له جیو تلویزون سره د ولسمشر غني بشپړه ویډیويي مرکه له درې ژباړې سره

د موبایل لیدونکي دا مرکه د لیکنې په وروستۍ برخه کې کتلی شي

ولسمشر اشرف غني د جیو تلویزون له سلیم صافي سره په یوې مرکې کې ویلي ، افغان طالبان په پاکستان کې په څرګنده غونډې کوي او ددې هیواد په مرکز اسلام اباد او نورو ښارونو کې په رڼا ورځ فعالیتونه کوي .

نوموړې ویلي طالب ټپیان او ناروغان د پاکستان په رغتونونو کې تداوي کیږي .
پاکستاني چارواکي پخپله خاروه کې د افغان طالبانو د مرکزونو شتون نه مني خو د روان میلادي‌ کال د مۍ په میاشت کې د طالبانو پخوانی مشر، اختر محمد منصور، کویټې ښار ته نږدې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شو.

افغان ولسمشر له پاکستاني جیو ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي‌ چې ډیرې هڅې یې کړي چې پاکستاني پوځي او ملکي واکمنان د طالب جنګیالیو نه ملاتړ ته وهڅوي.

ولسمشر غني د پاکستان هغه ادعاوې چې ګوندې پاکستاني طالبانو ته افغانستان کې ځای ورکړل شوی هم رد کړي او وايي افغان حکومت هیڅ ډول ترهګرو ته په خپله خاوره ځای نه ورکوي .

د جیو تلویزون سره د ولسمشر غني دا مرکه وړمه ورځ خپره شوه . د افغان ولسمشر د ویندوی دفتر ددې مرکي ویډیويي بڼه له درې ژباړې سره رسنیو ته استولې . دلته یې کتلئ شئ .

یادونه :
د یاران فیسبوک پاڼې د پوسټونو په شریکولو له موږ سره مرسته وکړئ .