Rupert Murdoch, Michael Bloomberg

رابرت مرداک؛ د رسنيو امپراطور

د ننۍ ګڼې میلیاردر مو داسې څوک دی، چې نه یوازې د نړۍ له ډېرو ځواکمنو کسانو شمېرل کیږي، بلکه ورسره ښايي له هغو ګوتشمېرو څېرو څخه وي چې د نړۍ په څلورو وچو کې یې فعاليتونه ښه په درز کې روان دي.

که له یوې خوا یې اسټرالیا او اروپا له فعالیتونو بې برخې نه دي، له بلې خوا یې اسیا او امریکا ته هم د فعالیتونو ګړنګهار رسیدلی دی. نومړى نړيوال د رسنیو د امپراطور په نوم پېژني. هغه څه عادي سړی نه دی، درې ځله یې د انګلستان پخوانى صدراعظم ټوني بلیر لومړي وزارت ته ورساوه.

هغه د امریکا او انګلستان په سیاست کې لوى لاس لري. تر دې چې په یادو هیوادونو کې د ولسمشرانو لخوا ورته په ډیر درناوي کتل کیږي.

د رابرت پلار سرکیث مرداک په اسټرالیا کې د یوې ورځپاڼې خپرونکی و، دا ورځپاڼه په خورا لوړ تیراژ خپریده چې له امله یې د مرداک کورنۍ مالي وضع ډېره ښه وه. هماغه و چې له کوچنیوالي له ورځپاڼې سره اشنا شو، په لس کلنۍ ښوونځي ته ولاړ، د تحصیل له بهیر وروسته یې د ښوونځي په مجلو کې کار پیل کړ، وروسته یې د زده کړو غزولو لپاره انګلیستان ته مخه کړه، هلته یې د آکسفورد په پوهنتون کې فلسفه، سیاست او اقتصاد ولوستل،په همدې بهیر کې یې دوه کاله له (ډیلي اکسپرس) سره کار وکړ.

خو د پلار تر مرګ وروسته د خپل پلار ورځپاڼې د مدیریت پرغاړه اخیستو لپاره بیرته اسټرالیا ته ولاړ، د هغه په اړه ویل کیږي چې د قدرت او شتمنۍ د راجلبولو پیاوړی حس لري نو له همدې امله یې له هغه په اسټرالیا کې د نورو سیمه يیزو او ملي ورځپاڼو په پیرلو پیل وکړ او په لنډه موده کې یې څو ساحوي او ملي ورځپاڼې په خپل کنټرول کې راوستې.

وروسته له دې چې په لندن کې د مېرور رسنیزې ډلې وغوښتل چې د سن(SUN) ورځپاڼې له شره ځان بېغمه کړي هغه یې و پېرله او په خپل پیاوړي مدیریت یې ورته ورځ په ورځ لوستونکي زیات کړل تر دې چې په وروستیو کلونو کې یې هره ورځ درى میلیونه نسخې په برېتانیا کې پلورل کېدې.

وروسته یې د (نیوز او د ورلډ ) خپرونه چې په سن ورځپاڼې پورې تړلې یوه خپرونه ده او هره یکشنبه خپریږي، په انګلستان کې د ۸ میلیونه په تیراژ خرڅیږي.

د مرداک نوم درې ځله د نړۍ د اغېزناکو ۱۰۰ کسانو په لست کې ځای شوى دی تر دې چې په ۲۰۱۰ کال کې د فوربس د ځواکمنو کسانو په لېست کې ۱۳ ځای خپل کړ.

هغه په ۱۹۹۳ کې د خپلو فعالیتونو سیمه اسیا ته هم و غزوله او د (ریچاردلی) تر ملکیت لاندې (سټار ټي. وي) یې چې د ریچارد لي په ملکیت کې و د یو میلیارد ډالرو په ورکولو وپیره او لږ وروسته یې د اسیا په ګوټ ګوټ کې ورته دفترونه جوړ کړل، هغه د ۲۰۰۰ لسیزې په وروستیو کې یې د وان په نامه د یوه فارسي ژبي تلویزیون په جوړولو هم لاس پورې کړ.

هغه په وروستیو کې له دې امله د امریکا تابعیت واخیست چې د امریکا د قانون تر مخه هر څوک چې د یاد هیواد تابعیت و نه لري هلته تلویزیوني خپرونې نه شي کولی نو ځکه یې ددې خنډ ایستلو کولو لپاره د یاد هېواد تابعیت واخیست، هغه چې د امریکا د جهموري غوښتونکو له ګوند او د جورج بش له جګړیز سیاست نه یې ملاتړ کاوه په ۲۰۰۸ کال کې د اوباما تر ریاست جهمورۍ وړاندې یې له جورج بش سره د نیویارک په یوه هوټل کې ملاقات وکړ.

د ځینو راپورونو پر بنسټ په امریکا کې د هري ترومن (1953-1945) له ریاست جمهورۍ وروسته یې له استثنا پرته له ټولو ولسمشرانو سره کتلي دي.

د فوربس د ۲۰۱۶ کال شمېرو له مخې رابرت مرداک د ۱۱،۲ میلیارد ډالرو په لرلو په نړۍ کې شپږ نویم شتمن دی . په امریکا کې اته دیرشم لوی شتمن دی او په ۲۰۱۵ م کال کې د نړۍ د پیاوړو کسانو په لیست کې پنځم دیرشم ځای درلود .