book4

د ګټې خبرې : کاري ډله ((ټیم)) څه ته وايي؟

موږ ډېرځله وایو، چې غني کاري ټیم نه لري، د فلاني وزیر کاري ډله کمزورې ده او داسې نور، خو ایا پر دې مو غور کړی، چې کاري ټیم څه شی دی؟ عام تصور خو به همدا وي، چې د کار کسان کاري ټیم دی. په واقعیت کې کاري ټیم یا ډله د افرادو هغه محرک ځواک دی، چې د یوې ګډې پروژې، یا طرحې لپاره سره را غونډ شوي وي. د هغوی طرح، اند دود او تصمیم یو وي او د یوه ګډ هدف لپاره کار کوي.

کاري ټیمونه یا ډلې د افرادو د تخصص، تجربې او مهارتونو د اړتیا په صورت کې رامنځته کیږي. پیاوړی مشرتابه، روښانه اهداف، راڼه قواعد او تګلارې، چټک عمل ، ښه اړیکې د بریالیو کاري ډلو ځانګړنې دي.

کاري ټیمونه معمولا له دوو تر ۲۰ او یا هم له دې زیاتو کسانو پورې رسېدای شي. په کاري ټیم کې د افرادو تر شمېر زیات د ټیم بڼه، روح او فکر مهم دی، چې څه ډول او په کوم فکر پرمخ ځي.

د کاري ټیم د جوړولو انګیزه د یوه ځانګړي هدف له حصول نه زیږي. یانې هدف د کاري ټیم د جوړولو انګیزه رامنځته کوي. په کاري ډلو کې د اهدافو، مهارتونو، تګلارو، ځواب ویلو، داخلي اصولو او مسوولیت منلو مسایلو ته تعهد مهم دی.

د هرې کاري ډلې په سر کې یو نوښتګر کس موجود وي، چې د ټیم مشري کوي. کاري ټیمونه د یوې ځانګړې دورې لپاره اهداف ټاکي او د دغو اهدافو لپاره عمل کوي. په هر کاري ټیم کې مشرتابه پلاوی ، نوښتګر او محرک ځواک، د امنیتي چارو، رغونې، د چارو د ښه والي او دغه راز د اړیکو برخې فعالې وي.

په افغانستان کې د کاري ډلو په تړاو ډېر لږ عمل شوی، ځکه دلته د نوښت، پوهې او تحرک پرځای ډېری ټیمونه د ملګرتیا، قومپالنې، ژبې، مصلحتونو او نورو مسایلو پر بنسټ جوړیږي. هغه ټیمونه، چې د خلاقیت، پوهې او درک پر بنیاد رامنځته کیږي، ګټې او نتایج یې عام وي، خو د نورو هغو خاص او محدود.

په تېرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه برخه کې ډېر لږ داسې بېلګې موندلای شو، چې واقعي کاري ټیمونه پکې رامنځته شوي وي. زموږ د سیاسي بهیرونو د ناکامۍ او د پروژو او طرحو د نیمګړتیا یو ستر عامل همدا دی، چې موږ په واقعي معنا د کاري ټیم لټه نه ده کړې او د مسلک، پوهې، خلاقیت پرځای مو نورو معیارونو ته لومړیتوب ورکړی دی.

که چېرې زموږ سیاستوالو، سوداګرو او د ټولنې د نورو برخو فعالانو د کاري ټیمونو لپاره واقعي معیارونه په پام کې نیولي وای، د تشتت مخه به نیول شوې وای او د چارو د بهبود لپاره به یوه سالمه رقابتي زمینه برابره وای.