susanne-klatten

سوزان کلاتن د جرمني دريېمه شتنمه مېرمن

که د نړۍ د بریالیو کسانو ژوند لیکونه ولولى، دا به درته څرګنده شي چې هغوی تر ډېره یوه کار ته ادامه ورکړې او د کار په لومړيو کې يې پر يوه برخه تمرکز کړى.

د بشریت تاریخ ښیي، که غواړى ښه پرمختګ وکړئ، تل ځان یوه کار ته ځانګړی کړئ، تل په کې فکر کوئ، مطالعه په کې کوئ، بیا وروسته چانسونه او نور پرمختګونه خپله درته مخه کوي.

دا کومه بابیږه خبره نه ده که تاسو د جورج واشنګټن، انشټین، ناپلیون او داسې نورو په لسګونو بریالیو کسانو ژوند لیکونه را وسپړئ، نو د بریالیتوب دا ستر راز چې په یوه کار یا یوه کسب یا یوې موخې ته تمرکز به په کې له ورایه و ځلیږي. د ننۍ ګڼې میلیاردره د جرمني تر ټولو شتمنه ښځه ده، هغه د مداومت په عملی کولو سره د پلار وړه کمپنۍ دومره پراخه کړه چې د نړۍ ډېرو برخو ته یې څانګې و غزولې او ورسره د کورنۍ ټول مشران غړی یې ترې میلیاردران شول.

سوزان کلاتن چې اصلي نوم يې سوزان هانااورسولا دى د ١٩٦٢ زېږديز کال د اپرېل په ٢٨ د جرمني په هامبورګ ښار کې زېږيدلې ده.

په ١٩٨٣ زېږديز کال کې یې په مالي مديريت کې لېسانس واخيست چې ورسره جوخت یې د فرانکفورت د يانګ اند روبيکام په تبليغاتي آژانس کې کار پيل کړ.

وروسته یې له کار سره په يو وخت د باکينګهام په پوهنتون کې هم تحصيلات و کړل. بیايې د تبليغاتو په برخه کې ماسټري تر لاسه او په کار کې د لا زياتې تجربې تر لاسه کولو لپاره له يوه نړيوالې خصوصي بانک سره کار پیل کړ، ورورسته له ځینو نورو ادارو سره هم لږ او ډېر کار وکړ.هغه د التانا کمپنۍ د مدیره هیئت غړى دى.

د التانا کمپنۍ په آلمان کې د کیمیاوي محصولاتو د تولید، پراختیا او وېشلو کارونه ترسره کوي، چې دا کمپنۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ۱۵ نه زیاتو هېوادونو کې فعالیت لري، همدارنګه د آلمان د ونډو د بازار په ۳۰ بهترینو کمپنیو کې هم ګڼل شوې ده. دا کمپنۍ ورته له پلاره میراث پاتې شوې، اوسمهال هغه د دې کمپنۍ د مدیره هیات مشره ده.

دا کمپنۍ له ۱۹۷۷ زېږديز کال څخه د فرانکفورت د ونډو د مبادلاتو بازار کې داخل شو، وروسته پراخه شوه او د نیویارک بازارونو ته یې هم مخه و کړه.

هغه له جان کلاتن سره واده کړی. له جان کلاتن سره یې هغه وخت و پېژندل چې کله د انجنیر په توګه د خپلو زده کړو په بهیر کې و.

اول یې خپل مېړه ته ځان د کانت په نامه وروپېژانده او ډېره موده تېره شوه چې خپل اصلی هویت یې بربنډ کړ. په کمپنۍ کې یې مور او ورور هم ور سره شریکان دي چې هر یو یې په جلاجلا توګه میلیاردران دي. هغه په ۱۹۹۰زېږديز کال کې واده کړی، اوسمهال د جرمنی په مونیخ کې اوسي او درى بچیان لري.
د فوربس د ۲۰۱۳ زېږديز کال شمېرو له مخې هغه د ۱۴.۳میلیارده ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې ۵۸ او جرمني کې ۴ لویه شتمنه ده.

کلاتن له شهرت نه سخته کرکه لري د هغه په باور شهرت د انسان خصوصي ژوند له ستونزو سره مخ کوي او د ژوند واقعي خوند پيکه کوي، له همدې امله ډېرى رسنۍ چې کله غواړي ورسره مرکه و کړي، ځان ترې چپوي او ځواب ور کوي. تر دې چې تر ډېره وخته به يې ځان د سوزن کانت په مستعار نامه ياداوه چې خلک يې و نه پيژني.

که څه هم کلاتن ته تقريبا نيمايي شتمني له پلاره ميراث شوې، خو هغه په خپل زحمتکشۍ او ټينګ کار سره له پلاره وروسته نه يوازې کمپنۍ په نړيواله کچه وځلوله، بلکې ور سره يې نور پراخ بدلونونه هم په کې را منځته کړل.