زاخلیوال وايي، که پاکستان پر دروازې کار بند نه کړي دلیل نه پاتې کیږي چې دندې دوام ورکړي
زاخلیوال وايي، که پاکستان پر دروازې کار بند نه کړي دلیل نه پاتې کیږي چې دندې دوام ورکړي

زاخلیوال : که تورخم کې کار بند نه شي خپلې دندې دوام نه ورکوي

زاخلیوال وايي پاکستاني پوځ ته یې په یو استولي پیغام کې خبرداری ورکړی چې که د تورخم په دروازه کار ونه دروي او د خبرو له لارې د مسلې هواري ته وخت ور نه کړي له خپلې دندې به استعفا وکړي .

وروسته له هغې چې په تورخم کې اوربند وشو ، د پاکستاني لورې له خوا د دروازې د جوړولو د کار بیا پیل په افغانستان کې د عامو افغانانو تند عکس العملونه راوپارول .

په اسلام اباد کې افغان سفیر وايي، له پاکستاني لوري سره یې د کار د پیل په اړه هیڅ ډول توافق نه دی کړی .

عمر زاخلیوال په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې ویلي ، د چارشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره پر اوربند، د ستونزې د هواري لپاره د لوړې کچې په تماسونو ، او د خبرو له لارې د یو هییت په چوکاټ کې د موضوع پر چټک هواري توافق کړی .

زاخلیوال پر خپل فیسبوک پاڼه ویلي :

” د پاکستان له لورې د کار په پیل قطعآ توافق نه دی شوی او په همدې اړوند مې همدا اوس د پاکستان پوځ مشرتابه ته یو پیغام واستاوه “

د زاخلیوال له خوا راحیل شریف ته په استول شوي پیغام کې راغلي :
” نه یوازې دا چې د تمې خلاف تاسو کار نه دی درولی ، څو د خبرو له لارې د مسلې حل ته فرصت ورکړۍ بلکې په غلطه مو داسې ښودلې چې ستاسې د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر بنسټ شوی . “

زاخلیوال د پاکستان د پوځ مشر ته په خپل دې پیغام کې ویلي :

” زه ستاسو دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم . که چیرې تاسو کار ونه ځنډوئ څو د خبرو له لارې کړکیچ حل شي ، نو دلیل نه پاتې کیږي چې زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم . “

زاخلیوال خبرداری ورکړی چې په هغه صورت کې به د تورخم د شخړې ټول جزییات عام کړي . او دده په وینا به یې عواقب بیا د پاکستاني لورې پر غاړه وي .

د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه ویلي ، دا چې دا دروازې اوه دیرش متره اخوا دده په وینا د پاکستان په خاوره کې جوړیږي ، نو دوی به دې جوړولو کار ته دوام ورکړي .

افغان حکومت وايي څه موده مخکې د کرښې سل متره اخوا ددې دروازې له جوړولو سره افغان حکومت هوکړه کړې وه نه له اوسني ځای سره چیرې چې دا دروازه جوړیږي .

د نړیوالو قوانینو له مخې د دوو هیوادونو ترمنځ پر کرښو د دا ډول تاسیساتو په جوړولو کې د دواړو لورو سلا شرط ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.