2a619b7

له خپل رییس سره څه ډول چلند وکړو؟

د شرکت، کمپنۍ او یوې ادارې رییسان د اړوندې ادارې مخکښان وي.

دغه پوست ته، چې څوک رسیږي، په خپلو وړتیاوو او کاري تجربو رسیږي. ناپوه او کمزوري رییسان او مدیران پر خپل پوست دوام نه کوي او یوه نه یوه ورځ یې نیمګړتیاوې را برسېره کیږي او دنده له لاسه ورکوي. له بدو ریسانو سره د هغوی کار کوونکي او مدیران هم په جنجال کې وي، ځکه په هره خبره کې خبره راوباسي. کله، چې مو رییس مخالف و، په تاسې د کار ساحه تنګیږي او بالاخره دې ته اړ وځﺉ، چې اداره پریږدﺉ. هر رییس خپل ځانګړي خویونه لري او دغه خویونه باید درک کړای شي. که غواړﺉ رییس مو له چلنده خوښ وي، کله هم داسې کار مه کوﺉ، چې هغه پکې د ځان سپکاوی وانګیري.

تاسې که په ورځ کې یوځل رییس ته ورمنډې وهﺉ او د خپلې ادارې شکایتونه کوﺉ، هغه پر تاسې خپل باور له لاسه ورکوي او داسې فکر کوي، چې په کار او مدیریت کې بریالي نه یاست. پر دې سربېره ستاسې هرځل تګ د رییس مهم وخت نیسي، کېدای شي مخامخ مو ځواب نه کړي، خو، چې له دفتره یې وځﺉ، له ځان سره خامخا دا تکراروي، چې (( عجب مدیر دی، غواړي ټولې چارې یې زه ورته وکړم، ښی ته مې د څه لپاره مدیر کړې یې؟)).

یو شمېر کسان په ناستو او غونډو بېځایه د خپل رییس پر وړاندې ځان غټوي. داسې ښيي، چې په دفتر کې هرکاره دی، دی او ټول کارونه هم دی کوي، په داسې حال کې، چې ستاسې رییس ستاسې ټولې چارې له نږدې څاري او حتا په دې هم پوهیږي، چې د ورځې په کومو کارونو بوخت یې، څومره کار کوې او څومره په فیسبوک او چټ کې بوخت یې. کېدای شي مخامخ درته ونه وايي، خو که تاسې ځانونه ډېر بوخت ښيﺉ، پر هغه به دا کار ښه ونه لګیږي.

هیڅ وخت کوښښ مه کوﺉ، چې خپل دفتر او کارکوونکي تر نیوکو لاندې راولﺉ او د نورو شرکتونو او کمپنیو کارکوونکي وستایﺉ. دا کار د رییس په ګډون د ټولو کارکوونکو روحیه ځپي او هغه هم کېدای شي ستاسې پرځای د بل بدیل په لټه کې شي، خو داسې هم نه، چې هرڅه ګل او ګلزار وښیﺉ. په برېښلیک د خپلو کارونو یو لنډ ګزارش ورکړﺉ، ووایاست، چې نن مو په ټلویزیون کې له ښاغلي … وزیر سره مرکه درلوده، ډېره ښه تېره شوه او مهم ټکی یې دا و. یا له … وزارت سره مو قرارداد لاسلیک کړ، چې له دې وروسته به زموږ توکي پیري او داسې نور. که رییس له تاسې وپوښتي، چې خبري ناسته یې څنګه وه او تاسې په ځواب کې ووایﺉ، چې بده نه وه، دا به منفي تایید وي، خو که ووایﺉ، چې ډېره ښه پرمخ لاړه، خو یو دوه ټکي پکې که ور زیات وای زموږ فعالیتونه به یې لا ښه منعکس کړي وای، دا یو ډول مثبت او په همدغه ترڅ کې رغوونکی نظر دی.

زموږ یو ملګری په عمر کم دی، خو له مشرانو سره خورا ډېر او په سترو مسایلو غږیږي. یوه ورځ یوه مشهور کس ورته وویل، چې د ډېرې غږیدا پرځای که ډېر واورې، یوڅه به درنه جوړ شي او که داسې ګړیږې او بل ته وار نه ورکوې، ځای نه شې موندلای. ډېر رییسان ددې پرځای، چې څوک ډېر وغږیږي، یا دلیل ووايي، دا یې خوښیږي، چې مقابل اړخ یې خبرې واوري. تاسې اول واورﺉ او بیا خپله خبره وکړﺉ، په دې سره مو رییس خبرو ته غوږ ږدي.

یوه ورځ یوه بهرني انلاین استاد راته ویل، چې ټلویزیوني ویندویان باید بدني ژبه یا (body language) فعاله وساتي. یاتې حرکات او ژستونه وښيي او لیدونکي خبر ته جذب کړي. دغه ژبه په ټولو مواردو کې مهمه ده، تاسې که د رییس په راتګ سره مثبت حرکات ونه ښيﺉ او کرار په ځای ناست وﺉ او خپل چای څښﺉ، دا به د دفتري اصولو خلاف عمل وي. تاسې مکلف یاست، چې د خپل مدیر او رییس پر وړاندې وړ حرکات وښيﺉ، هغوی د درناوي وړ دي او پر تاسې یې درناوی فرض دی. کله کله ستاسې مصنوعي حرکات هم ددې لامل ګرځي، چې رییس د ځان پر لور متوجه کړﺉ.

