healthcare-technology-8-04-2015-660x330

د ګټې خبرې : ټکنالوژي څنګه مدیریت کړئ؟!

نړۍ اوس د بدلون په حال کې ده او د سوداګرۍ او تجارت لارې هم بدلې شوې دي.
دغه بدلون دا ایجابوي، چې مدیریتي او د ګورمارنې سیسټمونه او طرحې هم بدل شي. دمګړۍ د اقتصادي ودې مهم لامل د ټکنالوژۍ چټکه وده ګڼل کیږي. وخت، کاري قوه، د محصول او تولید شمېر او کچه، کیفیت، چټک عمل او …ټول د نوې ټکنالوژۍ برکت دی.

د ټکنالوژۍ مدیریت په اوسمهالي پیر کې خورا مهم دی.
ټکنالوژي هله ګټوره ده، چې مشتریانو ( افرادو، شرکتونو او ادارو) ته یې نتایج محسوس وي.
تاسې یوه نوې ټکنالوژي غواړئ، خو د کار په تړاو یې څو مهمې پوښتنې رابرسیره کیږي.
ایا رښتیا هم موږ ورته اړ یو، یا زموږ په تولید او کاري کیفیت کې بدلون راولي؟


ایا وړ ظرفیتونه لرو، چې ټکنالوژیکي وړتیاوې و روزي؟
د استعمال پر مواردو یې پوهیږو، په کومو برخو کې یې استعمال ډېر مهم دی؟
ټکنالوژي په خپله وپیرو، که تولید یې کړو؟
که تاسې روغتون ته د ایکسرې یو پرمختللی ماشین پېرلی وي، خو تاسې ترې سمه ګټه نه شئ پورته کولای، د ماشین له استهلاک او اضافي مصارفو پرته بله نتیجه نه لري. زموږ په ډېری ادارو کې ټکنالوژي شته، خو له ټکنالوژۍ نه د استفادې وړ ظرفیت کم دی. دلته د ټکنالوژۍ لپاره د ظرفیتونو روزل په کار دي. هرڅوک، چې نوې ټکنالوژي واردوي، له هغو سره باید ظرفیتونه هم وروزي. ظرفیت مه واردوئ، ځکه لنډمهالی او محدود کار ور کوي، ظرفیت په خپله و روزئ.
په ټکنالوژۍ کې مهم څیز د وسیلې انتخاب دی.


د شرکت او دفتر لپاره، چې کومه نوې ټکنالوژي غوره کیږي، انتخاب یې باید د اړتیا پر بنسټ وي.
د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره د شرکت په تولیداتو، د محصول په کیفیت او بازار کې احتمالي تغییرات مشخص وي. نن شرکت په ورځ کې ۱۰۰ جوړه څپلکې تولیدوي، خو د نوې ټکنالوژۍ په استعمال سره ۱۰۰۰ جوړو ته رسیږي. کیفیت یې ښه کیږي، کاري قوه په کې کمه لګیږي، لاسباړې او نور مصارف کمیږي.


له ټکنالوژۍ سره متخصصان تړلي دي. له متخصصانو او ظرفیت جوړونې پرته د ټکنالوژۍ استعمال خرابی کوي.
ټکنالوژي معمولا له اړتیا سره سمه کاریږي. نوي توکي او وسایل د یوه شرکت او کمپنۍ د اړتیا په رڼا کې را نیول کیږي. استهلاک، وخت او موډ او موډل ټول یې په پام کې نیول کیږي. پر ټکنالوژيکو وسایلو له حده زیاته پانګونه زیانناکه هم ده، ځکه کېدای شي د یوه کال په تېرېدو سره ډېر نور نوي څیزونه تولید شي، یا دا، چې ستاسې بشري مسلکي ځواک یې د کارونې وړتیا ونه لري او له استعماله وغورځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.