نشست مشورتی رئیس جمهور غنی با رهبران و بزرگان ملی، سیاسی، جهادی و دینی
نشست مشورتی رئیس جمهور غنی با رهبران و بزرگان ملی، سیاسی، جهادی و دینی

سلاکاران په مدیریتي ناستو کې څه کوي؟

په افغانستان کې د سلاکار وزیرانو شمېر دومره ډېر شوی، چې سم (( وزیرستان)) ترې جوړ شوی، خو ایا د زرګونو سلاکارانو سلا مشورو په تېرو ۱۵ کلونو کې پاموړ پایلې ور کړې دي؟

ویل کیږي همدا اوس داسې بهرني سلاکاران دي، چې د یوې میاشتې معاش یې د افغانستان د یوه حکومتي مامور د ټول عمر معاش دی.

سلاکار یا مشاور په نوره نړۍ کې د یوې اړتیا له مخې ټاکل کیږي او په مدیریتي او مشورتي ناستو کې ګډون کوي، خو په افغانستان کې برعکس کورنی مشاور ګومارل د یوچا د خولې پټولو او بهرنی هغه د پیسو د بېرته وړلو په معنا دي.

دلته په ناستو او مجالسو کې سلاکاران ډېر کم برخه اخلي، یا هم خورا غلي وي.

ایا خصوصي شرکتونه او ادارې هم دا ډول عمل کوي؟ ځواب نه دی، ځکه په خصوصي سکتور کې فکر په سوداګرۍ او ګټې وټې کیږي او سلاکار، چې پرځای سلامشورې ورنه کړي، په دویمه ورځ له دندې شړل کیږي.

هېڅوک سلاکار، کارکوونکي، تخنیکي مسوول او هر بل کس ته په وړیا معاش نه ورکوي، بلکې د معاش په مقابل کې له نوموړي کار اخستل کیږي. زه، چې د ګټې خبرې لیکم، د هرې کلیمې پر سر یې پیسې راکوي، خو که سم شی ونه لیکم نه به څوک پیسې راکوي او نه به یې څوک لولي.

همدا لامل دی، چې درسته ورځ فکر کوم، چې د لوستونکو لپاره به یوه ښه سوژه څه وي؟ ایا زه د هغوی قناعت ترلاسه کولای شم؟ څه، چې زه لیکم هغوی یې خوښوي، که هسې پاڼې توروم؟ سلاکار او مشاور هم دا کار او فکر کوي.

شرکت، موسسه او کمپنۍ که غواړي خدمات یې ښه او باکیفیته شي، باید ښه او په کار پوه مسلکي مشاوران وټاکي. په یوه کس د سلو کسانو کار کول نه عدالت دی او نه معقول، ځکه یو کس یوازې د یوه کس کار کوي او ښه یې کوي. تاسې که له خپل مدیر، یا رییس نه غواړﺉ، چې هم اداري چارې پرمخ بوځي، هم مالي او د بشري سرچینو، هم رییس و اوسي او هم کارکوونکی، په دې پوه شى، چې اداره مو سره پاشل کیږي. خوشال بابا وايي، چې هرسړی پیدا دی، خپل خپل کار لره که نه! ښه مدیر او رییس هغه کس دی، چې د کس وړتیا درک کړي او په دې پوه شي، چې له چا نه په کوم ځای کې کار واخلي او څوک، چېرته او ولې مشاور ته اړتیا لري.

که ستاسې مشاور ستاسې د کمپنۍ یا شرکت نیمګړي ټکي، ګواښونه، فرصتونه، اوسنی موقعیت او راتلونکی په سمه توګه ترسیم کړي، د ټولو کارکوونکو نظرونه واخلي، راتلونکي درې کلن اهداف په نښه کړي او د هغو لپاره لازمې پروژې طرح او بالاخره ستاسې شرکت په دریو کلونو کې دوه چنده عاید ترلاسه کړي، څه فکر کوﺉ د مشاوریت پیسې به مو بې ځایه تللې وي؟ نه هېڅکله نه، ځکه تاسې له اړتیا او وړتیا سره سم مسلکي سلاکار ګومارلی دی.

