gggg

سرتاج عزیز: پاکستان د افغانستان جنګ پر خپله خاوره نه شي کولی

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دصدراعظم سلاکار سرتاج عزیر د یکشنې په ورځ وویل ، د امریکا متحده ایالات له پاکستان څخه غواړي چې د افغان طالبانو پر ضد اقدام وکړي . خو ” پاکستان د افغانستان جګړه په خپله خاوره نه شي کولی. “

د پاکستان دولتي تلویزو پي ټي وي سره په مرکه کې نوموړې ویلي، امریکايي چارواکو په ” ناسمه توګه درک “ کړي چې پاکستان د ځینو طالب ډلو او یا د حقاني شبکې ملاتړ کوي . خو سرتاج عزیز ټینګار کړی چې پاکستان د ضرب غضب په عملیاتو کې ددوی ټول پټنځایونه له منځه وړي دي .

سرتاج عزیز ادعا وکړه چې ډیر طالبان چې افغانستان کې جګړه کوي دننه له افغانستان څخه جنګیږي . خو نوموړې ومنله چې ځینې نښې نښانې یې شته چې پاکستان یې باید پر ضد اقدامات وکړي .

سر تاج عزیز دا خبره په داسې حال کې کوي چې یوازې درې اونۍ مخکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په یو برید کې د افغان طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور د پاکستان بلوچستان ایالت کې وواژه . افغان چارواکي وايي طالبانو د خپل نوي مشر د ټاکنې لپاره غونډې هم په پاکستان کې وکړي .

د سولې د خبرو اترو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار وویل چې پاکستان په دې اړه تیره کال د څلور اړخیزې هم غږۍ د ډلې په جوړولو توانیدلی و . نوموړې یو واربیا ټینګار وکړ چې ناټو په پنځلس کلونو کې افغانستان ته سوله رانه وستلی شوه او دغلته د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازینۍ لاره د سولې خبرې دي . د سرتاج عزیز په وینا طالبان په افغانستان کې واک ته نه شي رسیدلی خو کلونه جګړه کولی شي .

سرتاج عزیز ویلي ، موږ یوازې کولی شو چې پر افغان طالبانو له خپل اغیز کار واخلو او د خبرو میز ته یې راولو . خو افغان حکومت باید د جګړې په ډګر کې خپل دریځ پیاوړی کړي او دویم طالبانو ته باید داسې څه د امتیاز په توګه ورکړي چې هغوی یې د جګړې په ډګر کې نه شي ترلاسه کولی .

سرتاج عزیز د پاکستان له دولتي تلویزون سره په دې مرکه کې هیله څرګنده کړه چې که چیرې د ” جګړې “ په سیمه کې وضیعت د افغان حکومت پر ګټه پاتې شي د سولې خبرې پیلیدلی شي .

د تورخم پر دروازه د کړکیچ په اړه د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار یو واربیا ټینګار کړی دی چې یو قوي پوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده .

نوموړې هیله څرګنده کړه چې د دوشنبې په ورځ به اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سفر دا مسله هواره کړي .

د امریکا او د پاکستان د اړیکو په اړه سرتاج عزیز وویل چې ددوی حکومت له امریکا سره په پراخه کچه اړیکې بحالې کړې خو امریکا د پاکستان پر اتومي پروګرام کنټرول غواړي چې پاکستان یې په دې برخه کې فشار رد کړی دی .

د دوشنبې په ورځ افغان هییت اسلام اباد ته ځي
یاران سره په دې ایمیل اړیکه نیولی شئ

editor@yaraan.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.