sharbat-gula-by-aleksandrah90241539

عمر زاخلیوال : تمه ده شربت ګله راتلونکې سه شنبې خوشې شي

په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخلیوال وايي، د پښور محکمې د شربت ګلې د قضیې د اوریدو لپاره بله نیټه د اکټوبر لومړۍ نیټه چې د سې شنبې ورځ ده ټاکلې ده ، چې تمه ده نوموړې به په کې خوشې شي .

ښاغلي زاخلیوال ویلي، د افغان سفارت حقوقي ډله پېښور کې له قانوني او عدلي ادارو سره کار کوي څو د نوموړې خوشې کیدل یقیني کړي .

په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي چې په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزیز سره یې د شربت ګلې پر دوسیې خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې ددې افغان میرمنې په سمدستي خوشې کولو کې دې مرسته وکړي .

shrbatgula

ډاکتر عمر زاخلیوال د شربت ګلې په اړه یو رسمي لیک هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته استولی .

ښاغلي زاخلیوال پر خپله فیسبوک پاڼه د پاکستان د لومړي وزیر له سلاکار سرتاج عزیز سره شویو خبرو اترو غټ تکي داسې بیان کړي :

• د نړۍ د یوې ډیرې پیژندل شوې ، مشهورې او د افغانستان د یوې ډیرې ګرانې څیرې نیولو ، له استثنا پرته ټول افغانان خواشینی کړی او د دوی احساسات یې ټپي کړي دي .

• یقینا چې دا نیونه د پاکستان د حکومت له هغو هڅو سره برابره نه ده، بلکې په مخالفت کې یې ده چې غواړي په افغانستان کې د خلکو زړونه او ‌‌‌ذهنونه وګټي .

1424898535690
• پر هغه قانوني سرغړاوي چې شربت ګله تورنه شوې ، په لاندو ټکیو روښانه شو:
1- د پاکستاني پولیسو د ادعا خلاف هغه پاکستانۍ شناخت کارډ چې شربت ګلې درلود جعلي نه و او نه په جعل کارۍ تر لاسه شوی و . په پاکستان کې دا مهال شا او خوا پنځه سوه زره داسې افغان مهاجر شته چې (نادرا) یا د پاکستان د شناختي کارډونو د ویش ادارې ورته د پاکستان شناختي کارډونه ورکړي دي . دا کارډونه د یوې داسې پروسې په ترڅ کې افغانانو ته ورکړل شوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې په اړه ډیر ښه خبر دی .

2- افغانانو دا شناختي کارډونه په پاکستان کې د هغو جایدادونو او کاروبارنو لپاره کارولي چې په دې هیواد کې د افغان کډوالو شا او خوا لس میلیارده ډالر پانګونه ګڼل کیږي . دا مسله د پاکستان د ایالتونو او سرحدي چارو د وزارت سره هغه مهال چې د افغان کډوالو د ستنیدو د بهیر پر چټکتیا غږیدو زموږ د بحث یوه مهمه موضوع وه . په دې بهیر کې یوازې په تیرو درې میاشتو کې نیم میلون افغانان هیواد ته ستانه شوي ، چې نژدې هره میاشت یو نیم سل زره کډوال هیواد ته ستانه شوي . یو کال وروسته که په پاکستان کې کوم افغان مهاجر پاتې وي هغه به د ګوتو په شمیر کسان وي.

3- پر دې ټولو سربیره، څو میاشتې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان خپله د ۲۰۱۶ م کال د نومبر ۱۵ نیټه د هغو افغانانو لپاره چې پاکستاني شناختي کارډونه لري د ضرب الاجل په توګه اعلان کړه ، چې دا کارډونه که بیرته تسلیم کړي له قانوني اقداماتو سره به نه مخ کیږي . ددې ضرب الاجل پوره کیدو کې هم لا تر دوه اونیو زیات وخت پاتې دی .

• د هغو اغیزو په رڼا کې چې د شربت ګلې نیول او همدارنګه بیرته خوشې کول به یې د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د اړیکو لپاره ولري ، او همدارنګه هغه کمزوریو ته په پام چې د شربت ګلې په دوسیه کې شته ما له ښاغلي سرتاج عزیز څخه وغوښتل چې د پاکستان مرکزي حکومت دې د شربت ګلې د خوشې کیدو لارښونه وکړي چې ښاغلي عزیز ډاډ راکړ او زه یې منندوی یم .

• موږ افغان حکومت به سمدلاسه هیواد ته د شربت ګلې او د هغې د کورنۍ په درنښت د ستنیدو زمینه برابره کړو . او په خپل هیواد کې به د هغې د استوګنې په برخه کې مرسته وکړو. په حقیقت کې د هغې تر نیول کیدو مخکې نوموړې خپل وړوکی کور پلورلی او هیواد ته ستنیدو لپاره چمتو وه .

• ما همدارنګ( سرتاج عزیز ته) وویل چې په ۲۰۰۲ م کال چې د نیشنل جیوګرافي له خوا د شربت ګلې بیا موندل کیدو په نړۍ کې خبري سرخطونه جوړ کړل، شربت ګلې او د هغې کورنۍ ته په ډیرو لویدیځو هیوادونو کې د استوګنې وړاندیزونه وشول، خو نوموړې ” په یو اسلامي هیواد کې استوګنه “ غوره وبلله . او د همدې لپاره په پاکستان کې پاتې شوه .

• شربت ګله اوس ۴۶ کلنه ده . خاوند او مشره لور یې په همدې نژدې وختونو کې وفات شوي دي . هغه یوه بې وزلې ښځه ده چې د خپلې کورنۍ مشرتوب ورله غاړې دی .

• زه په پاکستان کې د مدني ټولنې او د بشري حقونو د ډلو هم مننه کوم چې خپل ملاتړ یې وښود او په پېښور کې محکمې او پولیسو ته ولاړل څو د شربت ګلې په قضیه کې مرسته وکړي . زه د دوی د احساساتو منندوی یم خو ترې عاجزانه غوښتنه کوم چې یوازې دې ټاکل شوي حقوقي ډلې ته اجازه ورکړې چې د شربت ګلې استازیتوب وکړي . که موږ ته د دوی د مرستې اړتیا وه اړیکه ورسره نیسو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.