لاکشمي میټال ؛ د فولادو ټولواک
لاکشمي میټال ؛ د فولادو ټولواک

لاکشمي میټال ؛ د فولادو ټولواک

هندى سوداګر لاکمشي متال وايي هدف يې دا دى چې ټولې نړۍ ته د فولاد رسول په خپل لاس کې واخلي. هغه چې اوس هم ورته د نړۍ د فولادو پاچا ويل کيږي په کال کې ١٠٠ميليونه ټنه فولاد توليدوي.

د مټال کمپنۍ ارسلور ميټال نوميږي او د اوسپنې او فولادو له ٤٥ نورو سترو کمپنيو څخه جوړه ده، چې د نړۍ په ٢٧ هېوادونو کې فعاليت کوي. ارسلوميټال له ٢٣٠ زرو زيات کارکونکي لري.

٦٢کلن لاکمشي مټال د هندوستان دى، خو اوس په لندن کې اوسي. د فوربس د شمېرو له مخې د ٢٠.٧ميليارد ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې ٢١ او په اسيا کې درېيم لوى شتمن دى.

واده يې کړى، دوه زامن لري او د نړۍ د ځواکمنو کسانو په ډله کې ٤٧ ځاى لري. په لندن کې تر ټولو قيمتي کور د ده دى.

قوي مديريت او پياوړې ستراتيژي د هغه د برياليتوب رازونه دي.

د لاکشمي ميتال ستراتيژي داده، هغه څيزونه چې د ماتېدو په حال کې دي بيرته يې را ژوندي کوي، لکه د فولادو وړې او يا نورې کمپنۍ چې د سقوط په حال کې وي پيرې يې او د فولادو د توليد لپاره هم معمولا د هغو اوسپنو څخه ګټه اخلي چې د له منځه تلو په حال کې وي، ياني له استفادې غورځېدلې وي.

د برياليتوب بل راز يې دا دى چې يو منسجم سيستم لري. هغه په دې کار سره د بازار رهبريت په غاړه اخيستى او د توليد لګښتونه يې تر ټولو ټيټې کچې ته ټيټي کړي دي.

دا سيستم د دې لامل شوى چې بېلابېلو مشتريانو ته بېلا بېل محصولات وړاندې کړي او خوښ يې وساتي. د امريکا او اروپا مهم صنعتونه لکه د موبايل سازي کارخانې يې دايمي مشتريان دي.

فايننشال ټايمز په ٢٠٠٦کال کې لاکشمي مټال د کال شخصيت و نوماوه او همدارنګه فوربس هم په ٢٠٠٤ کال کې هغه د اروپا وړ شخصيت نومولى وو.

لاکشمي متال د باليوود نړيواله شبکه(B4U) هم وپيرله، له دې سره يوځاى د فوټبال او داسې نورو لوبو د لوبغالو د اخيستو تکل يې هم کړى او په دې ډول غواړي د هندوستان د قهرمانۍ فرهنګ په دودولو کې پراخه ونډه ولري.

په نورو ټولګټو پروګرامونو کې هم ډېره مرسته کوي. له خپل هېواد سره ډېره زياته مينه لري. تل دا هڅه کوي چې څنګه په نړيواله کچه د خپل هيواد په ځلولو کې مرستندوى شي.

لاکشمي مټال په سيستماتيک ډول ډېر پرمختګ کړى دى. تل يې د نورو زياتو پيسو د ګټلو لپاره بېلابېلې لارې په کار اچولي، بېلابيلو برخو ته يې خپل فعاليتونه غزولي، د مشهورتيا لپاره يې مختلفو څانګو ته لاس اچولى او په پياوړي مديريت يې ټول کارونه په سم او وړ ډول ترسره کړي دي.

پخوا به داسې فکر کېده چې هنديان به د سافټويرونو او موبايلونو په جوړولو کې نړيوال ريکارډونه و ګټي؛ خو لاکشمي مټال دا خبره هم ثابته کړه چې د فولادو په توليد کې به هم هند نړيوال کړى او اوس يې په نړۍ کې دومره پرمختګ کړى چې د فولاد سازۍ لويه امپراطورۍ يې جوړه کړې ده.

هغه وايي زما د ژوند تجربه داده چې کله برياليتوبونه يو ځل در ته مخه کړي نو کوښښ وکړى ويې غزوئ، څومره چې خپل برياليتوبونه غزوي هومره نور هم هڅيږئ، تشويق کيږئ او په ترڅ کې ښه قوي او پياوړى پرمختګونه را منځ ته کولى شئ.