Untitldded

عربان دې د سفر پر مهال خپلې دودیزې جامې نه اغوندي

عربي متحده عربي اماراتو له خپلو اتباعو غوښتي چې لویدیځ ته د سفر پر مهال دې د خپل خوندیتوب لپاره د عربانو دودیزې جامې نه اغوندې .

دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې د امریکا په اوهایوو ایالت کې پولیسو یو عرب د داعش سره د تړاو په شک لومړۍ پر مځکه څملوه او وروسته یې تالاشي کړ .

عربي متحده اماراتو له خپل وګړي سره په داسې چلن لوړ پوړی امریکايي ډیپلوماټ احضار کړی او هغه ته یې په امریکا کې د احمد المینهالي سره د ناسم چلن په اړه اعتراض کړی . ویل کیږي چې مینهالي د درملنې لپاره امریکا ته تللی و چې په کلیفلینډ ښار کې خپل هوټل کې پولیسو پرې چاپه ووهله .

د یکشنبې په ورځ د عربي متحدو اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وویل ، دوی په عربي متحدو اماراتو کې د امریکا مرستیال سفیر ورغوښتي او مینهالي سره د ناسم چلن په اړه یې نه یوازې اعتراض ورته سپارلي بلکې سپیناوی یې ترې غوښتي .

ویل کیږي چې مینهالي د نیول کیدو پر مهال عربي دودیزې جامې پر تن وې .

په یوټیوب کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې مینهالي د څو وسلوالو پولیسو له
خوا پر مځکه څملول کیږي ، لاسونه یې تړل کیږي او بیا یې تالاشي اخیستل کیږي .

د هوټل یوې کارکونکې پر احمد مینهالي هغه مهال چې نوموړې پر ټیلفون په عربي ژبه خبرې کولې ، د اسلامي دولت له وسلوالې ډلې سره د تړاو شک کړی و .

ویل کیږي چې په عربي متحده اماراتو کې د امریکا د سیاسي ماموریت مرستیال د پېښې له کبله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې له سیمه ایزو چارواکو به په دې اړه معلومات تر لاسه کړي .

د اوهایو پولیسو وروسته له هغې چې ورته څرګنده شوه مینهالي خطرناک څوک نه دي د عربي متحده اماراتو دا تبعه خوشې کړي . نوموړي رسنیو ته ویلي چې د نیول کیدو پر مهال د پولیسو چلن ټپي کړی دی .

د ځايي پولیسو مشر او ځايي ښاروال له دې عرب سوداګر څخه له پېښې لږه شیبه وروسته مخامخ بښنه وغوښتنه او ورته یې ویل چې د شک قرباني شوی دی چې باید داسې نه وی شوي .

د ځايي پولیسو مشر او ښاروال وروسته په یوه مخامخ کتنه کې له دې مسلمان عرب څخه بښنه وغوښته
د ځايي پولیسو مشر او ښاروال وروسته په یوه مخامخ کتنه کې له دې مسلمان عرب څخه بښنه وغوښته

له دې پېښې وروسته ، عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د خپل خوندیتوب لپاره دې له هیواد څخه بهر د سفر پر مهال دودیزې د عربانو جامې نه کاروي.
له هغې وروسته چې د داعش وسلوالو په یو شمیر لویدیځو هیوادونو کې بریدونه وکړل په امریکا او د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې د مسلمانانو څخه ویره او پر دوی بریدونه زیات شوي دي .

د یکشنبې په ورځ د امریکا په ټکزاس ایالت کې یو مسلمان ډاکتر هغه مهال چې د سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان وو ناڅرګنده چا په چاقو وواهه .
د شنبې په ورځ هم د فلوریډا یو جومات ته نژدې یو مسلمان کس باندې برید شوی وو.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډنالډ ټرمپ ویلي که چیرې واک ته ورسیږي امریکا ته به د مسلمانانو پر ورتګ له موقت بندیز ولګوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.