os-give-up-facebook-happier-life-20151112

فیسبوک څومره زموږ وخت ضایع کوي؟

بیل ګیټس په نوي ډيلي کې د یوې ناستې پرمهال اعلان وکړ، چې په فیسبوک کې تر زرو ډېر د ملګرتیا غوښتلیکونه ور کړل شوي، خو دی وخت نه لري، چې دغه ټول غوښتنلیکونه ومني. هغه وايي: « که پام ونه کړو، ټکنالوژي زموږ وخت ضایع کوي».

زما یوه ملګری وايي، چې د ورځې په دفتر کې شاوخوا درې ساعته فیسبوک کاروي او چې ماښام کورته لاړ شي، له اتو تر ۱۰ بجو پورې په فیسبوک کې بوخت وي. زه هم په دې ناروغۍ اخته یم، خو په دفتر کې کوښښ کوم ډېر په کې بوخت نه شم، اما په کور کې د ټلویزیون پرځای فیسبوک ګورم.

فیسبوک د اړیکو د ټینګښت او خبرونې تر ټولو ښه وسیله ده، خو که د استعمال پر څرنګتیا یې غور ونه شي، پر وخت، کاري کیفیت، عوایدو او مالي ګټې ټولو اغیز پرېباسي.

زموږ یوه ملګري په خپله پاڼه کې شکایت کړی و، چې په دفتر کې یې پر فیسبوک بندیز دی.

کله، چې یوڅوک په اتو رسمي ساعتونو کې درې ساعته په فیسبوک کې تېروي او درې ساعته نور هم په دې اندېښنه او لېوالتیا کې وي، چې پر تبصرې، عکس او… یې چا څه لیکلي، یا څومره هرکلی یې شوی، فکر وکړﺉ، چې کار او کاري کیفیت به یې په کومه کچه کې وي؟

رسمي شمېرې ښيي، چې دمګړۍ په نړۍ کې ۳۵ میلیونه کسان د فیسبوک معتادان دي. د فیسبوک معتادانو ته په امریکا کې (FAD) اصطلاح کاروي، ځکه له فیسبوک پرته مجلس، ډوډۍ، کار او ژوند خوند نه ورکوي. سم لکه د سګرټو او نصوارو معتاد؛ په موټر کې فیسبوک، پر لاره فیسبوک، په تمځي کې فیسبوک او بالاخره په کور او دفتر کې فیسبوک! فیسبوکي اعتیاد له تاسې خلاقیت، ابتکار او کاري کیفیت ټول اخلي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د امریکا د برګرو یوه شرکت اعلان وکړ، چې هرڅوک خپل لس ملګري په فیسبوک کې له ځان نه لرې کړي، یو وړیا ساندویچ ورکوي. د یاد شرکت په باور، خلک، چې په فیسبوک کې بوخت شوي لوږه یې هېره کړې او د دوی پر بازار یې بد اغېز کړی دی.

زه خپله، چې کومه ورځ په فیسبوک کې تبصره کوم، یا عکس ږدم، ټوله ورځ په اندېښنه کې وم، چې څوک منفي خبرې پرې ونه کړي، یا دې ته لېوال وم، چې ملګري مې څه پرې وايي. که پر نور کار هم بوخت وم، په هرو شلو دقیقو کې یوځل فیسبوک پاڼې ته سر ورښکاره کوم او، چې هرځل سر ورښکاروم، شاوخوا پنځه دقیقې وخت مې نیسي. یانې په هرساعت کې درې ځله فیسبوک پرانیزم او په هرساعت کې ۱۵ دقیقې وخت ضایع کوم. په دې توګه زما مجموعي ضایع کېدونکی وخت ۱۲۰ دقیقو یا دوو ساعتونو ته رسیږي، خو دا له هغه وخت نه بېل دی، چې زه یې د خپلو تبصرو پر متن، ځواب ورکولو، او د نورو خلکو د پسټونو پر لوستلو تېروم. دا هر څه ددې لامل ګرځي، چې د خپل کاري وخت شاوخوا درې ساعته په شخصي چارو ضایع کړم او اندېښنې او لېوالتیا مې د کار پر کیفیت بد اغیز پرېباسي.

زه په خپل دفتر کې ډېر داسې کسان پېژنم، چې پخوا به یې ډېر او با کیفیته کار کاوه، خو، چې فیسبوک او یوټیوب ورته پرانېستل شوي، هرڅه له سره تېروي. اداره هم دې مسالې ته متوجه ده، ځکه خو اوس یوازې په دوو جلا وختونو کې یوازې یو یو ساعت د فیسبوک کتنې اجازه ورکوي.

په فیسبوک کې له تاسې ډېر ملګري په دې خپه کیږي، چې تاسې د خپلو کلیماتو او جملاتو د اغیز اټکل نه شى کولای. په مخامخ ناسته کې به دومره ژر څوک خپه نه کړﺉ، خو په فیسبوک کې به خپل ورور ته دومره ترخې خبرې وکړﺉ، چې وروسته له ځان سره پرې سوچ کوﺉ، پښیمانه کیږﺉ.

ابله ورځ یوې مغازې ته لاړم، خو یو مسوول کس یې په فیسبوک کې بوخت وو. دوه درې ځله مې ورته وویل، چې وروره اصلي روح افزا شربت لرې؟ خو له بده مرغه ځواب یې رانه کړ. وروسته مې، چې پرې ور کړنګ وهل، ځواب یې راکړ، چې نه یې لرم، په داسې حال کې، چې د وتلو پرمهال مې په المارۍ کې ۱۰ او ۱۲ بوتله شربت ولیدل. دغه دوکاندار خپل مشتري د دایم لپاره له لاسه ورکړ او که دی په ورځ کې لږ ترلږه درې مشتریان له لاسه ورکوي، په کال کې یې ناراضه مشتریان تر زرو تنو اوړي.

زه په خپلو ملګرو کې څو داسې کسان لرم، چې شپه او ورځ انلاین دي او د ورځې لس او شل تبصرې کوي. فکر کوم، چې یا خو د همدې فیسبوکي تبصرو له لارې معاش اخلي، یا وزګار دي او یا هم په داسې اداره کې کار کوي، چې د کار د کیفیت او څرنګتیا په تړاو نه پوښتل کیږي.

که چېرې ټولنیزې شبکې په دې ډول کاریږي، فکر کوم زموږ ټول استعدادونه به په همدې کې ضایع کيږي. نه به دوکاندار خپل مشتریان وساتلای شي، نه به ښوونکي زده کوونکي کنټرول کړي او نه به هم مدیران خپل کارکوونکي. زه د ټولنیزو شبکو پر استعمال د بندیز مخالف یم، خو لږترلږه د داسې قیوداتو او شرایطو د وضع کولو پلوی یم، چې زموږ کاري چاپیریال ترې اغیزمن نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.