سعودي شهزاده له خپلې پخوانۍ میرمنې  امیره  التاویل سره د امریکا په متحدو ایالتونو کې
سعودي شهزاده له خپلې پخوانۍ میرمنې امیره التاویل سره د امریکا په متحدو ایالتونو کې

وليد بن طلال د مسلمانانو او بيا په عربي نړۍ کې تر ټولو ستر شتمن دى.

د فوربس د (٢٠١٣) کال د شمېرو له مخې طلال د ٢٠ميليارد ډالرو له لرلو په عربستان کې لومړى او نړۍ کې ٢٦ ځاى لري.

طلال د نړۍ په ځانګړي ډول د امريکا په ډېرو کمپنيو او صنعتونو کې پانګونه کړې ده. هغه اوسمهال په نړۍ کې د شلمې پيړۍ د نوموتو پانګونو له ډلې يو دى.

شهزاده وليد بن طلال د ١٩٥٥کال د مارچ په ٧مه په رياض کې زيږيدلى. طلال د “طلال بن عبد العزیز آل سعود” دويم زوى دى.

نوموړي د امريکا د کاليفرنيا له پوهنتون نه د سوداګرۍ په برخه کې لسانس او وروسته له همدغه پوهنتون څخه د ټولنيزو علومو په څانګه کې ماستري تر لاسه کړېده.

دى اوسمهال د امريکا د بانکدارۍ د تر ټولو لويې مؤسيسې سيټي ګروپ شريکباڼۍ دى.

Saudi Prince al-Waleed bin Talal and wife Princess Amira al-Taweel attend a ceremony for the opening of housing units in the al-Dhafir village

طلال په رياض کې په داسې يوه کور کې اوسي چې 320 خونې لري او ديوالونه يې له اېټالوي مرمرو نه جوړ دي.

نوموړى ٩٠ تنه خدمتګاران لري.

نوموړى ځينې وختونه د امريکا په متحده ايالتو کې اوسي له همدې کبله کله نا کله امريکايي ميلياردر هم ور ته ويل کيږي.

د طلال باور دا دى چې هر څوک بايد هڅه وکړي خپل کارونه په ښه بڼه تر سره کړي.

دى وايي کوم کار چې غواړم ويې کړم ښه يې کوم، که نه هېڅ يې نه کوم.

طلال وايي داسې کار مې نه خوښيږي چې مسؤليت يې په غاړه واخيستل شي او په سمه توګه ترسره نه شي.

د نوموړي په باور هغه کسان چې په خپل دنده کې ټګي برګي کوي
هېڅکله به د ښه ژوند خاوندان نه شي.

دى وايي دا يواي د ده نه، بلکې د نړۍ تجربه ده.

طلال د امريکا د بانکدارۍ د تر ټولو ستر مؤسيسې سټي ګروپ رييس او يې ستر شريکباڼى دى.

د هغه په هکله دا هم مشهوره ده چې د سپټمبر د يوولسمې پيښې له قربانيانو سره يې د نيويارک د هماغه وخت ښاروال ته د١٠ميليون ډالرو مرستې وييلي وو چې رد شوې وه.

هغه په دې وروستيو کې د ايربيس د الوتکې جوړولو کمپنۍ ته د داسې الوتکې جوړولو فرمايش ور کړى چې په درسته نړۍ کې يې سارى نه شته.

ويل کېږي دغه الوتکه ماڼۍ نومېږي چې د جوړولو لپاره يې څه باندې ٥٠٠ميليونه ډالره ايربېس شرکت ته ورکړي دي.

طلال د هغه فلم د جوړولو لګښت هم ور کړى و چې د اسلام د دويم خليفه حضرت عمر فاروق په ژوند جوړ شوى او اېم. اي. سي تلويزيوني چينل لخوا نندارې ته وړاندې شو.

طلال څو کاله مخکې له فوربس سره هم له دې امله جنجال کړى و چې د ده پانګه يې لږ ښودلې وه.

د سعودي دې شهزاده په ۲۰۰۸ م کال کې تر ده له ډیرې کشرې نجلۍ امیرې التاویل سره واده وکړه چې د شپږ کاله ګډ ژوند وروسته نوموړې په ۲۰۱۴ م کال کې وویل چې دې ښځې ته یې هم طلاق ورکړی .
د سعودي دې شهزاده په ۲۰۰۸ م کال کې تر ده له ډیرې کشرې نجلۍ امیرې التاویل سره واده وکړه چې د شپږ کاله ګډ ژوند وروسته نوموړې په ۲۰۱۴ م کال کې وویل چې دې ښځې ته یې هم طلاق ورکړی .

درې کاله مخکې په رسنيو کې داسې اطلاعات هم خپاره شول چې طلال د خپلې کورنۍ له ٦٠ غړو او ملګرو سره اېټاليا ته تللى دى او په کورتینا دامبیدزو ښار کې يې يوه سينما د يوې اوونۍ لپاره اجاره کړې وه.

د نوموړې لومړی میرمن دالال بنت سعود وه چې د د سعودي د پاچا لور وه . له دې میرمنې دوه بچیان لري چې وروسته سره طلاق شول .

د سعودي دې شهزاده وروسته له یوې تر ده له ډیرې کشرې نجلۍ امیرې التاویل سره واده وکړه چې د شپږ کاله ګډ ژوند وروسته نوموړې په ۲۰۱۴ م کال کې وویل چې دې ښځې ته یې هم طلاق ورکړی .