946708_493201497400643_609799268_n

سټیفن کوانډېټ؛ د معاش له ژوند بیزاره میلیاردر

د اقتصاد پوهان وايي هغه وخت د یوه هېواد اقتصاد په اړه اندېښنه ولرئ چې با استعداده او باسوداه وګړي یې د کار پنځولو پر ځای معاش ته کیني. د دریمې نړۍ په هېوادونو کې د اقتصاد پر وړاندې دا تر ټولو لویه ستونزه ده. په نړۍ کې هر ځای چې وګړو په معاش بسنه کړې اقتصاد یې ډېر ژر له منځه تللی او یا يې هم د پام وړ اقتصادي وده نه ده کړې، چې په پایله کې نه یوازې د هېواد اقتصاد دړې وړې شوې، بلکې ورسره ډېر ژر د استعماري هیوادونو تر اغېز لاندې راغلي چې هغوی بیا له دې لارې خپل کلتور، مذهب، ژبه او نور ډول ډول لوبې پرې کړې دي.

ننۍ میلیاردر مو داسې څوک دی چې نیکه یې کمپنۍ لرله او اوس له هماغه کمپنۍ نه یې ټوله کورنۍ دومره شتمني پیدا کړي چې په آلمان کې په هر ۸ کسو شتمنو کې یو کس د همدوی د کورنۍ سړی دی. یو پوه وايي: وړوکی کاروبار و کړئ، خو معاش ته مه کښینئ، بلکه یو څوتنه نور هم ځان سره مصروفه کړئ. دا د اقتصاد رغولو او پرمختګ ډېره اغېزمنه لاره ده. د دغه عالم د خبرو په استناد ننۍ میلیاردر وايي: که زه خپله ټوله شتمني هم په یوه ورځ له لاسه ورکړم او د خوړو لپاره هېڅ هم و نه لرم بیا به هم معاش ته کېننم بلکې یو کاروبار به شروع کوم.

سټیفن کوانډېټ د ۱۹۶۶ زېږديز کال د مې په ۹ مه د جرمني په هامبوګ ښار کې زیږیدلی چې د یو بل جرمنۍ میلیاردرې (سوزان کلاتن) ورور دی. تر ښوونځي وروسته د کارلسروه تخنیکي پوهنتون ته ولاړ او هلته یې له ۱۹۸۷ زېږديز کال نه تر ۱۹۹۳زېږديز کال پورې د انجنیرۍ څانګه کې خپلې زده کړې وکړې.

له ۱۹۹۳-۱۹۹۴زېږديز کال یې په مونیخ کې د بوستون مشورتې کمپنۍ کې یې دنده ترسره کوله، یاده کمپنۍ په نړۍ کې د مشورې ور کولو یو له سترو کمپنیو نه شمېرل کیږي چې له ۴۰ نه زیاتو هېوادونو کې فعالیتونه لري. کوانډېټ له ۱۹۹۴نه تر ۱۹۹۶ پورې د هانګ کانګ په مینا پولیس کې د ډیټاکارډ په نامه کمپنۍ کې د مارکېټېنګ د مدیر په توګه دنده وکړه، خو سټیفن ته په ۱۹۸۲زېږديز کال کې هغه وخت چې شپاړلس کلن و د پلار تر مرګ وروسته د (BMW) کمپنۍ ۱۷،۴سلنه ونډه په میراث پاتې شوه، دا کمپنۍ چې اصلا له نیکه یې پلار ته او له پلار هغه ته پاتې شوې د یوې ښځې وه چې د هغه له نیکه سره له واده وروسته یې ټوله کمپنۍ نېکه ته پاتې شوه.

پلار یې تکړه سوداګر و چې کمپنۍ یې په ۱۹۵۹ زېږديز کال کې له دیوالي کېدو و ژغورله او وروسته یې په خپل پیاوړي مدیریت ورته پراختیا ور کړه.

د کوانډېټ کورنۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د الماني عسکرو د تجهیزولو پروژه په غاړه لرله چې له دې لارې یې ښه ګټه وکړه چې له دې عایداتو نه په استفادې یې څو سترې کمپنۍ وپېرلې بله دا چې د سټیفن کورنۍ د هیټلر د دیکتاتورۍ په پېر کې په جرمني پوځ کې مهمه ونډه هم درلوده. د سټیفن د نیکه تر مرګ وروسته په ۱۹۵۴ زېږديز کال کې د کوانډېټ کورنۍ په یوې لويې سوداګریزې کورنۍ واوښته چې ۲۰۰ بېلابېل کارو بارونه یې پرمخ وړل.

سټیفن چې د دې کورنۍ د درییم نسل سړی دی خپله هم یو پیاوړی سوداګر دی چې نه یوازې یې د پلار تر مرګ وروسته کمپنۍ ته سخته پراختیا ور کړه، بلکې ورسره یې د خپل هېواد د اقتصاد او وګړو په ګمارلو سره هم خپلو خلکو او هم هېواد ته پراخ خدمت کړى دی.

د فوربس د ۲۰۱۳ کال د شمېرو له مخې سټیفن کوانډېټ د ۱۱،۹میلیارد ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې ۸۱ ام په جرمني کې ۶ ستر شتمن دی، په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې یې واده کړی، یو بچی لري او اوس ۴۷کلن دی.