kazakhstan-flag-map

قزاقستان کې پنځوس تنه افغانان نیول شوي

قزاقستاني چارواکي وايي ، سرحدي پولیسو یې پنځوس تنه افغانان نیولې دي .

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې دا پنځوس تنه افغانانو د یو شمیر نورو ازبکستاني ، ازبایجاني او قزاقستاني اتباعو سره د ( اونتوستیک ) سرحدي پولیسو نیولې دي .

په راپور کې ویل شوي چې دا کسان د قزاقستان د هغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي چې غواړې د قزاقستان ازبکستان له لارې د غیرې قانوني کارګرو د تګ راتګ مخه ونیسي .

د نیول شویو افغانانو د هویت او په دې اړه چې ولې نیول شي جزییات نه دي ورکړل شوي .

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا پنځوس تنه افغانان څوک او کوم لورې ته روان وو.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې روانه بې ثباتي او بې باوري ددې سبب شوې چې ګڼ افغانان په خطرناکو لارو نورو هیوادونو ته د سفر په نیت ووځي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.