14753776_360440697621779_4734589315606093373_o

زورورو د ولايت مقام له دروازې ښوونکي تښتولي

د غزني الجهاد جامع جومات د ولايت مقام دروازې ته مخامخ، د امنيه قومندانۍ، حرم سرای، ملي امنيت رياست او د اردو د جلب او جذب د مرکز تر منځ ودان دی، خو په رڼا ورځ ورڅخه زورورو يوه ډله ښوونکي تښتولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

امنيتي چارواکي پر سړي تښتوونکيو پرده اچوي چې ګواکې دوی يې نه پېژني، اما تښتوونکيو ګواښ کړی دی چې که د پوهنې رياست د ولايتي شورا يوه پخواني غړي ته مادام العمر مفت معاش ور نه کړي، تښتول شوي ښوونکي به ووژني.
د زورورو دغه ډله ځينې نور فرمايشونه هم لري چې يو يې بې‌سوادو کسانو ته تعليمي اسناد ورجوړل دي. که يې ښوونکي دغه ناز وا نه خلي، نه يوازې معاشونه به يې بندېږي، بلکې د مرګ امکان يې هم لېرې نه دی.

له تېرو دريو مياشتو راهيسې د غزني د ګېرو ولسوالۍ د شهيد عبدالمتين د لېسې د ښوونکيو معاشونه يوې زورورې کړۍ ځکه ګرځولي چې د خيالي ښوونکيو په نوم د ځان له‌پاره په‌کې ونډه تضمينوي.

د همدې ستونزې د حل په موخه له ګېرو ولسوالۍ راغلي ښوونکي پرون سهار د غزني ښار له جامع جومات څخه زورورو تښتولي دي او غوښتنه يې کړې چې که د ولايتي شورا د پخواني غړي عبدالنبي لکڼ‌خېل په نوم معاش اجرا نه کړي، د دې کسانو مړي به وروسپاري.

د شهيد عبدالمتين د لېسې له مدير عنايت الله څخه په بيا بيا غوښتل شوي چې د ځينو کسانو له‌پاره ناقانونه اسناد جوړ کړي او تر څنګ يې عبدالنبي لکڼ‌خېل ته چې له دوو کالو راهيسې په غزني ښار کې پروت دی او د ښوونکي په نوم معاش اخلي، له کوم ځنډ پرته معاش اجرا کړي.

د ولايتي شورا دغه دغه پخوانی زورور د ګېرو ولسوالۍ د پوهنې له مدير حيات الله سره ښه راشه درشه لري، نو ځکه خو يې دوه کاله پرله‌پسې معاش اخستی دی.
د دې ترڅنګ د عبدالمتين لېسې پخوانی مدير هم ور سره شريک و.

له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د سيمې د پوهنې له‌پاره د طالب اورپکيو له لوري ګمارل شوی مدير د لکڼخېل په تړاو خبر شوی چې ښوونځي ته نه حاضرېږي خو معاش اخلي، نو يې د لېسې نوي مدير عنايت الله ته ګوته څنډلې چې که د لکڼ‌خېل په نوم معاش اجرا کړي، دوی به يې ښوونځی وتړي.

اوس د لېسې مدير د عبدالنبي لکڼ‌خېل معاش نه اجرا کوي او د ولسوالۍ د پوهنې مدير حيات الله چې د لکڼ‌خېل نږدې ملګری دی، د ښوونکيو معاش ځنډوي او ستونزې تراشي.

د همدې ستونزې د حل په هدف پرون سهار له ګېرو ولسوالۍ د ښوونکيو يوه ډله غزني ښار ته راغله، څو دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي، خو يو ناڅاپه د لېسې مدير عنايت الله، د لېسې پخوانی سرښوونکی ابراهيم او د ولسوالۍ د پوهنې مدير حيات الله وتښتول شول، اما تر لږ ځنډ وروسته د ولسوالۍ د پوهنې مدير بېرته خوشې کړای شو او خلکو ته يې د تښتوونکيو دا پيغام ورساوه چې که د لکڼ‌خېل معاش اجرا نه شي، د دې کسانو جسدونه به وروسپاري.

ځايي سرچينې وايي، د ولسوالۍ مدير حيات الله له دغه زورور ښوونکي سره جوړ دی، نو ځکه خو لکڼ‌خېل ګواښ کوي، که يې معاش اجرا نه شي، دوی به د ټولې ولسوالۍ په ښوونکيو معاشونه ودروي.

د لېسې يو ښوونکی روح الله وايي، د شهيد عبدالمتين ښوونځی ۷۵۰ شاګردانو ته ۱۵ ښوونکي تدريس کوي، حال دا چې دا زورور په مرکز کې پراته دي د مظلوم حق خوري.

د لېسې ښوونکي وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې چې کله د لکڼخېل معاش اجرا کېده هېڅ خبره نه وه، خو چې اوس پرې بند شوی، نو د لېسې مدير هم تښتوي او ګواښونه هم کوي.

د لېسې يو بل ښوونکی محمد انور اندړ وايي، ځينې کسان چې په عمر يې د ښوونځي مخ نه دی ليدلی، غواړي ناقانونه اسناد جوړ کړي، هغوی هم د لېسې پر مدير فشار راوړي، تر څو ورته اسناد ورکړي او کارونه يې ور خلاص کړي.

دی وايي، موږ په ټوله لېسه کې دوه ليسانس ښوونکي لرو، هغه اوس د مافيا تر فشار لاندې دي او نه پرېږدي چې لېسې ته پرمختګ ورکړي.