91590820-imran-hashmi

عمران هاشمي: په هالیووډ کې د لوبیدو هیڅ ارمان نه لري

د هندي سینما ځوان او مشهور فلمي ستوری، عمران هاشمي وايی، په هالیووډ کې لوبیدلو سره هیڅ ډول علاقه نه لري.

نوموړي، هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، ممکن یو شمېر هندي فلمي ستوري په هالیووډ کې د لوبیدو ارمان یا علاقه ولري، خو دی هیڅ ډول مینه او علاقه په دې برخه کې نه لري.

هغه زیاته کړې ده، چې د هالیووډ فلم جوړونکي، کله هم ښه رولونه هندي فلمي ستورو ته نه ورکوي او له همدې امله دی نه غواړي چې په هالیووډ کې ولوبیږي او یا ورسره علاقه ښکاره کړي.

عمران ویلي دی، چې هر لوبغاړی د ځان لپاره تر ټولو ښه رول او کردار لټوي او بیا یې لوبوي خو په هالیووډ کې چې تراوسه هندي لوبغاړو کوم رولونه ترسره کړي دي، ده ته يې مزه نه ده ورکړې.

عمران هاشمي د هندي سینا یا بالیووډ ځوان فلمي ستوری دی، چې په کمو کلونو کې یې ګڼ شمېر مینوال د خپلو فلمونو لپاره پیدا کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.