41fff1d0579847e08da241d7fea590c2_18

طالبانو د دوی پر خلاف د امریکا د بمباریو بیا پیل بې معنی بللی

 

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوې استولې خبر پاڼې کې ویلي چې ، د دوی پر خلاف د امریکا بمبارۍ هیڅ کله نه وې دریدلې او” اوس يې دبیا پيل خبره بې معنی ده.“

د مجاهد په وینا دا ډول بریدونه د دوی اراده چې نوموړې د خلکو اراده بللې نه شي بدلولی .

طالبان وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې پرون د پینتاګون ویاند پیټرکوک رسنیو ته وویل ، له دوه کاله ځنډ وروسته یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالو طالبانو پر اهدافو هوايي بمبارۍ کړي دي .

نوموړې ددې بریدونو د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي . تر اوسه دا هم څرګنده نه ده چې بریدونه پر کومو اهدافو شوي او څه لاس ته راوړنې لري .

امریکايي ځواکونه په داسې حال کې په افغانستان کې طالبانو پر اهدافو له سره بمبارۍ پیلوي چې څو اونۍ مخکې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو رول پراخ کړ .

تر دې مخکې د امریکا د جګړیز ماموریت له پای ته رسیدو سره دا ډول بمبارۍ هم پای ته رسیدلې وې .

په افغانستان کې د ناټو ویاند جارلس کلیفلینډ ویلي ، امریکايي ځواکونو د نوي رول له مخې محدودې هوايي بمبارۍ کړي دي خو د نوموړې په وینا دا به له وخته د مخه چې د لاس ته راوړنو په اړه یې څه وویل شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.