10509724_678282575559200_4012757487800377555_n-768x485

د ګټې خبرې : څنګه ښه خویونه خپل کړو؟!

ډېرځله داسې شوي، چې ژمنه مو کړې، ښه خویونه به خپلوئ، خو لږ وخت تېر نه وي، چې هرڅه مو هېر کړي وي.
یو متل دی وايي، چې « هېڅ وخت له اوس نه غوره نه دی»، ځکه ستاسې د ارادې قوت محدود دی او د کار د پیل تر ټولو ښه وخت همدا اوس دی. ارواپوهان وايي، چې د یوه نوي خوی او عادت له تمرین مخکې باید مطمین شئ، چې منظم ژوند لرئ. په بله وینا، که مضطرب او پرېشانه وئ، ژوند مو سره پاشلی وي، د یوه نوي خوی خپلول، چې له عادي ورځني ژوند سره متفاوت دی، وړ ګام نه دی.


خپل ټول تمرکز پر یوه خوی راټول کړئ. زما هدف دا نه دی، چې تاسې ته یې اسانه وښیم، ځکه نوی خوی خپلول کله کله سخت تمامیږي. یو څوک په هرڅه کې یوه خو راوباسي، دا یې عادت دی. ممکن ډېر ځله کوښښ وکړي، خو بیا هم ترې غیر ارادي دا خوی تکراریږي. خوی معمولا هغه چارې دي، چې زموږ په چلند کې اخښل شوې، ځکه خو یې پرېښودل یوڅه سخت کار دی. دغسې د یوه ښه خوی خپلول هم ډېر وخت ته اړتیا لري، چې ستاسې د ژوندانه په ورځني کار بدل شي.
تاسې غواړئ، چې هره ورځ به ورزش کوئ.

دا د هدف ټاکل دي. په لومړي سر کې به دا کار درته سخت وي، خو ورو ورو ورسره عادت کیږئ. یو مثال در کوم. یو وخت زه د قصه خوانۍ په بازار کې اوسېدم. د شپې د ریکشاوو او نورو موټرو داسې حال و، چې سړي خوب نه شوای ترکولای. ما وې دا خو به ټول عمر بې خوبه پاتې شوم، خو داسې نه وه، ځکه ورو ورو ورسره عادت شوم او که ریکشا به مې تر غوږ هم تېره شوه، زه به یې په کیسه کې نه وم.


ډېرځله به داسې پېښ وي، چې تاسې په کوټه کې خوب کوئ، خو یو څوک بهر غږیږي، یا په کوټه کې ژاولې ژويي، تاسې ته ټکی خوب نه درځي او پر دې سربېره غوسه هم درځي. خامخا عکس العمل ښیئ، خو که دغه عمل وزغمئ او د خپل خوی یوه برخه یې وګرځوئ، هېڅ راز مزاحمت به نه کوي.


ښه خوی په تدریجي ډول په ځان کې و روزئ. کوښښ مه کوئ، چې په یوه ورځ د المارۍ ټول کتابونه مطالعه کړئ، یا ټوله ورځ په ورزش لګیا وئ. ورو ورو او په تدریج سره پرمخ لاړ شئ. لومړی په اوونۍ کې یوه ورځ ورزش وکړئ، دوه ورځې یې کړئ، ورو ورو پسې خپل اصلي هدف ته راشئ. په دې توګه تاسې په اسانه خپل هدف ته رسیدای شئ.


که د خوی په خپلولو کې له ځان سره ملګری پیدا کړئ، کار مو لا اسانه کیږي.

دوه تنه د یوې چارې په ترسره کولو کې یو د بل مرستندوی تمامیږي. که تاسې ټنبلي کوئ، مقابل اړخ مو تنبیه کوي او که هغه دا کار کوي، تاسې به یې تنبیه کوئ.
اوس، چې پوه شوئ، ښه عادتونه خپلیدای او بد هغه ترک کېدای شي، ځنډ مه کوئ او سر له نن نه یې پیل کړئ. ( ژباړه او زیاتونه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.