maxresdefault

د یخچال او فریزر لګښت څنګه راکم کړو؟

زړه مې و د برېښنايي بخاریو د لګښتونو پر کمولو وغږیږم، خو فکر کوم د بخاریو وخت نور پای ته رسېدلی او زما په شمول اکثریت خلکو له خپلو کوټو لرې کړې دي.

د ژمي په پای ته رسېدو او د ګرمیو په را رسېدو سره اکثریت خلک، چې برېښنا ته لاسرسی لري، له یخچال او فریزر نه کار اخلي. یخچال، فریزر، ایرکنډیشن، کولر، بخارۍ، منقل او اوتو هغه وسایل دي، چې ستاسې څه باندې ۵۰ په سلو کې برېښنا مصرفوي.

په افغانستان کې د یخچال او فریزر استعمال عمومي نه دی، ځکه ټول ولایتونه برېښنا نه لري او ټول خلک هم له اقتصادي اړخه ددې جوګه نه دي، چې یخچال، فریزر او ایرکنډیشن وکاروي.

که چېرې موږ د یخچال او فریزر په استعمال کې له یولړ معیارونو او اصولو ګټه واخلو، کېدای شي خپل ۲۰ په سلو کې مصارف را کم کړو. د یخچال او فریزر په پیرلو کې تر ټولو مهم څیز د هغوی د کیفیت او موډل انتخاب دی، ځکه ښه موډل یخچالونه کمه برېښنا لګوي. کله، چې یخچال په کوټه، یا دهلیز کې ږدﺉ، له دیوال نه یې شاوخوا ۲۰ سانتي لرې کیږدﺉ، ځکه د یخچال په شاتنۍ فضا کې باید د هوا جریان بند نه شي. د دې ترڅنګ د یخچال وروستني سیمونه او وسپنیزې میلې باید په کال کې درې ځله له ګرده پاکې شي. په دې سره د هوا او سیمونو ترمنځ تودوخه په ښه توګه بهر ته لیږدول کیږي.

یو شمېر خلک د یخچال کنګل نه پاکوي او تر ورځو ورځو یې پریږدي، په داسې حال کې، چې د کنګل پاکولو لپاره موږ په یخچال کې خپلې وسیلې هم لرو. څومره، چې د یخچال په خانو کې کنګل زیاتیږي په همغه کچه د برېښنا مصرف هم ورسره ډېریږي. هغه لوښي، چې تاسې اوبه پکې اچوﺉ او د یخچال په پاسنۍ کنګلوونکې برخه کې یې ږدﺉ، باید له کنګل نه پاک وي. هڅه وکړﺉ په ورځ کې لږترلږه یوځل د ماښام په وخت کې د یخچال کنګلونه لرې کړﺉ.

ځینې خلک خپل یخچال په پخلنځي کې ږدي. په پخلنځي کې ګاز، منقل، ابګرمي او دا ډول نور د تودوخې وسایل هم کارول کیږي، چې دا د یخچال پر کنګلوونکي او سړوونکي فعالیت منفي اغیز پرېباسي. کوښښ وکړﺉ، چې یخچال په سیوري کې له تودوخې لرې کیږدﺉ، دغه راز لمر هم باید پرې ونه لګیږي.

په ډېرو کورونو کې د یخچال خوله پرانستې وي او په ورځ کې په لسګونو ځله ماشومان او د کور نور غړي ورځي او خلاصوي یې. د یخچال ور یا دروازه چې هرڅومره ډېره پرانېستل کیږي، په همغه کچه یې فعالیت سستیږي، ځکه سړه هوا ترې وځي. کله یې، چې فعالیت سست شي، د برېښنا لګښت هم ورسره ډېریږي او هغه څه، چې په نیم ساعت کې یخوي، یو ساعت وخت اخلي.

کله کله موږ فیریني پخوو، یا دا ډول بل څیز او په یخچال کې یې همغسې ګرم ږدو. خوراکي توکي مخکې له دې، چې په یخچال کې کېښودل شي، باید له یخچاله بهر ښه ساړه شي او بیا په یخچال کې کېښودل شي. که ګرم یې کیږدﺉ ستاسې مصرف دوه چنده کیږي. دغه راز څو ډوله ګرم خواړه یوځای په یخچال کې مه ږدﺉ، دا د یخچال پر موتور او فریزر فشار راوړي او ډېری برېښنا مو بېځایه مصرفیږي.

ځینې خلک په یخچال کې ډېر زیات بوتلونه او جامونه ږدي. یا د شودو کوتي او نور مشروبات، خو دا څیزونه ددې لامل ګرځي، چې په یخچال او فریزر کې د هوا د جریان مخه ونیسي او برېښنا مو هم ډېره ورسره مصرف شي.

د یخچال ربړي غاړې باید وخت ناوخته وګورﺉ، چې ربړونه خو یې شلېدلي نه وي. که ربړ وشلیږي، د یخچال سړه هوا وځي او توده هوا ور ننوځي. په دې صورت کې ستاسې توکي نه یخیږي او برېښنا هم ورسره ډېره مصرفیږي.