b11a26826afd40b370498e74432f09e8

سعودي عربستان په یو نادر اقدام یو شهزاده اعدام کړ

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په دې هیواد کې د سلطنتي کورنۍ د یو شهزاده د اعدام خبر تایید کړی دی .

ویل کیږي چې شهزاده ترکي بن سعود الکبیر د سه شنبې په ورځ په ریاض کې اعدام شو .

په سعودي کې اعدامونه ډیر دي خو دا چې یو شهزاده دې اعدام شي دا په دې هیواد کې یوه نادره قضايي پریکړه ګڼل کیږي .

اعدام شوی شهزاده ترکي بن سعود الکبیر نومیده او په ۲۰۱۳ م کال کې یې یو تن په ډزو وژلی و .

په سعودي عربستان کې پر محکومو کسان د سر په پرې کولو د اعدام سزا عملي کیږي خو ددې شهزاده د اعدام د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي .
رسنۍ وايي چې په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې له یوسلو دیرشو زیات کسان په سعودي عربستان کې اعدام شوي دي .

د سعودي رسنیو ویلي چې دې شهزاده پر قتل اعتراف کړی و، او د مقتول کورنۍ د دیې اخیستل رد کړي وو .

په سعودي عربستان کې تر دې مخکې په ۱۹۷۵ م کال کې د سلطنتي کورنۍ یو غړی فیصل بن مساعد السعود اعدام شوی و. نوموړې د خپل کاکا ملک فیصل د وژل کیدو په جرم اعدام شوی وو .