56d01b81d6a03

فیسبوک د قندیل بلوچ پاڼه وتړله

فیسبوک د پاکستان د تولنیزو رسنیو د مشهورې وژل شوې ماډلې قندیل بلوچ پاڼه وتړله . نوموړې د پاکستاني پولیسو په وینا اونۍ وړاندې د خپل ورور له خوا د غیرت په نوم ووژل شوه .

قندیل بلوچ د د فیسبوک پر پاڼه ۷۰۰۰۰۰ اوه سوه زره مینوال لرل .

د فیسبوک د پالیسۍ له مخې د هغو کسانو د فیسبوک له پروفایل سره چې مړه کیږي د ”یادیږي“ ( ( remembering کلمه زیاتیږي .
خو د فیسبوک د پاڼو په برخه کې که د فیسبوک پاڼه بل اډمین ونه لري د وفات شویو کسانو فیسبوک پاڼه تړل کیږي .

ویل کیږي چې د قندیل بلوچ د فیسبوک د پاڼې چلونکې نوموړې خپله وه او بل چلونکی یې نه درلود ځکه خو یې پاڼه وتړل شوه .

د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .
د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .

دې پاکستانۍ ماډلې د روژې په میاشت کې د یو پاکستاني ملا مفتي عبدالقوي رسوا کونکې عکسونه خپاره کړل چې په رسنیو کې یې سخته غوغا راپورته کړې .

پولیس وايي نوموړې تیره اونۍ د خپل ورور له خو ووژل شوه . خو په پاکستان ګڼ کسان د پولیسو دې ادعا ته د شک په سترګه ګوري .

د ملتان د پولیسو مشر سلطان عظم تیموري دا هم ویلي چې د قندیل بلوچ د قتل په دوسیه کې به مفتي عبدالقوي هم شامل کړی شي . د قندیل مور و پلار ویلي دوی شک لري چې مفتي به په دې وژنه کې لاس لرلی وي .

پولیس وايي په دې پېښه کې به له یو شمیر نورو مشکوکو کسانو هم پوښتنې ګرویږنې وشي او معلومه به شي چې د قندیل بلوچ له ورور سره په دې قتل کې بل چا مرسته کړې ده .
اعلان

loading…