doctor

سپینه چپن او تور داغونه – نعمان دوست

دا لیکنه لومړی سر خط ورځپانې خپره کړې ده – 

بوډا له جېبه کاغذ راوایست، ما ویل که تعویذ یې سپړلی، ګډې وډې کرښې پکې کاږل شوې وې. بوډا ستړی و، له کومې ولسوالي راغلی و. ویل یې ښار ته په درملو پسې راغلی یم. ما ویل نو ستاسې په ولسوالي کې بازار نه‌شته؟ بازار مو درملتون نه لري؟
– شته، ولې نه‌شته.
– نو ښار ته په درملو پسې ولې راځې؟

بوډا نسخه کات کړه د واسکټ په جېب کې يې په احتیاط کېښوده او بیا یې ویل؛ په دې نسخه څوک نه پوهېږي، هر درملتون ته چې مې ښکاره کړې، نه دي پوه شوي. په ښار کې هم یوازې همدا یو د ډاکټر صاحب درملتون والا پرې پوهېږي، دا به ډېر هوښیار وي.

بوډا ملامت نه و. د هغه زړه له جعل او تزویره پاک و. هغه رښتیا ویل، اوس د هوښیاري معیار بدل شوی. اوس هغه څوک هوښیار ګڼل کېږي چې ډېرې پیسې پیداکولای شي، خو دا مهمه نه ده چې له کومو لارو.

دلته خلک یوازې هغو کسانو ته قدر ورکوي او خبرو ته یې په مجلسونو کې غوږ نیول کېږي چې جېبونه یې له پیسو ډک وي، همدا خلک نورو ته هوښیار ښکاري. دلته د عقل او بې‌عقلي محک پیسې دي، عاطفه، رحم، زړه‌سوی او پاک احساس هغه ناچله سیکې دي چې په اوسني بازار کې نه چلېږي.

دا یوازې د یوه نفر ستونزه نه ده. دلته ګڼ شمېر ناروغان ځینې ډاکټرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره له ستونزو سره مخ کړي دي. ډاکټران په داسې بڼه خط لیکي چې بل درملتون والا پرې پوه نه‌شي، سړی مجبور شي د ډاکټر شخصي درملتون او یا له هغه درملتونه یې واخلي چې ډاکټر ته امتیاز ورکوي.

که څه هم نسخه باید اصولاً په ډېر واضح خط ولیکل شي، داسې چې هر لوستونکی پرې پوه شي. په واضح خط نسخه لیکل د نسخې په تطبیق کې مرسته کوي، د دوا ورکوونکي د تېروتنو مخنیوی کوي، ځینې تېروتنې خطرناکې وي.

خو دلته همیشه په اصولو، مقرراتو او قوانینو د کاغذونو سپین مخونه تور شوي. دوی د کاغذونو په چوکاټ کې بند ساتل شوي او د عمل پر ځمکه یې لا ګامونه نه دي ایښي.
طبابت یو ډېر مهم او حیاتي مسلک دی. همدا لامل دی چې د دې مسلک لرونکیو ته خلک د نجات د فرشتو په سترګه ګوري. د نجات فرشتې باید ټول شیطاني صفات له ځانه لېرې کړي، تر وروستۍ کچې کوښښ وکړي چې خپل هغه تقدس وساتي چې خلک ورته قایل دي.

خو په خواشیني چې اوس ځینو ډاکټرانو پر خپلو سپینو چپنو ښه پرېمانه تور داغونه ایښي دي. دوی هم یوازې د خپلو ګټو په فکر کې دي او دې ته نه ګوري چې دغه ګټې یې خلکو ته څومره تاوانونه رسوي او څومره یې له کړاوونو سره مخ کوي.

ډاکټر هغه څوک دی چې تر دوولس کاله تعلیم وروسته تر ټولو اوږد پوهنځی وايي او څوک چې دومره وخت په تعلیم کې تېر کړي، هغوی ته د نصیحت اړتیا نه وي، خو ځینې وخت اړتیا پېښېدای شي، نه یوازې د نصیحت بلکې د تادیب ضرورت هم پېښېږي.

اړونده ادارې باید دغه شان نسخې لیکوونکي ډاکټران چې یوازې له مربوطه درملتونه یې په خط بل څوک نه پوهېږي، په نښه کړي. د تکرار په صورت کې دې د فعالیت جواز ترې واخیستل شي، ځکه دغه ډول نسخې ناروغان له ستونزو سره مخ کوي، په تجویز کې یې د تېروتنې احتمالات ډېر وي او درملتون والا ته د انحصار واک ورکوي، انحصارات او هغه هم د شخصي خلکو له خوا او بیا په تېره د داسې خلک له خوا چې یوازې خپلې ګټې ورته مهمې وي، بېلابېلو ناقانونیو ته لاره هواروي.