shrbatgula

شربت‌ګله او د پاکستان بې‌ناموسي –

ملاله رڼا
– په پښتنو کې بې‌ناموسه هغه ته وايي چې پر خپل ناموس ننګ نه کوي او د بې‌غیرته کارونو پر کولو يې پروا هم نه وي. همدارنګه کله کله بې‌ناموسه هغه ته هم ویل کېږي چې د بل د ناموس عزت ورته سپک ښکاري.

د پاکستان د زمامدارانو په برخه کې پورته دواړه نومونه سل په سلو کې صدق کوي. په خپل ناموس خو په دې نه خپه کېږي چې د ډالرو او سیاسي ګټو له‌پاره يې حکومتي چارواکي کال په کال عربانو ته ښکلې نجونې لېږي او د دوبۍ نايټ کلپونه او د نړۍ نور د عیاشۍ مرکزونه هم په همدوی تاوده وي.

دې ته ورته په لسګونو ناوړه کارونه د پاکستان د حکومتونو تر ټولو غوره پېژندګلوي ده او په دې کله هم نه شرمېږي چې د شاهي جومات او د هېرامنډيي دېوال دې سره شریک وي.

زموږ بدمرغي دا ده چې د داسې يوه ککړ هېواد ګاونډیان يوو چې په اصطلاح هغه د بنګال ټګان ترې ډېره غوره او سپېڅلي دي.

د بېوزلې افغانې شربت‌ګلې له نیولو سره هغه ورځې شپې رایادې شوې چې د روسي پوځ له وېرې به د دوی مشر جنرال ضیاالحق د افغاني مهاجرانو پښې او پوندې ښکلولې او په واز کومې به يې ویل چې افغان مجاهدین نه وي؛ نو د دې ځای خلک روسانو ته نه‌شي ټينګېدای.

له روسانو سره جنګېدونکي د شربت‌ګلې د وروڼو، زامنو او پلرونو په څېر خلک وو چې د پاکستان په سرو دښتو کې اوسېدل، خو پر تورو او مېړانو يې د پاکستان حکومت سوداګري وکړه، پاکستان پرې اباد شو، څېرې يې بدلون وکړ او له بوجیو بوجیو ډالرو نیولې هر راز وسلې يې هم ګوتو ته ورغلې.

د دغه جفاکار کار او احسان هېروونکي مصنوعي هېواد دا ټوله قرباني هېره شوه. تر مجاهدینو وروسته يې طالبان جوړ کړل، بیا يې له طالبانو سره غداري وکړه، وروسته يې بیا په غېږو کې ونیول او دا دی اوس د داعش پر پروژه لګیا دي.

افغانان چې د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې هغوی ته د سرو زرو له چرګانو کم نه دي، په پای کې د دغه حرام‌نمکه پاکستاني چارواکیو په وسیله تر وړۍ هم سپک شول. د هغوی کورونه يې وران کړل، په سړکونو يې راکښل، د سپین‌ږیريو سرونه يې ورمات کړل او د کورونو شته يې ترې لوټ کړل.

د تورمخي پنجاب بې‌تاریخه واکدارانو په دې هم بسنه و نه کړه، په پای کې يې د شربت‌ګلې په نامه افغان مهاجره په دې ونیوله چې ګواکې د اوسېدو کاغذونه يې جعلي دي.

که له پاکستانه پوښتنه وشي چې ستا کوم او څه شی اصلي دي؟ هېواد دې جعلي دی، نوم دې جعلي دی، تاریخ دې جعلي دی، اوسېدونکي دې جعلي دي، دین دې جعلي دی، سیاست دې جعلي دی، فتواوې دې جعلي، ژمنې او وعدې دې جعلي دي، لنډه دا چې له ډېر جعلیتوبه دې د غلبېل په څېر ټول بدن سوری سوری دی. دغو ټولو پوښتنو ته پرته له شکه پاکستان ځواب نه لري.

رښتیا خبره خو دا ده چې د پنجابي واکدارانو د افغانستان له اوسني حکومته هيڅ حیا نه کېږي. که يې حیا او شرم کېدای، يوه افغانه بېوزلې مهاجره به يې نه نیوله. همدا اوس هم په پاکستان کې په لکونو جعلي خلک اوسېږي، تر دې چې د پاکستان ټول نفوس جعلي دی، جعلي په دې دی چې پښتانه پاکستانیان نه دي، بلوچ نه دي، پنجاب د هند پنجاب دی، خو دوی چې د مړزانو په څېر جال کې راګېر کړي دي او په زوره پرې پاکستانیتوب مني؛ نو دا بېله خبره ده او په زور کله هم کلي نه‌شي کېدای.

د شربت‌ګلې له نیولو د هغوی نورې سیاسي موخې وې، يوه خو يې دا وه د دې له‌پاره چې د کويټې له پېښې د رسنیو فکر واړوي؛ نو يې دا کار وکړ. که چېرته يې د شربت‌ګلې نیول موخه وه؛ نو هغه خو به خاوند، زوی او ورور هم لري، د هغوی د نیولو خبر يې ولې خپور نه کړ!؟

دا چې شربت‌ګله نړیوال شهرت لري، هغه يې ونیوله، دا خبر يې ډنډوره کړه، ګنې د هغې په څېر په زرګونو ښځې به وي چې ورته مجبوريتونه به لري.
د شربت‌ګلې له نیولو دا لا ښه څرګنده شوه چې د پاکستان حکومتونه هيڅ ډول شرافت او عزت نه لري، نه ورته د يوه قوم ارزښتونه مهم دي او نه هم د چا ناموس او باید ورته مهم نه وي، ځکه يو څوک چې پر خپل ناموس نه خپه کېږي؛ نو د بل ناموس هم ورته سپک ښکاري او کله يې هم پروا نه لري.

#سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.