nicolealvarez_studioapartment

د ګټې خبرې : په وړو اپارتمانونو کې له ژوند سره تړلې مسلې

په کابل کې د کورونو د خرڅلاو بازار له سړېدو سره د کورونو کرایې لوړې شوې دي.
اکثریت خلک، د کور یا اپارتمان پېرلو یا ګروي پرځای کرایې ته ترجیح ورکوي، ځکه وروستي امنیتي وضیعت خلک بې باوره کړي دي. له یوه کور نه بل کور ته تګ هم یو ستر جنجال دی، ځکه خو ډېری کوښښ داوي، چې سړی په خپل پخواني کور کې پاتې شي.

د کورونو بدلول په هېڅ ډول د کورنۍ په ګټه نه دی، ځکه تاسې، چې هر کور ته کډه کوﺉ پر تاسې اضافي لګښت راځي. که له اوسني کوره مو پنځوس ډالره ارزانه کور موندلی وي، د کډې کولو پرمهال د موټر د کرايي او مزدورانو له پیسو سره یوځای، د کوټو لپاره د موکت لګښت هم درباندې زیاتیږي.

د ټولو کورونو کوټې او دهلیزونه په یوه اندازه نه وي، هر کور ته، چې کډه کوﺉ، دهلیز او یوې نیمې کوټې ته یې باید موکت هم واخلﺉ. ددې ترڅنګ به د پردو جنجال هم درترغاړه وي، که سلیقه مو د پردې تقاضا کوي، اړ یاست، چې نوې پردې ورته جوړې کړﺉ.

زه همدا اوس له پخواني کوره بل ته وکوچېدم. سره له دې، چې ډېر کوښښ کوم اضافي لګښت راباندې رانه شي، خو بیا هم موکت اوساده پردو ته اړتیا ده. زه باید حل اقل ۳۰۰ ډالره پر همدې دوو څیزونو ولګوم.

زما په ګډون ډېر خلک، چې له انګړ لرونکو کورونو څخه اپارتمانونو ته کډه کوي، ډېر شیان باید ډېران ته واچوي، یا یې چاته په خیرات ورکړي. ما خو حتا نیمه بوجۍ اوړه هم بل چاته ورکړي دي. ددې لامل څه دی؟

لامل یې دادی، چې موږ ته د اپارتمانونو فضا خورا محدوده ښکاري، په داسې حال کې، چې که موږ لږ په غور سره خپل مالونه او توکي سمبال کړو، د اوړو بوجۍ او آن د بخارۍ لرګیو ته به هم ځای پیدا کړو. د ځای نشتوالی باید ددې سبب نه شي، چې موږ خپل یو یو شی له لاسه ورکړو، یا یې چاته ورکړو. په دې سره به زموږ د کډې کولو یا د انتقال لګښت لا زیات شي.

ستاسې، په ځانګړې توګه د ښځو اندېښنه به دا وي، چې د اوړو په بوجۍ، بخارۍ او یا لرګیو به دهلیز بد ښکاره شي، خو دا دومره ستر مشکل نه دی، چې حل نه شي. تاسې کولای شﺉ، دا شیان په پخلنځي او بالکن کې داسې سره کیږدﺉ، چې د هیچا هم ورپام نه شي، چې دا بخارۍ یا لرګي دي. ځینې ښځې په دغه کار کې خورا ماهرې دي، له ډېر بدقواره شي نه انتیک شی جوړوي، دا کار تاسې هم و ازمويئ.

تاسې فکر وکړﺉ، چې په تېرو پنځو او شپږو میاشتو کې مو خپل کوم لوازم هیڅ نه دي کارولي. داسې څه که په نظر درغلل، دا به په دې معنا وي، چې تاسې دغه څیز ته اړتیا نه لرﺉ او باید خرڅ شي.

زما د خپلې کوټې د اضافي توکو لپاره تر ټولو ښه ځای زما د تختخواب لاندې تشه برخه ده. تاسې باور وکړﺉ تر لسو زیات بکسونه او اضافي څیزونه پکې خوندي کیږي. که تختخواب یا ورته بل څیز لرﺉ، نو ستاسې ډېر اضافي څیزونه پکې خوندي کېدای شي.