13482794_10156984435295176_6912081830527382638_o

فرهاد دریا په افغانستان کې د چرسو څخه د قانوني ګټې په لټه

فرهاد دریا یوازې ښه سندرغاړی نه دی ، بلکې یو ښه ټولنیز فعال هم دی . دې خوږ ژبي سندرغاړي په دې وروستیو کې د چرسو څخه د قانونې ګټې اخیستو مسله په ډیر شدت راپورته کړي . دې وايي : ” د ملنګانو دا بوټي کولی شي افغانستان ته ډوډۍ ورکړي . “
فرهاد دریا په افغانستان کې د پانګونې د ملي پروګرام په پرانیستې کې چې ددې پروګرام د ښه نیت سفیر هم دی وړاندیز وکړ چې :
” حکومت کولی شي ، هغه شرم چې په ټوله نړۍ کې د خلکو او هیواد د حجالت سبب شوی په یو څه تدبیر، خواخوږۍ او کار سره د افغانستان پر سرلوړۍ او اعتبار تمام کړي .“
فرهاد دریا وړاندیز کوي چې د ټیکنالوژۍ په کارولو د بنګو څخه تر لاسه کیدونکي ”کانابیس “ نومي طبي مواد په بې شمیر طبي او صنعتي محصولاتو بدل شي .
د ښاغلي دریا په وینا د افغانستان خاوره د بنګو ” د چرسو بوټي “ د روزنې لپاره له ښه یا بده مرغه ډیره مناسبه ده او ترې ډول ډول محصولات هم په ډیره اسانۍ جوړیدای شي ، چې دده په وینا په نړیوالو مارکیټونو کې ښه ځای موندلی شي .
فرهاد دریا زیاتوي ، یو شمیر نړیوال شرکتونه شته چې په نړۍ کې یې په لوړو معیارونو دا ډول محصولات له کلونو راهیسې تولید کړي او افغانستان کې هم پانګونې ته چمتو دي چې دده په وینا به افغانستان په ملیاردونو ډالر عواید ولري .
دا افغان سندرغاړي وايي، که داسې وشي تر یو حده به د چرسو د غیرې قانوني کرنې او قاچاق مخه هم ونیول شي . فرهاد دریا ویلي چې یو ډنمارکي شرکت دده له ټیم سره اړیکه نیولې او دوی تیر کال ددې شرکت د استازي او د افغانستان د کرني د وزیر ترمنځ یوه لیدنه هم هماهنګه کړې وه خو وزارت په کې لیوالتیا ونه ښوده .
فرهاد دریا چې په افغانستان کې د پانګونې د ملي پروګرام سفیر هم دی وايي چې په یوه غونډه کې یې له اجرايي ریس ډاکتر عبدالله غوښتي چې افغان ولسمشر اشرف غني ته یې هم دا وړاندیز ورسوي .

دریا وايي، د پانګونې د ملي پروګرام په پرانیسته کې یې  له اجرايي ریس عبدالله  غوښتي چې دا وړاندیز یې ولسمشر غني ته ورسوي
دریا وايي، د پانګونې د ملي پروګرام په پرانیسته کې یې له اجرايي ریس عبدالله غوښتي چې دا وړاندیز یې ولسمشر غني ته ورسوي

نوموړې د خپل دې وړاندیز په سپیناوي کې یو بل ځای ویلي چې له دې یې هدف په افغانستان کې د چرسو د کر او تولید قانوني کول نه بلکې د خکومت تر څارنې لاندې پر یوې ټاکلې اندزې مځکې ددې فصل کرل او پرقانوني لارو یې د محصولاتو کارول دي .

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې بنګ په کې زیات کرل کیږي او ترې تر لاسه کیدونکي چرس په غیرې قانوني توګه د ننه په هیواد او له هیواده بهر مصرفیږي .

دا چې دې افغان سندغاړې ته د پانګونو په دومره ډیرو مواردو کې ولې د چرسو په برخه کې پانګونه دومره مهمه ښکاره شوې ، علت به یې خپله ده ته معلوم وي .

خو ددې نوښتګر سندرغاړي دا وړاندیز لکه دده د سندرو په څیر پر نوښت ولاړ دی او نوښت هغه څه دي چې په افغانستان کې یې نه سیاستوال ، نه چارواکي او نه هم هنرمندان ډیر په کیسه کې دي .

ښه ده ده چې اهل منصب او اهل څوکۍ زموږ د وتلي سندرغاړي پر دې ګټور وړاندیز غور وکړي .

13442541_1772405492970933_1540881472870740425_o 13558757_10157026360955176_1689461482695836872_o Untitled 13511061_10157010753300176_1452191793593210101_n

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.