Shuhrawt

سپېڅلې ګناه – شهرت ننګيال

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې

قنديل بلوچ يې خپل ورور ووژله، د ده په خبره د قنديل په وژلو يې د بلوڅ غيرتي قام له سره د تور او پېغور شرم لېرې کړ.

قنديل بلوچ ډېر ستر کار وکړ، دې په خپل فن او هنر يو داسې منافقت را برسېره کړ چې د تقوا او فضيلت په سلو زرو پردو کې نغښتی و.

دغه منافقت نه کوم جنګيالي او مجاهد رابرسېره کولای شوای، نه کوم صوفي، شيخ او ملا؛ چې دوی ډېری د دغسې منافقت او دوه‌مخي پړه په خپلو اوږو ګرځوي، ځکه خو يوه هم د دغه منافقت له څېرې پردې پورته‌کولو ته ګوتې نه‌شوای ور وړلای.

د قنديل بلوچ ګناه ما ته دومره سپېڅلې ښکاري چې د هيڅ زاهد تقوا او ثواب نه‌شي ورسره برابرېدای.

TTT

ته د خپل ځان له غمه مرې، زه د جانان له غمه
زاهده ستا ثواب زما ګناه ته چېرته رسي
«سايل»

قنديل داسې يوه څېره، يو ذهنيت، يو تفکر او نظام رسوا کړ چې مسلمانانو يې پر خوله روژه او اختر کاوه، په فتوا يې وينې تويېدلې، په موعظو او منبر يې د نېکيو او فضايلو برخې وېشل کېدې.
دغه ثواب په صومعه، جومات او خانقا کې نه‌شوای ګټل کېدای، د دغه ثواب ګټلو لار هماغه وه چې قنديل د خپل فن او هنر په ځولۍ کې را ټوله کړې وه.

ښايي د ډېرو له ياده وتلې وي، خو زما په ډايري کې ليک ده، ۲۹ کاله پخوا په اسلام‌اباد کې همدغسې يوې سپېڅلې ګناه يوه بله پرده څېرې کړه.

هغه وخت د مېډيا لمن دومره نه وه غوړېدلې، رسنۍ دغسې غښتلې نه وې، چاپي هغو هم هرې پېښې ته ګوتې نه‌شوای وروړلای.

خو يو خبر داسې و چې چاپي او بيا غږيزو رسنيو يې پر خپراوي زلزله ګډه کړه.

اسلام اباد کې يوې ماډل چې په مجرو کې يې په خپله نڅا او سندرو اور پورې کاوه، يوه داسې څېره بربنډه کړه چې د تقوا، فضيلت او درنښت په اړه يې د هيچا زړه ته کوم شک لاره نه‌شوای موندلای، د اجماع تر کچې يې تقوا او فضيلت کره و.

د نزاکت چمن جان په زړه کې الله تعالی داسې يو همت او جذبه را وټوکوله چې د خپلو مينه‌والو نوملړ يې اعلان کړ. دغه نوملړ د اشارو او کنايو په داسې ژبه بيان شوی و چې له انګليسي زياته بين المللي وه، که په اردو، انګرېزي يې نومونه يا د څېرې خد و خال ښوولی وای، ښايي ډېرو ته يې د اصليت، هويت او ماهيت بشپړه پته نه وای لګېدلې، خو د اشارو په ژبه دا هر څه پر سپين ميدان بربنډ وختل، داسې کوډونه، نښې چې نه يې ځانونه پټولای شوای، نه نورو پرې پردې غورځولای شوای.

يوه څېره داسې وه چې منګول يې پر جنت ښخه ګڼل کېده، ثواب او فضيلت يې عبا او قبا ګرځېدلې وه، زرګونو، بلکې لکونو يې خولې ته سترګې نيولې وې، د ده له خولې په راوتليو ټکيو پسې يې ځغستل.

دا د يوه مذهبي ګوند د جلا شوې ډلې مشر ملا و، د پاکستان تر ټولو مشهور او د اوږدې مودې سناتور، د پاکستانيانو په خبره د يوې مذهبي علمي کورنۍ چشم او چراغ، د صوبه سرحد «د پښتونخوا پخوانی نوم» تر ټولو لويې او تاريخي مدرسې مهتمم.

بيا چا نه‌شوای پېژندلای، چا ته يې د هويت او ماهيت پته نه‌شوای لګېدای؟ ځکه خو له نوم او تصويره پرته ټولو ښه ډاګيز ليدلای او پېژندلای شوای.

جنګ د پنځم مخ په وروستۍ برخه کې وړوکی يو کالمه خبر لګولی و. «جنګ» وېرېده چې که دغه خبر يې په لومړي مخ کې راوړی وای، ښايي پر دفتر يې بريد شوی وای، په بمونو الوزول شوی وای.

ما سهار وختي د دغه خبر درک ولګاوه، برېځر لس نيمې بجې مې د امريکا غږ د هغه وخت خبريال سيد فضل اکبر پاچا ته ټليفون وکړ، له ده مې د جنګ وپوښتل، ويل يې پر مېز يې پروت دی.

ماويل څه دې پکې موندلي؟ ويل پاکستانۍ ميډيا ده، له پش نه پشم خان جوړوي.

ماويل نن يې له پشم خانه پش جوړ کړی. د يوه کالمه خبر درک مې ورکړ، ويل نور يې ما ته پرېږده.

تر غرمې وروسته مې د مولانا صاحب يوه عقيدت‌مند ته اخبار ور ورساوه، خو ده ته له وړاندې پته لګېدلې وه. بيا يې هم په حوصله او ترخه موسکا د جنګ خبر زما د خولې له مالګې، مرچ، مسالې او تبي سره واورېد.

ما ته داسې ښکاره شوه لکه له ده سره د مولانا صاحب د تقوا او فضيلت هيڅ نښه او خاطره نه‌شته.

د ده په سترګو او څېره کې يو ژور درد زما په سترګو کې اتڼ ګډ کړی و. په دغه درد کې ما د ډېرو نورو دردونو درک لګولای شوای.

په دغه چوپتيا کې يو عالم خبرې نغښتې وې، ما کله هم په دغسې بڼه چوپ نه و موندلی. د فتحو او سوبو په هغه اوج او موج کې مې خورا مات وموند، ما په خپله ډايري کې دا د ده لومړنۍ ماتې وليکله.

شيح ما که اين جلوه بر محراب و منبر ميکند
ګر بخلوت ميرود آن کار دګر میکند