taliban-peace-talks

سرتاج عزیز: اسلام اباد ته د طالبانو د هییت له سفر نه یم خبر

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې چې د طالبانو یو هییت پاکستان ته سفر کړی دی .

مجاهد په دې اړه چې دې هییت دې له پاکستاني چارواکو سره د قطر د سولې په ورستیو خبرو بحث او هغوی ته معلومات ورکړې وي تبصره نه ده کړې خو ویلي یې دي ” دا هییت استول شوی و، چې له پاکستاني مشرتابه سره، د افغان کډوالو په نیولو او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو په شمول پر ځینو مهمو مسلو خبرې وکړي . “

خو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز بیا وايي، دا پاکستان ته د طالبانو له هیڅ داسې سفر نه دی خبر چې د کابل له حکومت سره دې د سولې په خبرو اترو پورې تړلی وي .

سرتاج عزیز پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز ته ویلي ، د طالبانو هییتونه ځي راځي خو د وروستي هییت له سفره نه دی خبر .

عزیز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو ، افغان چارواکو او د پاکستان ځینې لوړ امنیتي چارواکو تایید کړې چې د طالبانو د قطر له دفتر څخه درې تنه په دې وروستیو کې اسلام اباد ته بلل شوي څو پاکستاني امنیتي چارواکو ته د افغان حکومت سره د وروستیو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي .

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال رسنیو ته ویلي چې پاکستان ته له دوحې څخه د طالبانو د استازو له سفر خبر دی خو دا چې له پاکستاني چارواکو سره یې په غونډو کې څه ویلي ، په دې اړه معلومات نه لري .

اخوا بل پاکستاني امنیتي چارواکي لویدیځو رسنیو ته د دوحې له دفتر څخه اسلام اباد ته د درې طالب استازو سفر او په اسلام اباد کې له پوځي چارواکو سره لیدنې کتنې تایید کړي دي .

دې پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، اسلام اباد د افغانستان په سوله کې مهمه ونډه لري او د دوی له همکارۍ پرته د سولې هیڅ بهیر نه شي بریالی کیدی . نو موړې ویلي چې ددې طالب چارواکو سره د دوی لیدنې کتنې د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان د پرلپسې هڅو یوه برخه ده .

له قطر څخه پاکستان ته ددې درې طالب استازو دا سفر لومړی بریتانوي ګارډین ورځپاڼې په رسنیو کې رسوا کړ .

د ګارډین ورځپاڼه وايي، د طالبانو دوو سرچینو ورته ویلي چې درې طالب ډیپلوماټان د چارشنبې په ورځ د قطر له مرکز دوحې څخه د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان شوي دي .

یو لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ګارډین ورځپاڼې ته ویلي ، پاکستان ته تللي طالب چارواکي به له پاکستاني مقاماتو سره د سولې د خبرو په ګډون پر بیلابیلو مسلو خبرې وکړې او له دوی سره به نوې معلومات شریک کړي .

پاکستان ته له قطر څخه په تللو طالب چارواکو کې ، پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر مولوي شهاب الدین دلاور ، د طالبانو د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي مولوي جان محمد مدني او د پوهنې پخوانی مرستیال وزیر مولوی عبدالسلام شامل دي .

طالب استازي وروسته له هغې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې یې له افغان حکومت سره د پټو خبرو اترو راپورونه خپاره شول . همدارنګه ټاکل شوې ده چې دې اونۍ کې به یو شمیر طالب استازي په سعودي عربستان کې له افغان چارواکو سره د سولې درییم پړاو خبرې وکړي .