C238831E-07F9-4200-BE76-929EE7ED8A2E_w987_r1_s (1)

رحمان: ۸۰سلنه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې غیر رسمي استخراجیږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایي چې اوس مهال د هېواد اتیا فیصده قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په غیر رسمي ډول استخراج کیږي.

د سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا او صنایعو مرستیال عبدالباري رحمان نن په یوه غونډه کې وویل، که د دغو ډبرو د کیندنې چارې منظمې شي نو افغانستان به د کال ۳۰۰ میلیونه ډالره عاید ولري.

ښاغلي رحمان زیاته کړه:

“تقریباً همدا اوس چې اتیا فیصده په غیر رسمي توګه استخراجیږي او استفاده ورنه کیږي د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له استخراجه د کال ۳۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوو، خو که تنظیم شي او په مسلکي او رسمي ډول استخراج شي، نو په ډېره اساني سره کېدای شي چې دا عواید لس چند زیات یعنې عواید ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.”

اخوا د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وایي، د مسلکي او فني کسانو نشتوالی، د مدیریت ضعف، په لېرې پرتو سیمو کې د کانونو موقعیت، داوبو او انرژۍ ستونزه او امنیتي ګواښونه هغه مسایل دي چې د کانونو په استخراج کې يې ستونزې جوړې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.