5f1674aa7b054cc6b6d2f024533dc97b_18

طالبانو د یو ځانمرګي برید هغه ویډیو خپره کړه چې په ډرون کمره اخیستل شوې

افغان طالبانو د ډرون کمرې په وسیله اخیستل شوي هغه ویډیويي تصویرونه خپاره کړي چې په کې یو ځانمرګي په هلمند کې د پولیسو یو مرکز ته په هموي موټر کې ننوځي او د ننه په مرکز کې چاودنه کوي .

الجزیرې تلویزون د طالبانو له قوله ویلي چې دا ویډیويي تصویرونه ددې څرګندوی دي چې دوی اوس له پرمختللي ټیکنالوژۍ کار اخلي .

د درویشت دقیقو دا ویډیو چې د ځانمرګي بریدګر په خبرو پیلیږي ، د افغانستان د دفاع وزارت په وینا ريښتیني ښکاري .

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري الجزیرې تلویزون ته ویلي ، وسلوالو طالبانو دا ویډيو د خلکو او زموږ د ویرولو لپاره خپره کړې خو دده په وینا د ډرون کمرې کارول کوم داسې څه نه دي چې طالبان دې خپله بریا وګڼي .

د دولت وزیري په وینا تاسو ډرون کمره له هر دکان اخیستلی او کارولی شئ .

افغان حکومت د جون په میاشت کې حساسو حکومتي ودانیو ته نژدې د ډرون کمرې کارول بند کړي دي .

په دې ویډیويي تصویرونو کې د تورپټکي او سپین کمیس ځانمرګی بریدګر چې د هموې موټر سره ولاړ ښکاري وايي:

” زه د افغانستان لاسپوڅو سرتیرو ته وایم چې له طالبانو سره یو ځای شي او کنه موږ به هماغه وسایل د دوی پر ضد وکاروو چې دوی ته بهرنیانو ورکړي دي . او دوی به یې په وړاندې هیڅ نه شي کولی . “

وروسته د ډرون کمرې په وسیله اخیستل شويو تصویرونو کې ښکاري چې ځانمرګې د هموۍ موټر سره پرته له کوم مقاومت څخه د پولیسو یو مرکز ته ننوزي او دننه په مرکز کې چاودنه کوي .

د هلمند یو امنیتي چارواکي تایید کړې چې په دې برید کې د پولیسو یو قومندان او څو تنه پولیس وژل شوي وو .

ذبیح الله مجاهد الجزیرې تلویزون ته ویلي چې د حکومتي ځواکونو د له منځه وړلو لپاره دوی له ټولو وسایلو کار اخلي او دا ویډیو ډیر اغیزمنه ثابته شوې ده .

د ذبیح الله مجاهد په وینا دا ویډیو د اکټوبر په دریمه نیټه په هلمند کې د دوی د بریدونو پر مهال اخیستل شوې ده .

د افغانستان د دفاع وزارت او نور چارواکي وايي، طالبانو او پاکستاني ملاتړي یې هڅه کوي چې په هلمند کې د ځان لپاره پخې اډې جوړې کړي او ځکه یې په هلمند کې پراخو بریدونو ته زور ورکړی دی .

افغانستان کې څوک پر کومو سیمو کنټرول لري . دا نقشه الجزیرې تلویزون خپره کړې ده
افغانستان کې څوک پر کومو سیمو کنټرول لري . دا نقشه الجزیرې تلویزون خپره کړې ده

الجزیره د هلمند د ولایتي چارواکو له خولې وايي طالبان اوس د هلمند پر پنځه اتیا فیصده برخه کنټرول لري په داسې حال کې چې تیر کال افغان حکومت ددې ولایت په سلو کې اتیا برخه کنټروله .

په سوریه او عراق کې د داعش وسلوال د خپلو تبلیغاتو لپاره له اوږدې مودې راهیسې د ډرون کمرې کاروي خو دا لومړی ځل دی چې وسلوال طالبان په افغانستان کې داسې په خلاص مټ خپل بریدونه د هوا له لارې عکاسي کوي .