راحیل شریف امریکايي سناتورانو سره : باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی

د پاکستان پوځ وايي، د جان مکین په مشرۍ پاکستان ته د ورغلیو امریکايي سناتورانو سره د پوځ د مشر راحیل شریف په لیدنه کې د افغانستان موضوع د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وه .

د امریکا د سنا د وسلوالو خدمتونو د کمیټې مشر جان مکین د دوو نور سناتورام لینډسي ګراهم او جوی ډونلي او یو شمیر نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو سره په یو رسمي سفر پاکستان ته رسیدلي دي .

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په یوې خبرې پاڼې کې ویلي چې د راحیل شریف او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې تر ډیره د افغانستان سره په تړلو مسلو راڅرخیدي .

نوموړې د راحیل شریف له خولې ویلي

” باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهمې دي . “

راحیل شریف په دې لیدنه کې امریکايي لورې ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې څخه د غیرې قانوني اوښتو راوښتو د مخنیوي لپاره پر دې کرښه ځانګړي تدابیر ورته ضرور دي .
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحدي په توګه نه مني او پر دې کرښه د پاکستاني لوري د هر ډول اضافي تدابیرو مخالف دي .

تر اوسه امریکايي لوري په دې اړه چې پاکستاني پوځیانو څخه یې کومې غوښتنې کړي څه دي نه ویلي خو له تیرو څو میاشتو راهیسې امریکا پر پاکستان فشار زیات کړی څو په خپله خاوره کې د افغان طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي .

تر دې مخکې په همدې ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن هم د جنرال راحیل شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره کتلي و او د جان مکین او راحیل شریف ترمنځ دې لیدنه کې یې هم ګډون درلود .

د پاکستان او امریکا اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلي دي . په دې وروستیو کې د امریکايي سناتورانو او چارواکو هغو څرګندونو دا اړیکې نورې هم خرابې کوي چې وايي پاکستان یوازې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات کوي او د حقاني د شبکې په شمول نورو وسلوالو ډلو ته چې افغانستان کې فعالیت کوي ښه نیت لري .

دا چې پاکستان نه دی توانیدلي په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د فعالیت مخه ونیسي ، د امریکا کانګرس د اوباما اداره اړ کړې چې پاکستان ته د اتو پیردولو ایف ۱۶ الوتکو د ورکولو څخه ډه ډه وکړي .

تر دې لیدنې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه رسنیو ته ویلي و چې هیواد یې د هغو وسلوالو زپلو ته ژمن دی چې د افغانستان په کړکیچ کې لاس لري . باجوه ټینګار کړی و چې دوی هیچا ته پناه نه ورکوي .

خو په عین حال کې ددې هیواد د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز بیا ویلي دوی نه شي کولی په خپله خاوره کې پردۍ جګړې پر مخ یوسي .

نوموړې په یوې تازه مرکه کې ویلي که چیرې د وسلوالو پر ضد پراخ اقدامات وکړي دا ډلې به پر غچ اخیستونکو بریدونو لاس پورې کړې .

وروسته له هغې چې د مۍ په یوویشتمه نیټه امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په بلوچستان کې طالب مشر ملا اختر محمد منصور په یو برید وواژه د پاکستان او امریکا اړیکې نورې هم کړکیچنې شوې . پاکستانو چارواکو دا برید پر خپل ملي حاکمیت تیری وباله.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن په دې وروستیو کې د واشینګټن په یو څیړنیز مرکز کې د وینا پر مهال ویلي و ، که چیرې پاکستان د هغو وسلوالو پر ضد جدي اقدامات ونه کړي چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې بریدونه کوي ، د پاکستان راتلونکې به ښه نه وي .

اولسن چې په دې لیدنه کې یې د جان مکین ملګرتیا کوله ، پر منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید دفاع وکړې او ویلي یې دي: ” دا برید باید په سیمه کې ټولو طرفونو ته روښانه کړي چې امریکا د خپلو ګټو د ساتنې لپاره په بشپړه توګه چمتو ده . “

نوموړې ویلي چې ملا منصور یوه بې پایه جګړه غوښته او د سولې په وړاندې خنډ و .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.