46b541c3-5406-4efa-99fc-18035fb2a545_w987_r1_s

عریضه لیکونکي درته پیچلې ادارې مسلې اسانه کولی شي

د کورنیو چارو وزارت او پاسپورټ ریاست پر وړاندې هر سهار په لسکونو کسان له خپلو وړو میزونو سره دې ته ناست وي، چې یوڅوک عریضه او غوښتنلیک پرې ولیکي.

عریضه لیکونکي یوازیني کسان دي، چې له بې سوادو افرادو سره د ستونزو په رسولو کې ډېره مرسته کوي. له عریضه لیکوالو مرسته وغواړﺉ، ځکه ډېر داسې څه وي، چې تاسې پرې نه پوهیږﺉ.

ابله ورځ د کورنیو چارو وزارت په خوله کې له یوه عریضه لیکوال سره مخامخ شوم. ویل یې، چې صحابمنصب تېر شوی، خو اوس متقاعد دی او غواړي په عریضه لیکلو هم ځان او هم خلکو ته خدمت وکړي. زه خپلې عریضې په پښتو لیکم، خو له بده مرغه عریضه لیکونکي ټول په دري لیکنې کوي. ترې ومې پوښتل، چې د ورځې څو افغانۍ مزدوري کوې؟ ویې ویل: (( کله ۲۰۰ افغانۍ شي، کله سل، یوه نیمه ورځ، چې ډېر بیروبار وي، ۳۰۰ افغانۍ هم جوړیږي)).

یو شمېر عریضه لیکونکي د عریضه لیکنې د ځای اجاره هم ورکوي، خو دا، چې د اجارې پیسې څوک اخلي، پر دې مې لا سر نه دی خلاص شوی. عریضه لیکونکي معمولا د یوې عریضې یا غوښتلیک په بدل کې ۱۰ او ۲۰ افغانۍ اخلي.

د کمپیوټر او ټکنالوژۍ په راتګ سره ډېر کسان هڅه کوي، چې په خپله غوښتنلیک ولیکي، خو دا د هر چا د وس او توان کار نه دی. زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې لوستي دي، په دفتر کې کار کوي، خو بیا هم خپلې عریضې په عریضه لیکونکو لیکي. عریضه لیکونکي نه یوازې دا، چې د خلکو ستونزې درک کوي، بلکې هغوی ته د ستونزو حل لارې هم ښيي.

زه، چې څومره ګورم عریضه لیکونکي اکثریت نارینه دي. هغه ښځې، چې په وزارتونو کې حقوقي دعوې لري، ډېر لږ دې ته چمتو کیږي، چې خپلې عریضې په نارینه وو ولیکي. تر اوسه هیڅ داسې ښځه هم نه ده پیدا شوې، چې د عریضه لیکنې جرات وکړي. ډېرې ښځې وینم، چې د میراث، طلاق، تاوتریخوالي او داوړ نورو مسایلو په تړاو حکومتي او دولتي ادارو ته مراجعه کوي. د هغوی لومړنی انتخاب عریضه لیکونکی دی.

خو یوه مساله لا هم د عریضه لیکوالو پر وړاندې موجوده ده او هغه مسلکي عریضه لیکل دي.

عریضه لیکونکو له کلونو راهیسې د افغانستان د پیچلو دولتي ادارو مخو ته نه یوازې خلکو ته عریضي لیکلي بلکې دا یې هم ورښودلې چې د خپلې عریضې لپاره څنګه او کومو ادارو ته ولاړ شي .
عریضه لیکونکو له کلونو راهیسې د افغانستان د پیچلو دولتي ادارو مخو ته نه یوازې خلکو ته عریضي لیکلي بلکې دا یې هم ورښودلې چې د خپلې عریضې لپاره څنګه او کومو ادارو ته ولاړ شي .

په دغو زرګونو عریضه لیکونکو کې، چې د کابل ښار او ولایتونو د حکومتي دفاترو پر وړاندې بوخت دي، ډېر لږ هغه په دې پوهیږي، چې څه ډول یوه مسلکي عریضه ولیکي. دا ستونزه ډېری په حقوقي او قانوني مسایلو کې را پورته کیږي، ځکه دلته هر عریضه لیکونکی پر قانون او حقوقو نه پوهیږي.

تېره ورځ مې د یوه ملګري حقوقي عریضه لوسته، خو له سره ترپایه پرې ونه پوهېدم، چې د مدعي هدف څه دی. د جملو په منځ کې معترضه جملو اصلي هدف ورک کړی و. کله، چې زه پر دا ډول عریضې ونه پوهیږم، قاضي، مدیر، مامور او … به هم له دې ستونزې سره مخامخ کیږي.

زه داسې کس پېژنم، چې یوې ادارې ته یې عریضه لیکلې وه، پوره اووه شپې یې د طي مراحل په خاطر په هوټلونو کې شپې وکړې، خو په اتمه ورځ یې عریضه له دې امله مسترد شوه، چې اصلي مقام ته یې نه ده لیکلې، خو که دغه سړي په یوه کارپوه عریضه لیکوال خپله عریضه لیکلې وای، دومره وخت او پیسې به یې نه ضایع کېدې.

زما په یاد دي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د تذکرې یوه عریضه لیکونکي راته عریضه ولیکله، خو د پلار نوم یې غلط راته لیکلی و. ډېر داسې عریضه لیکونکي کې هم موندل کیږي، چې په املا په سمه توګه نه پوهیږي او په قانوني پړاوونو کې د هغوی د تېروتنو له امله عریضه کوونکی له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

دې مسالې ته په پام، که عریضه لیکونکي د ژبو او مسلکونو په تفکیک سره، د یوې ځانګړې تګلارې له مخې تنظیم او په دندو وګومارل شي، د خلکو ستونزې به په ښه ډول انعکاس شي. ددې ترڅنګ به د عریضه لیکنې کار مسلکي بڼه ومومي.
البته دا هم د پوښتنې وړ ده، چې د سوادکچې په لوړېدو سره، ولې لا هم د عریضه لیکونکو بازار تود دی؟