د روسیې د بهرنیو چارو زارت ویانده ماریا زخاروا
د روسیې د بهرنیو چارو زارت ویانده ماریا زخاروا

روسیه: افغانستان کې شرایط د سولې مخامخ خبرو ته برابر نه ښکاري

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وايي ، په افغانستان کې وضیعت لا هم ترینګلي دی او په اوسنیو شرایطو کې داسې نه ښکاري چې د افغان حکومت او مخالفو وسلوالو ترمنځ دې د سولې مخامخ خبراترې وشي .

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا د پنجشنبې په ورځ مسکو کې خبریالانو ته وویل :
” د افغانستان په شمال کې حالات ترینګلي دي . طالبان د کندوز د مرکز شا او خوا ځای پر ځای دی او هڅه کوي ددې ولایت هغه سیمې لاندې کړي چې د تاجکستان سره په شریکه پوله پرتې دي .“

نوموړې همدارنګه په هلمند او کندهار کې د طالبانو فعالیتونو ته اشاره وکړه او د کابل ښار کې یې د دوشنبې په ورځ هغه ځان وژونکی برید یاد کړ چې لږ تر لږه ۱۴ نیپالیان یې ووژل .
ددې برید مسولیت طالبانو پر غاړه اخیستی وو .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا ویلي ، دا روښانه ده چې په دا ډول شرایطو کې د افغان حکومت او د حکومت د مخالفو وسلوالو ترمنځ خبرې اترې محتملي نه ښکاري .

روسي چارواکي په دې وروستیو کې وار په وار د افغانستان امنیتي وضیعت ترینګلی ښيي او دغلته د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې فعالیتونو اندېښمن کړي دي .

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې روسانو له افغان طالبانو سره تماسونه پیدا کړي څو د هغوی په تقویه کولو په افغانستان د داعش د پراختیا مخه ونیسي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.