71700_458045127582947_1448883059_n

شیلډون هر ساعت کې یو میلون ډالر ګټلي

۷۹ کلن شیلډون والسون د یوه ټاکسي چلونکی زوی دی، چې خپل کارباریې له ۱۲کلنۍ په لارو او کوڅو کې له ورځپانو پلورلو پیل کړى.

وروسته يې د پور ورکولو کارکونکی، د پانګې اچونې مشاور او د مالي مشاور په توګه دندې تر سره کړيدي، خو په ۱۹۶۰ کال يې د چارتر د کاریکاتورونو کاروبار له خپلو دوو ملګرو سره پیل کړ.

د شیلډون مور له اوکراین نه او پلار یې له لیتوانیا نه امریکا ته کډوال شوی دي.

هغه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰کلونو کې د شتمنو په کتار کې ۱۰۵شتمن وو؛ خو په ۲۰۱۱ کې د ۹.۳میلیارد ډالرو په درلودو ۷۳ ځای ته راغی او اوسمهال د فوربس د شمېرو له مخې د ۲۴.۹میلیارد ډالرو په درلودو په امریکا کې ۷ لوی شتمن او نړۍ کې ۱۴ځای لري.

د فوربس د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د ادلسون شتمني په ورځني ډول ۲۳میلیونه او ۶۰۰ سوه زره ډالره زیاته شوې چې په دې حساب یې په هر ساعت کې نژدې یو میلیون ډالره ګټه کړې.

واقعیت دی چې شیلډون په ډېر لږ وخت کې ستر پرمختګ کړی.

ادلسون خپل درسونه نیمګړي پریښي.

د ادلسون د شتمنۍ لومړۍ سرچینه د کامدکس(comdex) کمپیوتري سوداګریز نندارتون و، چې د ۱۹۷۹نه تر ۲۰۰۳پورې هر کال د نوادا ایالت د لاس وېګاوس په ښار کې جوړېده.

ادلسون د کمپیوټر د صنعت د ودې لپاره دا نندارتون له خپلو ملګرو سره په شریکه په لاره اچولی وو، هغه به د نندارتون لپاره هر فټ مکعب ځمکه په ۱۵سنت کرایه کړه او بیا به یې په ۴۰سنټه په کرایه ورکول چې له دې لارې یې خپله لومړنۍ شتمني پیدا کړه.

له دې ځایه شیلدون په ۱۹۸۸کال کې له خپلو شریکانو سره یو ځای په لاس وېګاس کې د سندز هوټل و پیره.

هغه په ۱۹۹۱کال کې چې کله له خپلې مېرمنې سره د (هاني مون) په رخصتی وو د یوه تر ټولو لوی هټل جوړولو فکر ور سره پیدا شوو، له همدې امله یې خپل د سندز هوټل وران او پرځای یې د ۱.۵میلیارد ډالرو په لګښت د ونتیان په نامه ستر هوټل جوړ کړ.

دغه ستر هوټل د نوادا د هټلدارۍ په صنعت کې یو انقلاب را مینځته کړ او د ځانګړي معمارۍ په درلودو ډېر وستایل شو.

دغه هوټل هغه جایزه هم تر لاسه کړه چې د نړۍ په کچه لوکسو او عالي هوټلونو ته ور کول کیږی. له بلې خوا ادلسون او شریکانو یې د کامدکس نندارتون په ۱۹۹۵ کال کې په جاپاني (سافټ بانک) باندې په ۸۶۲میلیون دالرو وپلوره چې په دې پیسو کې د ادلسون ونډه له ۵۰۰ میلیونو څخه لوړه وه. وروسته یې د خپل هوټل یوه څانګه چین ته هم و لیږدوله چې د یوه کال په موده کې یې مصرف شوې پیسې بېرته وګټلې. وایي د سندز د هوټل له جوړولو راهیسې د هغه شتمني ۱۴چنده زیاته شوې. هغه وایي چې اوس غواړي نور هوټلوونه هم جوړ کړي.

د شیلډون د بریالیتوب رازونه په دې ډول شمیرلی شو:

لومړۍ تل یې د خپل سوداګرۍ په پراختیا فکر کړى دی.دويم تل يې د خپلې شتمنۍ لپاره د ګټې لارې جوړې کړي. درېیم تل یې لوړ فکر کړى،څلورم ټول ژوند یې یوې موخې ته ځانګړی کړى دی.