54a7a26e4a19dc227d0f6a706700c2d6

رسنۍ څوک اداره کولای شي؟

په تېره پیړۍ کې، چې رسنۍ په خپل لومړني مخ پر وده حالت کې وې، د رسنیز صنعت چارې محدودې او تر ډېره د صنعت د بنسټګر رییس په لاس کې وې، خو اوس، چې رسنیز صنعت پراخ شوی او په یوه اداره او شرکت کې د رسنیو څو ډوله فعالیت ګڼ محصولات تولیدوي، رسنیز صنعت او د محصولاتو او تولیداتو وېش پېچلی او مدیریتي اړتیاوې ورسره زیاتې شوې دي.

د رسنیو اقتصادي اړخ، ورځني ټکنالوژیک بدلونونه، د مخاطبانو تعاملي او خپلخوښی رول او رسنیزه سیالي دا غوښتنه کوي، چې د رسنیو څښتنان او د رسنیز صنعت چلوونکي پر مسلکي کدرونو غور وکړي، ځکه یوازې خبریالان او هغه کسان، چې ژورنالیزم یې لوستی په یوازې سر ددې توان نه لري، چې د رسنیو مدیریت او محتوا (نشرات) دواړه پرغاړه واخلي.

په اوسمهالي پېر کې په رسنیو کې د خبریالانو او د رسنیزو چارو د کارپوهانو اوږده دودیزه واکمني مخ پر پای ته رسېدو ده او هڅه کیږي، چې پر عمومي مدیر سربېره، د رسنیزو شرکتونو او ادارو د مدیریت لپاره په پلان جوړاوي، ستراتیژۍ، ګومارنو او مالي او بودجه یي چارو بلد مدیران وګومارل شي. د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د رسنیو د مدیریت په موخه ځانګړي پوهنتونونه او پوهنځي فعالیت کوي او له دغو پوهنیزو مرکزونو فارغېدونکي کسان په مستقیمه توګي د رسنیو د بېلابېلو برخو د مدیریت څوکیو ته رسیږي.

د ورځپاڼې مسوول مدیر ددې توان نه لري، چې د انلاین نسخې مدیریت هم پرغاړه واخلي، ځکه په انلاین نسخه کې کاریدونکې دویې، ټکنالوژي، تګلارې او ژورنالستي ارونه له دودیزې هغې سره توپیر کوي. پر دې سربېره، که ورځپاڼه په یوه صنعتي رسنیز شرکت بدلیږي، د هرې څانګې لپاره د همغې څانګې اړوند مدیران ګومارل کیږي. یو داسې کس، چې په کمپیوټر، د برېښلیک په تبادلې، انلاین ژورنالیزم او اوسمهالو دود ژورنالستیکو وسایلو او مسایلو ونه پوهیږي، په هیڅ توګه د یوې رسنۍ لپاره ګټور نه دی.

ددغه بدلون په رڼا کې، دا اوس ستونزمنه ده، چې یو مسلکي خبریال د یوه ستر رسنیز شرکت چارې سمبال کړای شي. د رسنیز شرکت د سمبالښت لپاره رسنیز مدیریت ته اړتیا ده، ځکه اوس ټول د رسنیو پر اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بازار فکر کیږي. په رسنیو کې د نویو ټکنالوژیکو غوښتنو ترڅنګ، په بازار او مخاطب پوهېدل هم مهم دي، چې څه ډول په نوي اقتصادي رقابتي پېر کې د رسنیو اقتصادي او صنعتي اړخ پیاوړی شي.

رسنۍ اوس یو پراخ صنعت دی او د بازار په موخه خپل ځانګړي تولیدات او محصولات وړاندې کوي.

په رسنیز مدیریت کې طراحي او پلان، لارښوونې، د رسنیزو سیستمونو ( خبري جوړښتونو، اطلاعاتي بهیر او ټکنالوژۍ استعمال) پراختیا، اقتصاد، د محصولاتو او خدماتو لپاره بازارموندنه، د محتوا کیفیت، رقابتي عمل، مخاطب پوهنه او دا ډول نور مسایل بنسټیز رول لوبوي.

د خبریالۍ په پروني تعریف کې د خبرخونې او تولید اهداف پر اطلاع، روزنه او تفریح را غونډ وو، خو په اوسمهالي تعریف کې په پېښو، د پېښو په حل، څیړنیز عمل، پرېکړو، اقتصادجوړونې، سیاست او رسنیزې ډپلوماسۍ کې د رسنیو رول د رسنیزو مدیرانو مدیریتي انددود، ظرفیت، مخلید او لرلید ته نوې اډانې اېښې دي.