File photo of Afghan National Army (ANA) soldiers patrolling at an outpost in Helmand

لشکرګا ته څیرمه د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې روانې دي

طالبان ادعا کوي چې د هلمند مرکز لشکرګاه ته څیرمه د چاه انجیر بازار او شا او خوا پوستې یې له دولتي لورې نیولې دي .

طالب ویاند قاري یو سف احمدي رسنیو ته په یوې استولې خبرې پاڼې کې همدارنګه ادعا کړې چې دغلته یې افغان حکومتي ځواکونو ته درانه مرګ ژوبله اړولې .

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا رسنیو ته ویلي چې د چا انجیر په سیمه کې یې د طالبانو تهاجمي بریدونه په شا تنبولي دي .

نوموړې ویلي چې چا انجیر ته د ملي اردو کوماندو ځواکونه رسیدلي او همدارنګه هوايي ځواکونو هم دغلته عملیات پیل کړي دي .

چا انجیر د ناد علي ولسوالۍ اړوند سیمه ده چې د لښکر ګاه ښار څخه په لس کیلومتره واټن کې پروت دی .
د هلمند چارواکي وايي، طالبانو تر د مخکې د نادعلي په شین کلي او چامیرداد کې بریدونه پیل کړي وو.

د دفاع وزارت تایید کړې چې په هلمند کې په ځانګړې توګه ناد علي کې له طالب وسلوالو سره په تودو جګړو بوخت دي .

خو د دفاع وزارت ویاند یاران ته ویلي ، هلمند کوماندو ځواکونه رسیدلي ، او یو شمیر یې د نادعلي ولسوالۍ کې ښکته شوي چې ډیر زر به دغلته د طالبانو د وروستیو فعالیتونه مخ ډب کړي .

تر دې مخکې طالبانو د خانشین په ولسوالۍ برید کړی و او ددې ولسوالۍ د مرکز د نیولو ادعا یې کړې وه .
په هلمند کې د ولایتي شورا یو غړي رسنیو ته ویلي ، په دې ولایت کې طالبان هومره پیاوړي نه دي خو د امنیتي ځواکونو د مشرانو تر منځ نه هماهنګي ددې سبب شوې چې دا وسلواله ډله خپلو بریدونو ته زور ورکړي .

افغان چارواکي دا نه مني چې ګوندې طالبانو دې په خپلو وروستیو بریدونو د هلمند مرکز لشکرګاه ته ګواښ پېښ کړی وي .