زموږ ډېری ادارې، چې د کارکوونکي له کمي سره مخ کیږي، د دریو کسانو په انټریو اکتفا کوي او یو تن ترې په کار ګوماري، خو وروسته یې، چې کار ګوري، په شپږو میاشتو کې یې باید په ظرفیت جوړونې لا پیسې ولګوي، خو چې ظرفیت یې ورجوړ کړې، بیا چېرې په بل دفتر کې د مدیر په توګه ناست وي. معمولا د یوه تش پوسټ لپاره باید له شاوخوا ۲۵۰ کسانو سره مرکې وشي او له هغو نه ۱۶ تنه د مرکو لپاره غوره شي. دا، چې دا ۱۶ نور بیا څومره چاڼ کیږي، دا نو تاسې خپله درک کولای شى.

زموږ په دولتي او حکومتي ادارو کې له بېکارۍ او په څوکۍ له ډېرې ناستې نه د مشاورانو کوناټي شنه دي، خو په خصوصي ادارو کې داسې وضعیت هم دی، چې یو سلاکار د ۱۰ کسانو کار کوي.

دا اوس یوه جدي اړتیا ده، چې دغه وضع بدله شي. اداري ناستو ته په نړیوالو شرکتونو کې خورا ارزښت ورکول کیږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې دا ډول ناستې یوازې د کاغذونو او برېښنالیکونو ادلون بدلون دی، پرېکړې او نتایج یې تر بلې غونډې نه یوازې دا، چې څرګندیږي، نه بلکې د مسوولانو له یاده هم وتلې وي. که په یوه شرکت، اداره او سازمان کې منظمې مدیریتي ناستې نه وي، سلاکان او مدیران پکې برخه وانخلي، ستونزې، اړتیاوې، نیمګړتیاوې، پلانونه او راتلونکې هېڅ شی هم ځای ته نه رسیږي. عموما په سترو شرکتونو او ادارو کې د سلاکارپلاوي، مدیرانو او کارکوونکو بېلابېلې ناستې کیږي او په دغو ناستو کې د شرکت پر کړو وړو او د کارکوونکو د ستونزو او ښه مدیریت په تړاو بحثونه کیږي.
زموږ په ادارو او سازمانونو کې ناستې او میټینګونه فصلي دي، یا د څو ورځو شوق دی، وروسته څوک په میاشتو میاشتو نه ورته حاضریږي او نتیجه دا، چې مشرتابه او رهبري د ادارې له کړنو ناخبره پاتې کیږي او ورځ ترپلې مخ پرځوړ روانه وي.

فیسبوک، ټویټر، یوټیوب، برېښنالیک کتل دا ټول ښې چارې دي، خو که تاسې له حده ډېر پکې بوخت شوى، نه سلاکاري درپاتې کیږي، نه مدیریت او نه هم د یوې ادارې ښه پرمختګ. له بده مرغه نن سبا زموږ د ډېری ادارو مسوولان او کارکوونکي خپل ډېر وخت فیسبوک او دغسې نورو شبکو ته ورکوي.

زه د دې کار مخالف نه یم، خو په دې باید وپوهیږي، چې فیسبوک ته تګ ستاسې د کار پر کیفیت اغیز شیندي. څومره، چې د کار پرمهال له یوه بل څیز سره ستاسې لیوالتیا ډېریږي، دا ستاسې پر کار هم منفي اغیز شیندي. زه دا توصیه کوم، چې له ۱۱ بجو نه تر یوې بجې پورې باید پر اساسي چارو کار ونه کړى، ځکه دلته هم نس او ډوډۍ ډېرځله ستاسې پر کار منفي اغیز کوي او په بیړه یې د خلاصولو په لټه کې وﺉ. د بیړې کار خو تاسې ته هم معلوم دی، چې انجام یې څه دی؟!