Wounded Afghan men, who survived a U.S. air strike on a Medecins Sans Frontieres (MSF) hospital in Kunduz, receive treatment at the Emergency Hospital in Kabul

شریک درد – نعمان دوست

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې

زه د هغه ټپي پایوازی وم چې زما له لاسه یې ټپ خوړلی و، خو دا ټپ د جګړې له امله نه و. په کلي کې تر چنار لاندې ګڼ ماشومان راټول وو، په نږدې پټي کې پنبه کرل شوې وه. په یوه بوټي کې چتکی «کوچنی مرغه» ناست و، ما هغه ته د بادي ټوپک جري او جوک برابر کړ او چې کله مې ماشې ته ګوته ور وړه، ماشوم رامخې ته شو او ساچمه یې ان تر کلمو ورسېده.

ناروغ د ملکي روغتون په جراحي څانګه کې بستر و او ما چې به د هغه زېړ صورت ته کتل، خپلې بې‌پروایي ځورولم. هغه ورځ ډېره سخته تمامه شوه چې ماشوم زما له لاسه په وینو رنګ شو. ما ویل که ټول جهان مې قتل کړی. هغه وخت مې دې ته پام شو چې د قاتلانو روان به څومره نارامه وي.

لږ وړاندې یو اوږد دهلېز و. دلته په هره خونه کې بېلابېل ټپیان پر کټونو پراته وو. کله به یو ناڅاپه چیغې شوې لکه له جګړې چې د تل په مخه توبه کاږي، بېرته به فضا ارامه شوه.

د جلال‌اباد صحت عامې ته له ننګرهار سره سره د ګاونډیو ولایتونو او ان له کابله هم هغه ټپیان را انتقالېدل چې خپلوان به یې دلته وو.

دا هغه وخت و چې شورویان وتلي وو. د هغوی لاسپوڅی حکومت ړنګ شوی و، خو جهاد ادامه درلوده. هر تنظیم ته د بل غړي واجب القتل ښکارېدل، د ښایسته کابل نړول ورته خپل وروستی رسالت ښکارېده او د دولتي تاسیساتو او وسایطو لوټ تالان ورته د زر اندوزي نوی کاروبار ښکارېده.

په هغه مازدیګر چې کله د سپینو چپنو والا له دهلېزونو ووتل، خاموشي خپره شوه، خو لږ وروسته یو سوي غږ خاموشي ماته کړه. په دې غږ کې عجیبه کشش و، اورېدونکي یې ځان ته رابلل. خلک وايي چې ماران د دې له‌پاره بیم ته غاړه خوځوي چې پر هغه د دښمن ګومان کوي او د هر حرکت له‌پاره یې چمتوالی نیسي، خو داسې نه ده. دا د موسیقي په تاثیر سترګې پټول دي. هغه ساز چې له زړه وغږول شي او د یوه درد د اظهار وسیله شي، درد انتقالولای شي.

زه هم د شپېلۍ غږ ورو ورو ځان ته را کاږلم او چې څومره نږدې کېدم د غږ خوږلني او سوز زیاتېده. دهلېز ته ننوتم، نه پوهېدم چې له کومې خونې غږ راوځي، د هرې خونې ور پورې و. پر یوې خونې شکي شوم، شېبه ودرېدم، غوږ مې ورته ښه نږدې کړ، غږ له همدې ځایه راته.

ورو مې ور پرانیست؛ ځوان په چپرکټ کې بالښتونو ته تکیه وهلې وه. له زنګانه ښکته یې د پښو درک نه وو. لکه تازه چې پرې شوي وي، بانداژ ترې را تاو وو.

ځوان په دواړو لاسونو شپېلۍ نیولې وه. ګوتې یې جګېدې او ټیټېدې او له هر سوري یو سوز راووت. سترګې یې پټې وې، اوښکو یې زېړ مخ تازه ساتلی و، لکه پر زېړ او عمرخوړلي ګلاب چې پرخه پرته وي. له شپېلۍ همداسې سوي فریادونه راوتل. په شا و خوا چپرکټونو کې نیم او نیمکله ځوانان ورته داسې غوږ وو لکه مارانو ته چې بیم غږېږي.

ځوان لکه شپېلۍ چې ورته د رازونو محرمه ښکارېده، له همدې سره یې خپله خواله کوله.

خدای خبر خپله کومه مایوسي یې ژړوله؟ کوم ارمانونه یې بیانول؟ د کوم تیاره راتلونکي ویرونکې کیسې یې کولې؟ خو شاوخوا ټپیانو ورسره داسې اوښکې بدرګه کولې لکه د ټولو ارمانونه، دردونه او مایوسۍ چې شریکې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.