1477904833_afghan-girl

شربت ګله به نن سه شنبه خوشې شي

پاکستاني او افغان چارواکو داسې نښې نښانې ښودلې چې نن سه شنبې به شربت ګله له زندان څخه خوشې شي .

دا مهاجره افغان کونډه چې د کوچینوالي پر مهال یې د کډوالۍ یو تصویر په نړۍ کې له مشهورو تصویرونو څخه دی په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د جعلي پاکستاني اسنادو د لرلو په تور زندان کې اچولې ده .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د دوشنبې په ورځ ویلي ،” زه فکر کوم چې باید پر دې قضیې غور وکړم . ځکه هغه یوه ښځه ده او موږ باید له بشري اړخه دا موضوع وګورو . “

پر دې سربیره نوموړې زیاته کړه ” کله مو چې دهغې ” شربت ګلې “ خلاف تورونه بیرته واخیستل ، یا مو هغه له هیواده وویستله او یا مو ورته موقته ویزه ورکړه بیا به د هغو کسانو خلاف قضیې ثبت کړو چې دې افغان میرمنې ته یې جعلي شناختي کارډ ورکړی دی . ځکه اصلي خلاف کاري دوی دي . “

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې پولیس به هر څومره زر چې ممکنه وي ، د هغې لپاره ضمانت برابر کړي څو نوموړې نوره په زندان کې پاتې نه شي .

بل اخوا افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال ویلي چې همکارانو یې د دوشنبې په ورځ له شربت ګلې سره کتلي دي او د هغې د استوګنې له وضیعت یې ډاډ تر لاسه کړې . ښاغلي زاخلیوال هم هیله ښودلې ده چې شربت ګله به د سه شنبې په ورځ خوشې شي .

په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخلیوال تر دې مخکې ویلي چې په داسې حال کې چې تر پنځه سوو زرو زیاتو افغانانو ته د پاکستاني ادارو له خوا د یوې ډیرې عادې پروسې له مخې شناختي کارډونه ورکړل شوي د پاکستاني چارواکو له خوا ورته د شربت ګلې نیول د پوښتنې وړ دي .

شربت ګله هغه بې وزلې میرمن چې د کوچینوالي عکس یې په نړیوال کچ د افغانستان استازولي کړې خو دې خپله په ډیر بې وزله حالت کې ژوند کړی او اوس هم په همدې وضیعت کې پاتې ده .

د نوموړې خاوند او یوه لور په یوې داسې ناروغۍ مړه شوي چې د درملنې وړ وه او خپله هم ناروغه ده .

د شربت ګلې پر نیولو افغانۍ رسنیو تر ډیره خوله چوپه کړه او دا مسله یې هومره مهمه ونه بلله خو نړیوالو رسنیو او خپله پاکستاني رسنیو او مدني فعالانو په دې اړه سخت عکس العمل وښوده او پر دې موضوع یې پرلپسې راپورونه خپاره کړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.