13495534_304232969909219_5305564776697209625_o

له حکمتیار سره د سولې مخالفت څوک کوي؟

 

له حکمتیار سره د سولې د خبرو بري ته رسول د ولسمشر غني د حکومت لویه لاسته راوړنه وه. په دې لحاظ نه چې مطلق امن به راشي، په دې لحاظ چې حکومت د مخالفو ډلو د راضي کولو او د سیاسي تشنج د حداقل راکمولو لپاره یوه منظمه سټراټېژي او روغ نیت لري.

په دې خبرو اترو کې د نیم حکومت د مالک عبدالله عبدالله اولی دریځ او نسبتاً ارامي غني ته زمینه مساعده کړه چې له حکتیار سره وړاندې لاړ شي، خو کله چې ولیدل شول چې حکمتیار سولې ته د بل هر وخت په نسبت ډېر لیوال دی، نو د عبدالله ډلې د دې خبرو پر وړاندې د خنډونو جوړولو لاره خپله کړه.

اوس د سولې په اړه مالومات له دوو چېنلونو تر لاسه کېدای شي، د ارګ امنیت شورا او په شمشتو کې د حکمتیار پلویان.
ارګ لاهم دې خبرو ته خوشبینه دی، خو د حکمتیار ډله وايي چې کیسه څه ورانه غوندې ښکاري.

د حکمتیار یوه نږدې منبع ادعا کوي چې د سولې شورا معاون عطاالرحمن سلیم د سولې د روانې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
سلیم عبدالله ته منسوب سړی دی چې په سوله شورا کې ډېر نفوذ اعمالولای شي، خو دا برنامه یو دیکته شوی عمل دی.
کله چې حکمتیار سولې ته غاړه ږدي، ولسمشر غني تیاری ښيي چې د امتیازاتو په ورکړه کې به له صداقت څخه کار واخلي او د ده لپاره سوله تر دولتي امتیازاتو لوړ ارزښت لري.

د ملي وحدت د توافق له مخې حکمتیار ته په حکومت کې د څوکیو د ورکړې خبره هم کره شوې وه، خو غني وايي چې دا امتیازات به یوازې د غني له سهم څخه نه، بلکې د ټول حکومت له اډانې نه وضع کېږي.

عبدالله عبدالله ته دا خبره په زړه پورې نه ده، خو له دې کبله چې ټوله ملامتي یې په کمپ تمامه نه‌شي، نو په غیرمستقیم ډول د حکمتیار د راتګ مخالفت کوي.

د حزب اسلامي اخبار شهادت په تازه ګڼه کې لیکلي چې د حکومت اړخ او په ځانګړې توګه د سولې شورا څلور نوي شرطونه چې له پخواني توافق سره په ټکر کې دي، توافقنامې ته ورشامل کړي، یا یې شاملول غواړي.
په دې توګه حکومت غواړي چې له سولې څخه د تېښتې ملامتي پرحکمتیار ورواوړي.
اخبار هم د عبدالله ډلې ته اشاره کوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

عبدالله عادتاً په سیاسي ملي مسایلو کې په اول کې څرګند دریځ نه لري، یو کار په امېدوارۍ شروع کړي، خو ورچاپېره حلقه یې چې ذهن وپړسوي، نو عبدالله عبدالله له تړلي تصمیم نه بېرته پر شا شي.

که څه هم په تېرو انتخاباتو کې عبدالله او حزب اسلامي ګډ کمپ جوړ کړ او د انتخاباتو په نیمه برخه یې چاپه ووهلای شوه، اما اوس عبدالله له حکمتیار سره د پخلاینې موضوع ته له بله اړخه ګوري.

عبدالله عبدالله او پلویان یې د هغه حکمتیار په اړه فکر کوي چې واک ته ورسېږي او په نسبتاً اوږده مهال کې د دوی نفوذي حوزې چې اکثره یې په شمال کې دي، چېلنج کړي.
د خبرو اترو په جریان کې عبدالله عبدالله او شمال ټلوالې د حکمتیار نفوذ په خلکو کې یو وار بیا ارزیابي کړ.
دوی ته مالومه شوه چې د حکمتیار پلویان یا په ټوله کې حزبیان دومره ډېر دي او د ده په راتګ دومره منسجم کېدلای شي ‌چې د ټلوالې سیاسي اقتدار له خطر سره مخامخ کوي.

په دې تناسب ټلواله هڅه کوي دا بالقوه خطر په نطفه کې خنثا کړي او اجازه ور نه کړي چې حکمتیار او پلویان یې د کابل په واټونو کې ټلوالې ته په یو سرخوږي بدل شي.
د عبدالله ډلې پر غني هم شک کړی چې غواړی حکمتیار راولي او په اینده کې له نوي متلف سره د ټلوالې دولتي سهم وننګوي. دوی له انتخاباتو هم په وېره کې دي چې د قدرت موازنه د حکمتیار په راتګ سره بدلېدای شي.

د دوی په نظر اوس معقوله لاره دا ده چې د حکمتیار مخه ونیسي او په دې توګه هغه ګواښونه په بیه وا نه خلي چې اول خطر یې ټلوالې ته متوجه دی.

بل هغه څه چې عبدالله عبدالله یې وېرولی، د حکمتیار هغه لیک او ډالۍ ده چې څه مهال وړاندې یې غني ته راواستاوه.
په لیک کې غني ته د جلالت‌ماب ولسمشر خطاب شوی دی، په دې توګه هم د مذاکراتو او سولې کریډیت غني ته ځي، عبدالله په‌کې بې‌تاثیره اېسي او هم د دوی ترمنځ مینه او د اړیکو قوت د عبدالله له‌پاره د خطر زنګ دی.

ټلوالې څو ځله په همدې طریقه او مکارانه اقداماتو له طالبانو سره هم جوړې شوې رابطې له منځه وړې او که دا لاره صفا نه‌شي، له حکمتیار سره د سولې پای ته رسېدلې پروسه ملغا شي، نو داسې فکر دې وشي چې ټلواله د دولتي واک د ساتنې له‌پاره هیڅ ډول قیمت په ځان نه مني او په واک کې د پاتې کېدو له‌پاره دوه نورو لسیزو جګړې ته هم زړه ښه کوي، خو فېشني اقتدار له لاسه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.