AFGHANISTAN-ECONOMY-CHICKEN

زموږ زراعتي فارمونه ولې لنډ عمر لري ؟

زموږ د تاریخ یوه استاد یوه ورځ په غوسه ناکه لهجه شاګر ته وویل: (( پوهیږې، چې نن نیم ساعت خپلې چرګې ته منتظر وم، چې هګۍ واچوي)). د دې جملې پر پیغام هغه مهال سم ونه پوهېدم، خو اوس یې په دوو لاملونو مهمه ګڼم. یو دا، چې زموږ استادانو په څومره بې وزلۍ کې درس راکاوه، چې د موټر د کرایې لپاره یې د چرګې هګۍ پلورلې، بل دا، چې د چرګانو ساتل د کورني اقتصاد د یوه اړخ په توګه څومره زموږ په ژوندانه کې مهم رول لوبوي.

کلونه مخکې زموږ د یوه ګاونډي اقتصادي وضعیت خورا کړکېچن و. هلکانو یې وړیا ښوونځي ویل، خو د نجونو لپاره په سیمه کې وړیا ښوونځي نه و. پلار د نجونو د ښوونځي فیس نه شوای ورکولای، خو، دا چې مور یې پوره یو درجن چرګې درلودې هره ورځ یې یو ټیم هګۍ پلورلې او د فیسونو ترڅنګ یې د کور ټول واړه لګښتونه پرې کول. د مېړه او زامنو یې تل پر چرګو ورسره شخړې وې، خو اوس یې خاوند هم د چرګانو یو ستر فارم لري. پخوا یې په کور کې لاسګاډی نه درلود، خو نن یې په کور کې دوه موټر دي.

زه اوس هم خپل ناڅاپي مېلمانه په هګیو عذر کوم. هګۍ اوس هم په ښاري او کلیوالي ژوندانه کې د مېلمه لپاره تر ټولو ارزانه او سملاسي خوراک دی او لا هم په سختیو او د متبادل خوراک په نشتوالي کې زموږ پرده پوشي کوي.

زه د فارمونو متخصص نه یم، خو لږ او ډېر پرې پوهیږم.د چرګوړو او چرګانو په ساتلو کې فارموال هګۍ او غوښه\پلور دواړه په پام کې نیسي. هغوی، چې د هګیو د پلور هدف پرمخ وړي، ډېری چرګې او چرګان ساتي اوهغوی، چې د چرګانو د پلور هدف پرمخ وړي، د نسل پر تولید او وزن کار کوي.

په افغانستان کې په ټولو برخو کې د چرګانو روزنې ته اړتیا ده، ځکه زموږ ډېری تکیه پر وارداتو ده.

د چرګانو فارم جوړول سخت کار نه دی. په ۱۰۰ چرګانو سره تاسې خپل کار پیلوﺉ. په شپږو میاشتو کې د نسل پر تولید کار کوﺉ او په کال کې ستاسې د چرګانو شمېر باید څو چندو ته ورسیږي. کله مو، چې فارم غټیږي تاسې د فارم لپاره ځانګړې ځمکې او ځای، د رطوبت، رڼا او هوا کنټرول، څار او درملنې، اړتیا وړ خوراکونو او ماشینرۍ ته اړ کیږﺉ. دا نو داسې وخت دی، چې ستاسې فارمي چرګوړو په مارکیټ کې ځای پیدا کړی دی.

د کرنې وزارت او د جاپان د چرګساتنې پراختیایي پروژې د چرګانو د صنعت د ودې په برخه کې اغیزناکې ثابتې شوې دي. په کورنۍ کچه ۱۵ او ۲۰ چرګې د هغوی وړوکی کورنی اقتصاد پیاوړی کولای شي. ویل کیږي دمګړۍ د بلخ د خلم او دهدادي په څېر ولسوالیو کې، چې د چرګساتنې پروژې پکې پلې شوې، په اوونۍ کې له ۷۰ تر اتیا زرو پورې هګۍ تولیدیږي. یوازې د بلخ په یوه فارم کې په اوونۍ کې ۴۰ زره چرګوړي تولیدیږي، په داسې حال کې، چې درې کاله وړاندې دغه شمېر په کال کې ۴۰ زره چرګوړي و.

دا د چرګساتنې د پرمختګ اړخ دی، خو زموږ فارموال د تولید او خرڅلاو له ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي. په فراه کې تر دې وروستیو شاوخوا ۵۰۰ فارمونو فعالیت کاوه، خو ویل کیږي، چې ۳۰۰ فارمونه یې اوس د حکومت او موسساتو د نه پاملرنې له امله تړل شوي دي.

دا یوازې د چرګانو د برخې فارمونه نه دي، بلکې په تېرو څو کلونو کې کرنیز او د مالدارۍ او د هغو د اړوند محصولاتو ګڼ نور فارمونه هم تړل شوي دي.نن د چرګوړو د فارم د بندیدو خبر اورم، پرون کرنیز فارمونه تړل شوي وو، له هغه مخکې د ګلخانې د تړل کېدو او دغسې هره ورځ د یوه فارم د تړل کېدو خبر اورم.
زموږ د چرګوړو فارمونو ستر مشکل دادی، چې په فارمونو کې مو تراوسه په دودیز ډول چرګوړي تولید او ساتل کیږي. که د ماشینرۍ او ټکنالوژۍ له اړخه فارمونه تقویه شي، فکر کوم یوازې اووه ولایتونه به د ټولو زونونو اړتیاوې پوره کړای شي.

که حکومت د چرګانو خوراک او درملنه کنټرول کړي او د چرګانو پر وارداتي غوښو بندیز ولګوي او پرځای یې داخلي کوپراتیفونه او فارمونه دا چاره پرغاړه واخلي، نه یوازې دا، چې له یخبندو غوښو به د خلکو کرکه کمه شي، په کور دننه به د چرګانو صنعت بازار ومومي. تر ټولو مهم دا، چې چرګوړي باید د تورید پرځای د هېواد په داخل کې تولید شي او بیا همدلته وروزل شي.