csrf2012-press010412-image1

صالح عبدالله کامل؛ د اسلامي بانکدارۍ مخکښه څېره

شیخ صالح عبدالله کامل د اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول عربي هېوادونو او سعودي عربستان مشهور سوداګر دی.

صالح عبدالله کامل په ۱۹۴۱ زېږدیز کال په مکه مکرمه کې زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د ریاض په پوهنتون کې د سوداګرۍ پوهنځی لوستی دی.

کامل له پوهنتون له فارغېدو سره سم د سعودي عربستان د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت کې کار پیل کړ. تر څو کاله کار وروسته یې د شخصي کاروبار د پیل په نیت دنده پرېښووده.

عبدالله کامل په ۱۹۶۰ کال کې د « دله» په نوم شرکت جوړ کړ. تر دې ۲۰ کاله وروسته یعنې په ۱۹۸۰ کال کې یې د « البرکه» په نوم د اسلامي بانکدارۍ او مالي سیستم کمپنۍ جوړه کړه. د نوموړي دغه شرکتونه اوس سره ادغام شوي او د « دله البرکه» په نوم د کمپنیو یو ستر ګروپ یې رامنځته کړی دی.

شیخ صالح عبدالله کامل د هغو فعالیتونو له کبله چې د دغه ګروپ له لارې یې د اسلامي بانکدارۍ او مالي سیستم لپاره ترسره کړي دي، د « معاصر اسلامي مالي سیستم» د پلار لقب ګټلی دی.

د اسلامي پراختیايي بانک چې نوموړی یې د بورډ غړی دی، پر وېبپاڼه د ده په خپره شوې بیوګرافۍ کې ویل شوي چې کامل د اسلامي بانکدارۍ او مالي سیستم په اړه ګڼې مقالې لیکلې او په دې اړه یې په پراخه کچه لکچرونه ورکړي دي.
د « دله البرکه» ګروپ تر چتر لاندې یې « دله ګروپ، دله د جایدادونو او ګرځندوی شرکت، السما سوداګریز شرکت، الجزیره ټراسپورټي کمپنۍ او دله مخابراتي کمپنۍ» فعالیت کوي.

د دله البرکه د اړوندو کمپنیو فعالیتونه یوازې په سعودي عربستان پورې محدود نه دي پاتې بلکې، نورو سیمو ته هم غځېدلې دي.

په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دغه ګروپ اړوندې کمپنۍ په ټول منځني ختیځ، شمالي امریکا، لرې ختیځ او اروپا کې فعالیتونه لري.

یوه کمپنۍ یې پر منځني ختیځ سربېره په پاکستان او اندونیزیا کې هم د اسلامي بانکدارۍ خدمات وړاندې کوي.

د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د ډسمبر د ۱۵ مې نېټې له مخې د شیخ صالح عبدالله کامل پانګه یو اعشاریه ۹۷ میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او د سعودي عربستان د میلیاردرانو ترمنځ پنځم ځای لری.

شیخ عبدالله صالح کامل واده کړی، دوه اولادونه لري او د سعودي عربستان په جده ښار کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.