13162397153_4dd0c0c543_z

زموږ سړکونه ولې ډېر عمر نه کوي؟

ډېر وخت وروسته د درېیم پروان پر سړک د خیرخانې پر لور لاړم. له بره کي څلورلار نیولې تر خیرخانې پورې سړک ټول کنډ او کپر شوی دی. موټر ټول د سړک پرهغه غاړه تګ او راتګ کوي، چې د نور سړک په پرتله پکې کندې کمې دي او همدا د موټرو د ترافیک لامل ګرځي. د ښار په یوه ځای کې خو په تېر باران کې دې ته اړ شوم، چې لس روپۍ ورکړم او په لاسګاډي کې له اوبو پورې وځم.

پوښتنه داده، چې زموږ د ښار سړکونه ولې دومره ژر تخریبیږي او ولې په بارانونو کې د سړک په هره برخه کې اوبه ډنډیږي؟

په نوره نړۍ کې ویالې او لښتي له سړک جوړونې مخکې جوړیږي، خو زه، چې ګورم په کابل کې لومړی سړکونه جوړیږي او بیا ویالې. یو کال مخکې، چې کومې ویالې جوړې شوې، اوس یې بیا تیږې اېښودل کیږي او یو کال مخکې، چې کوم سړکونه قیر شوي، دمګړۍ بېرته په مخروبه بدل شوي دي.

دا به معقوله نه وي، چې ووایو زموږ انجنیران پرې نه پوهیږي، خو په دې کې شک نشته، چې د عامه فوایدو وزارت، ښاروالي او د انجنیرۍ کمپنۍ په کې ښکېلې دي. زموږ ډېری بودجه پر حفظ او مراقبت لګیږي، خو له سره د چارو پر کیفیت غور نه کیږي.

زما یوه ملګري ویل، چې د قصبې پر لور غځېدلی سړک لوندوالی لري او ژر تخریبیږي. خو نه پوهیږم، چې د سړک جوړونې اړوندې کمپنۍ دا مساله په پام کې نیولې که نه؟

زه خو، چې ګورم تر یوه ځایه جوړ دغه سړک خو ټول بېرته له منځه تللی دی. په سړکونو کې ډېری لاندې او پاس دوه تختې په پام کې نیول کیږي، بیا هره برخه له دوې او څلور نورو برخو جوړیږي، چې دا د سړک د موادو په تراکم، ټینګښت او مقاومت کې اغیزناک تمامیږي. دغسې د هرې تختې سړک لپاره د ۳۸ ، ۲۵ او ۱۹ ملي مترو په اندازه جغل او تیږه کاریږي. رطوبت، له قیر سره د یوځای کېدو قوت په سړک کې مهم مسایل دي، ځکه که د سړک د لاندینۍ او پاسنۍ تختې تیږې له قیر سره په سمه توګه سرېښې نه وي، د زور او موسمي وضعیت (یخ او ګرمۍ) په صورت کې له قیره نه جلا کیږي او سړک تخریبیږي.

زموږ ډېر کم تعمیراتي شرکتونه د تیږو، شګې او نورو تعمیراتي توکو د ازمویښت لابراتوارونه لري. په ولایتونو کې خو لابراتواري مسایلو ته ډېره کمه پاملرنه کیږي. زه، چې فکر کوم، د سړکونو د اوبو نه اېستلو ترڅنګ زموږ د سړک د تخریب یو ستر لامل د سړک جوړونې د کمپنیو ناسم انتخاب، په واسطو متکي قراردادونه او په نهایت کې د کار ټیټ کیفیت دی.

که په سړک کې کاریدونکي توکي په لابراتوار کې په نمونه يي ډول ازمویل شوي نه وي او د سړک جوړونې د تخنیک پر بنسټ، د توکو په استعمال کې لازم انډول او معیار په پام کې نه وي نیول شوی، د سړک عمر به ډېر اوږد نه وي.

د کابل ښار د چوک او هوايي میدان سړکونه د نمونې په ډول یادوم، ځکه ما په تېرو څو کلونو کې یوه ورځ هم پر دې سړکونو ډنډ اوبه ونه لیدې، خو د ښار ډېر نور سړکونه له اوبو ډک وي. په ژمي کې له سړکونو د واورې ژر نه پاکول، خام فرعي سړکونه، له ناسمو جوړو شویو ویالو د اوبو راوتل او له غونډیو او په غرونو کې د میشتو خلکو اوبي ضایعات ټول هغه عوامل دي، چې د کابل ښار سړکونه ورسره تخریبیږي.

معمولا هر معیاري سړک باید له ۱۸ تر ۲۰ کلونو پورې دوام وکړي، خو د کابل سړکونه، چې ټول د معیاري سړکونو په نامه جوړیږي او په میلیونونو ډالره مصرف پرې شوی، له پنځو تر ۱۰ کلونو پورې هم دوام نه شي کولای. په سټنډرډ ډول، هر پنځه کاله وروسته باید سړک نوی پوستکی واغوندي، خو د افغانستان پر څلور زره کیلومټره سړکونو لاهم همغه زاړه پوستکي پراته دي.