پوره ۱۳ کاله وړاندې ما په یوه دفتر کې کار کاوه. د دفتر ټولو کارکوونکو شین چای څښه، ځکه رییس یې ډوډۍ نه ورکوله. زه، چې نوی ورغلم، دغه وضعیت راته خورا حیرانوونکی و او په همدغه ترڅ کې مې پر نورو زړه هم وسوځېد، چې د غرمې او بیګاه ډوډۍ یې له چایو سره خوړله. د هغوی معاش هم دومره نه و، چې ډوډۍ پرې له جیبه وخوري. ما ورته وویل، چې زه یو کار کوم، له چای سره یوازې ډوډۍ خورم او هغه هم په دې ځای کې، چې رییس مې مخامخ وویني. همدا، چې پوه شوم رییس دفتر ته را ننوځي، ژر مې ګیلاس له شنو چایو ډک کړ او وچه ډوډۍ مې خولې ته ونیوله. رییس، چې سر را ښکاره کړ، له ځایه پورته شوم، ویل یې له ډوډۍ مه پورته کیږه، وبښه، چې بې وخته راغلم. ۱۵ دقیقې وروسته یې مالي مسوول ور وغوښت او سر له همغې ورځې یې ډوډۍ راته حواله کړه. دغه خاطره ځکه یادوم، چې په دغسې یوه حرکت مې د ټول دفتر د ډوډۍ غم وخوړ او که کارکوونکي او مدیران له رییسانو سره د خپلو ستونزو په شریکولو کې معقول عمل وکړي، خامخا یوې پایلې ته رسیږي. موږ ډېر داسې مدیران لیدلي، چې د رییسانو پروړاندې د خپلو کارکوونکو ستونزې نه یادوي، ځکه ویریږي، چې سپک نه شي یا له بدځواب سره مخ نه شي او یا یې خبرې پر رییس بدې ونه لګیږي، خو د مدیر یو مکلفیت دا هم دی، چې ستونزې پر خپل وخت له رییس سره شریکې کړي او که دا کار ونه کړي، مدیریت ترې شړیږي.

ستاسې رییس هرکاره نه شي کېدای. هغه به په یوه برخه کې ښه ماهر وي، خو په بله برخه کې به کافي تجربه نه لري. تاسې باید د خپلو رییسانو د قوت او ضعف ټکي درک کړﺉ او د ضعف په ټکو کې یې لاسنیوی وکړﺉ. که هغه په تخنیکي مسایلو بلد نه وي، همکاري ورسره وکړﺉ، مشورې ورکړﺉ او په تدریج یې په ټول تخنیک پوه کړﺉ. دا کار هم ستاسې او هم ستاسې د رییس دواړو په ګټه دی.
ډېرځله تاسې له داسې رییسانو سره مخ کیږﺉ، چې ستاسې وړتیاوې د خپلو کمزوریو قرباني کوي، یا د ستونزو پرمهال تېښته کوي او نه غواړي ځان پکې ښکیل کړي، یا د حل توان او وړتیا یې نه لري. په دې صورت کې تاسې مکلف یاست، چې د ستونزې نورې حل لارې ولټوﺉ، ځکه مسوولیت په هر حالت کې تاسې ته راجع کیږي.

بېځایه د هرڅه په اړه خپل رییس ته ډاډ مه ورکوﺉ، ځکه ټول کارونه ستاسې له وسه بهر دي. د څه شي ژمنه ، چې کوﺉ هغه باید پر خپل وخت ترسره کړﺉ او څه، چې نه شﺉ کولای مه وایاست، چې نه یې شﺉ کولای ووایاست، چې هڅه به وکړم. څومره، چې تاسې خپله تېروتنه ژر ومنﺉ، تر دې غوره تمامیږي، چې د غلطۍ د جبران لپاره لارې ولټوﺉ، یا نور کسان پکې ښکیل او دخیل وګڼﺉ.

زه داسې کسان پېژنم، چې د ډېرو وړو مسایلو لپاره هم خپل رییس ته منډې ور وهي، خو دا فکر نه کوي، چې رییس یې هم بوخت سړی دی او که پوه شي، چې مدیر یې دومره نالایق دی، چې په ډېره عادي مساله کې خپله پرېکړه او عمل نه شي کولای، کېدای شي پر تاسې خپل باور له لاسه ورکړي او صلاحیتونه مو هم در محدود وکړي. تاسې، چې څومره خپل رییس او مسوول په چارو کې در شریکوﺉ په همغه کچه ستاسې صلاحیتونه او واکونه محدودیږي، ځکه ستاسې پر وړتیا باور ورو ورو راکمیږي.