د دواړو اړخونو لپاره سخت کار دی. له معقول عذر او دلیل پرته مو که څوک له دندې ګوښه کړي، څومره زور غواړي؟ دغه راز که چېرې تاسې له جرم او موجه دلیل پرته یوڅوک له دندې لرې کوى، څومره به د وجدان له عذاب سره مخ وى؟

کارکوونکی به له دفتره لاړ شي، خو عقده یې ټول عمر پاتې کیږي. ښايي د یوې داسې کورنۍ کفالت ور ترغاړې وي، چې یوازې دده تنخواه ته یې سترګې وي.

کېدای شي د ټولو د ښیراوو خولې په تاسې پسې خلاصې شي. دا ټول ممکن دي.

یو شمېر مدیران د کارکوونکو د اخراج ترڅنګ له هغوی سره ناسم چلند هم کوي، چې دا د مدیریت تر ټولو بده بڼه ده. یو څوک، چې له دفتره رخصتوى، باید د قرارداد د موادو مطابق له هغه سره عمل وکړئ. که چېرې ستاسې د اخراج پرېکړه د قرارداد او اصولو مطابق وي، هېڅ چاته ګیله نه دریږي، خو که د یوه بل کس د ګومارنې لپاره څوک له دندې لرې کوى، یا د دې لپاره، چې ستاسې یې څېره نه خوښیږي، یا دا، چې ستاسې پر وړاندې دلایل وايي، دا د کمزوري مدیر کار دی.

لایق او په کار پوه مدیران کله هم بې پوښتنې څوک له دندې نه لرې کوي. د هغوی دلایلو ته غوږ ږدي او خوشالیږي، چې په اداره کې یې څوک خبرې په پټو سترګو نه مني، یا څوک په پټو سترګو کار نه ترسره کوي.

هغه مدیران، چې د کارکوونکو په چاپلوسیو یې سترګې پټې دي، هغوی نه یوازې دا، چې ښه مدیریت نه شي کولای بلکې اداره یې هم وده نه کوي، ځکه چاپلوسي د نالایقو کسانو کار دی او لایق کسان تل د مسایلو په تړاو منطقي عمل کوي.

 

مدیران باید په دې پوه شي، چې د کارکوونکو په ظرفیت جوړاوي د یوې ادارې لګښت راځي او هغوی په څو کلونو کې کافي تجربې ترلاسه کړې وي، خو که چېرې په وړو وړو خبرو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کوي او نوي هغه ګوماري، له ادارې به یې یوازې یو روزنیز کورس جوړیږي. په دې صورت کې د ادارې کار له رکود سره مخ کیږي، یا یې د خدماتو په کیفیت کې تغییر راځي او ښايي ډېر مشتریان، مخاطبان هم له لاسه ورکړي، ځکه د زړو کارکوونکو په تګ سره له هغوی سره یوځای ظرفیتونه، تجربې او اړیکې هم ځي.

تاسې د یوه کس په تګ سره یوازې په فزیکي ډول کارکوونکی له لاسه نه ورکوى، بلکې د کارکوونکي تجربه، کار، ظرفیت، اړیکې او دغسې په دفتر او اداره کې حاکمه روحیه له لاسه ورکوﺉ.

مدیران باید د غوسې او قهر په وخت کې له پرېکړې ډډه وکړي. هره پرېکړه باید په پوره غور او فکر وشي، ځکه د غوسې حالت له انسان نه د فکر کولو او منطق واک اخلي.

هره اداره د کارکوونکو پر وړاندې د بشري سرچینو یو لارښود لري، چې د هغه په عملي کولو ټول کارکوونکي مکلف دي. د لارښود له مخې د سرغړونو په صورت کې کارکوونکو ته اخطاریې یا خبردارى ورکول کیږي او په وروستي ځل منفک کیږي. که چېرې مدیران د خپلو چارو په برخه کې دا ډول قوانین عملي کړي، ډېر کم به هم دی له روحي فشار سره مخ کیږي او هم کارکوونکي. داسې نه ده، چې د کارکوونکي ګوښه کول اسانه کار دی. تاسې که هرڅومره بددماغه مدیر وى، بیا هم زړه، احساس او وجدان لرى.

خامخا مو زړه سوځي او ځوریږﺉ، آن کېدای شي یوه ورځ بیخي ډوډۍ ونه خورى او د شپې خوب در نه شي، خو که دا کار د قانون له مخې وکړى او کارکوونکی د ګوښه کېدو پر دلایلو قانع کړﺉ، کېدای شي ډېر درنه خوابدی نه شي او نه هم تاسې دوجدان له عذاب سره مخ شى.

په همدې بنسټ ښه داده، چې د کارکوونکو په ګومارنه او ګوښه کولو دواړو که قوانین پلې شي او شخصي عمل ونه شي.