a019d6e3e2b902156f06eeb5c32c8e30

شوارتز هغه ميلياردر ډیر کتابونه لولي

جرمنى سوداګر ډيټر شوارتز د ١٩٣٩ کال د سپټمبر په ٢٤ د آلمان په هيلبورن ښار کې زيږيدلى.

نوموړى د شوارتز ګروپSchwarz-Gruppe مالک دى چې د نورو کارونو تر څنګ څو کړيز سوپر مارکېټونه لري لیډل ( Lidl ( او کفلینډ (Kaufland ) په اروپا کې له مشهورو سوپر مارکیټونو څخه دي .

شوارتز چې خپله د شوارتز ګروپ اجراييوي مشر دى.

شوارتز له ١٩٩٠کلونو راهيسې د فوربس د ميلياردرانو په لېست کې ځاى درلود؛ خو په ١٩٩٩کې هغه وخت چې هغه ادعا وکړه چې خپله شتمني يې خيريه بنسټ ته ليږدولې د ميلياردرانو له لېست نه و ويستل شو؛ خو وروسته له څېړنو معلومه شوه چې هغه خيريه بنسټ نه دى بلکې د پورونو يوه کمپنۍ ده چې خيريه موخې تعقيبوي او خيريه بنسټ ورته نه شي ويل کېداى، نو ځکه بېرته د فوربس د ميلياردرانو په لېست کې داخل شو.

د فوربس د (٢٠١۶) کال د شمېرو له مخې ٧۷ کلن شوارتز د ١٩.٥ميليارد ډالرو په لرلو په نړۍ کې ۴۶ او په جرمني کې پنځم ستر شتمن دى. شوارتز يو ګوښى سړى دى چې د ځان په اړه ډېر څه نه وايي.

د شوارتز خيريه کمپنۍ د پوهنې او د وړکتونونو په برخه کې مرستې کوي.

شوارتز که څه هم درسونه نه دي بشپړ کړي، خو ډېر مطالعه لري، هغه اوس هم تر ډېره کتابونه لولي، د بېلابېلو پوهانو ويناو ته غوږ وي او همداسې ګټور معلومات غواړي تر لاسه او بيايې په خپله عملي ژوند کې پلى کړي.

پوهان وايي هر انسان په ځان کې داسې وړتياوې لري چې په انکشاف ور کولو يې د خپل عصر او ياهم د خپلې برخې په خورا مهمې څېرې تبديل شي، نو هوښيار هغه دى چې خپل استعداد ومومي او بيا له هرې ممکنه لارې هغه ته پراختيا ور کړي.
د نړۍ د مهمو شخصيتونو او په ځانګړي ډول د ميلياردرانو په ژوند کې د دې اصل پلي کول ډېر تر سترګو کيږي. شوارتز هم د همدې اصل په پلي کولو ځان د نړۍ په يوه مهمې څېرې اړولى دى.

شوارتز وايي د پوهانو دا وينا مې ډيره خوښيږي چې وايي: زه پوره سړى نه يم؛ خو له خپلو نيمګړتياوو سره سره آرامه ژوند کوم. دى وايي ارامه او بې اندېښنې ژوند د برياليتوب يو مهم اصل دى، ځکه هغه کسان چې ذهني ارامي نه لري پرمختګونه ورته خورا ګران دي.

شوارتز د خوراکي توکو له خرڅولو ځان ميلياردر شوى دى. دا داسې يو کار دى چې هر سړى يې کولى شي، هغه هم د بل جرمني ميلياردر البرشت په ډول د تخفيف ور کولو له لارې خپل کاربار ته پراختيا ورکړې ده. هغه اوس غواړي خپل د سوپر مارکېټ څانګې د نړۍ نورو برخو ته هم و غزوي.

دى وايي څومره چې سوداګري غزوى يوازي دا نه چې ګټه مو ورسره زياتيږي بلکه ورسره مو د سوداګرۍ بنسټونه پخيږي او د ګړندي پرمختګ مزل ته مو لاره هواروي.